د جنرال عبدالرشيد دوستم نوې لوبه

د لراوبر اداره | جون 22nd, 2009


(اندرې سېرېنكا ) دمعاصر افغانستان


د څېړنيز مركز شنونكې



وېل كيږي چې په نژدي ورځو كې د افغانستان په شمال كې د اسلامي جنبش اساس اېښدونكې او د اوزبكو د قوم مشر جنرال عبدالرشيد دوستم ترکیی څخه كابل ته راستنیدونکی دې، جنرال عبدالرشيد دوستم د( ۲۰۰۸ )كال د دسمبر په مياشت كې مجبور كړاې شوه چې د تركیي پلازميني انقري ته مهاجر شي ( داسې هم وېل كېده چې دوستم د خپلې كورنۍ سره په خپله خوښه د تركیۍ پلازمينې انقرې ته تللې دې)هر څنګه چې نه وي بيا هم د اوزبكو مشر جنرال دوستم د كابل د سطرنج په لوبه كې وتلې لوبغاړې پېژندل شوې دې ، د نيم كال نه په زياته موده كې هغه وخت له دندې ګوښه شوو كله چې د ۲۰۰۸م كال د ژمي په موسم كې د تركانو قوم ته منسوب ( اكبر باي ) كورته د (۵۰) وسلوالو كسانو سره د نېشې په حال كې ورننوت او د اكبر باي ېو ساتونكې ېې مړ اوخپله اكبر بايي د ځان سره لاس تړلې كور ته ېوړ، كشاله هغه وخت سړه شوه كله چې د كورنېو چاروامنيتي ځواكونو مداخله وكړه او هغه وخت هواره شوه چې په ملل متحد كې د امريكا سفېرزلمي خليل زاد ېې تر منځ شو، سره له دې بيا هم د افغانستان لوي څارندوال( ثابت)، جنرال دوستم ته دوسيه جوړه او كرزي دوستم په خپل فرمان سره د دولتي دندو څخه ګوښه او په كور كې د تعقيب لاندې ونيوه .


د دې نه وروسته د همدې كال د اكتوبرپه مېاشت كې د دوستم او اكبر بايي ترمنځ د كرزي منځګړيتوب هم كومه نتيجه ور نه كړه نو بيا ولسمشر حامد كرزي جنرال دوستم دې ته اړ يست چې افغانستان پرېږدي اوپه خپله خوښه هر بانديني هيواد ته چې غواړي لاړ شي، دوستم د كرزي وړانديزمني اود سياسي پناه لپاره تركيه چې د ۹۰ اومو كلونوپه سختو حالاتو كې ېې هم هلته پناۀ وړې وه په ګوته كوي.


د ۲۰۰۸ كال د دسمبر په مېاشت كې د تركیي په( و‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌طن ‌) ورځپاڼه كې داسې يوه ليكنه وشوه چې دوستم او د هغه د كورنۍ راتګ انقرې ته د تركیي د بهرنېو چارود وزير ( علي بابآ جان) او داستخاراتوپه مشوره سازماندهي شوې وه او په همدې خاطر د ۲۰۰۸ كال د دسمبر په لمړې نېټه د يكشنبې په ورځ د انقرې نه كابل ته ځانګړې الوتكه ددوستم او د هغه د كورنې د راوړلولپاره افغانستان ته والوته او بېرته په بېړه د دوستم د كورنۍ سره انقرې ته راستنه شوه ..


د هغه وخت نه چې دوستم د تركانوسره په انقره كې سياسي پناهنده وه ، بيا ېې هم د سياست نه لاس وا نه خيست او ( د مهاجرينو د ځوانانو د سازمان سره ېې سياسي نوي پروژې طرحه كولې) اوهم د كرزي سره سياسي مشاور پاتې وه، چې د ۲۰۰۹ كال په لومړیو وختو كې د ملي جبهې په ړنګولو كې بې سارې رول ولوباوه .


