د ملي پيوستون٢٦ پروژې ګټي اخستني ته چمتو سولې

د لراوبر اداره | جون 20th, 2009


دکليو د بيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروگرام (٢٦) پروژي پدي ورستيو کي دفارياب په ولايت کي گټي اخستني ته چمتو شوي .

د دي ولايت د ملي پيوستون پروگرام د مسوولينو د وينا له مخي پد ي پروژو کي د(٢٤٧٢) مترو په اوږدوالي دڅښاک داوبو دشبکي غځول ، دڅښاک داوبو د(٣٢) ژورو او نيمه ژورو څاگانو کيندنه او په هغو دلاسي بمبو نصبول ، د (٤٠) پل گوټيو جوړول د ( ١٨) کيلو مترو په اوږدوالي دسرک ترميم او شگي اچول د(٢٩٠) مترو په اوږدوالي يو استنادي ديوال ،د اوبوزيرمي ، د(٣٥) مترو په اوږدوالي دکانال کيند نه او پاکول، يوه ديزلي ژرنده ، او د ښځو لپاره دخيا طي اوغالي اوبد لو د کورسونو دايريدل شامل دي .

يادي شوي پروژي د فارياب ولايت د المار ، په ولسواليي کي د(٢٤٣٧٣٠٠٠) افغانيو په لگښت د ملي پيوستون پروگرام له بودجي او په سلو کي لس دکليوالو دونډي په شمول بشپړي چي له هغه څه د پاسه (٨١٠٠) کورني ترينه گټه اخلي.

Copyright Larawbar 2007-2024