کور / شعر / پيښوره/ د عابد تازه نظم

پيښوره/ د عابد تازه نظم


ياددونه: زموږ د پښتنو دا بد قسمتي ده چې که لر ارام وي، نو بر به نا ارامه وي او که بر ارام وي نو لر به نارامه وي. دا هم زموږ پښتني فطرت دی چې تل بر د لر او لر د بر په غم ژړلي دي. لکه سايل صاحب چې وايي:


پيښور  او کابل دواړه دوه ياران دي


لکه دوه سترګې په يو مخ د جانان دي


ما ته هم د ډېرو نورو پښتنو شاعرانو په څير پيښور يو عالم مينه راکړې،  په خپله غيږه کې  يې را لوی کړی يم، بيخي راته خپل کور کلی ګرځيدلی دی. تر دې چې د باردو په دې ناتار کې مې هم ترې زړه نه کيږي چې خپله کورنۍ ترې  راوباسم. خو دې وروستيو چاودنو، بمباريو او ويرې دومره دردولی يم چې هيڅ حد يې نه شم ټاکلی. په لاندي نظم کې ما هڅه وکړه چې هغه مينه  چې ما ته پيښور راکړې ده جبران کړم، خو ونه توانيدم. پيښور په موږ پښتنو شاعرانو دومره حق لري لکه څومره چې يې کابل راباندې لري.  د لر او بر درانه لوستونکي د نظم لوستو ته رابولم.


ستاسې ورور


بازمحمد عابد


١٣٨٨/٠٣/٢٨


پېښوره


 


اوس خو ته داسې خپه خپه ښکاريږې


لکه تار تار پښتنې څڼې پريشانه


ستا کوڅو کې د مرګونو قاصد ګرځي


د ژوندون سٌر او سندره نه يې ګرانه


 


له پرديسه چې به ستړی ستړی راغلم


پېښوره ستا په غېږ کې  به دمه شوم


چې خمار به مې په سترګو کې راشين شو


ستا په يو نظر کتو به زه نشه شوم


 


 


اوس خو ستا له هره کوره ساندې خيژې


ستا فضا خو په سندرو وه ودانه


کوم شيطان درته په بد نظر کتلي


چا داور په لمبو واړوې جانانه


 


ستا له ښاره هديره ده جوړه شوې


خاموشي دې په هر لور خوره وره ده


هغه ستا او د کابل تر منځ چې لار وه


اوس په وينو باندې سره هغه دره ده


 


ته چې داسې پريشانه مالوميږې


چا جړ کړی په جبين درته اوربل دی


ستا له ونو نه مرغيو کډې کړي


پېښوره په باغونو دې اور بل دی


 


انديښنو په کې لښکرې درولي


د زړګي بازاره څه درباندې وشول


د بمونو اوازونه په هر لور دي


د ګلونو ښاره څه درباندې وشول


 


ډېر پخوا راته يو چا ويل عابده


پيښور د افغانانو مدينه ده


خدايه ته يې په امان کې نوره ساته


سمندر کې د اور ګيره سفينه ده