په ارګ كې د كرزي او په تركيه كې د مهاجر جنرال دوستم د پردې شاته پټه سياسي لوبه او بيا د شيه قوم پورې تړلې د هزارګانودګوند ( وحدت اسلامي افغانستان ) مشر محقق سره سياسي تړون چې د ۲۰۰۹ كال د اګست د مياشتی په ټولټاکنو كې د كرزي نه ملاتړ اعلان کړ ، د ځينو شنونكو په نظرد كرزي نه د دوستم او محقق ملاتړ، دشمالي ټلوالې د كمزورې په وړاندې عمل په ګوته كوي او واي چې په سياسي ډګر كې كرزي ته مېدان خالي اونور سياسي سيال چې دده سره مقابله وكړي نه شته.


وروسته د څو ورځو نه كله چې جنرال دوستم د كرزي نه په ټولټاكنوكې ملاتړ وښود ورسره ېو ځاې د دوستم په سياسي ژوند كې بدلون رامنځ ته شوو اود ( افغانستان . رو) ويبپاڼې كې دجون په ۹ يوه ليكنه وشوه چې ولسمشر حامد كرزي هغه فرمان چې د ۲۰۰۸ كال د فبروري په مياشت كې د جنرال دوستم په باره كې چې د دندو د لرې كولو په هكله صادر كړې وه نه داچې بېرته افغانسان ته راستون شي بلكې په افغانستان كې به د امنيت په راوستلو كې وسلواله ونډه واخلي بېرته واخيست.


نن بياد جنرال دوستم همكاران او ملګري دده راستنېدو ته سترګې په لار دي، په كابل كې شنونكې دې ټكي ته په زيردي چي ددوستم د راستنېدو نيټه د تركیې د باندېنېو چارو د وزير( احمد داود اګلو ) په كابل كې د ليدنې كتنې د نېټې سره سمون خوري ،د( معاصر افغانستان د پلټنې مركز) د څېړنې په اساس او د افغانستا ن د باندنېو چارووزارت په حواله واي چې د تركي باندنېو چارو د وزېرد افغانستان څخه ليدنه كتنه چې په ۱۱ د جون پلان شوې وه ډېره پخوا او پټه ساتل شوې وه .


زمونږ په نظر سره جنرال دوستم د افغانستان په سياسي لوبه كې فعاله ونډه اخيستل په دې معنې دي چې افغانستان او تركیې ددواړوهيوادونو سياست د كرزي د خواستو سره سمون لری.


بې له شكه په سياسي ډګر كې د جنرال دوستم لمړې كارنامه او قهرماني د كرزي نه د ولسمشرې په ټولټاكنو كې ملاتړ وه چې شمالي ټلوالې ته ېې قوي ګزار وركړ او د هغې رول ېې په سياسي ډګركې را ټيټ او كمزورې كړ ،كله چې د ۲۰۰۸ كال په مني كې په شمالي ولاېتونو كې سياسي او نظامي تاو تريخوالې چې تر ننه ارام او قراره ولاېتونه وه را پېدا شوې او دولسمشري ټولټاكنو ته لوي خنډ دې، سره له دې چې په كابل كې د ټولټاكنو كمپين په زور كې دې بيا هم دولتي چارواكي د شمالي ولاېتونود امنيت د ساتلوپه نقشه كار كوي، د ټولونه مخكې د افغانستان د شمال د درېو ولاېتونو سرپل ، فارياب او جوزجان چې هلته د اوزبكو قومونه ميشته دي په نظركې دي، په دې اخېرو څو مياشتو كې د طالبانو ،القاعدې اود ازبكستان اسلامي حركت مخالفې وسلوالې ډلې چې په دې درېو ولاېتونو كې ېې امنېت ګډ وډ كړي دې اوپه دولتي او باندنيو موسساتووسلوالې حملې كوي چې زېاتره وخت ېې برې په نصيب وي ،د هغه وخت نه چې وسلوالو ډلو په دولتي موقته اداره حمله وكړه او د امنيتي چارو مسول ېې وواژه، د خلكو وېره او تشويش لا زيات شوې دې او په همدې هكله د سرپل ، فارياب، او جوزجان د ولاېتونو واليانو سږكال دوه واره ددې ولاېتونود امنيت اود وضعې د ښكېدو په هكله غونډې وكړې، چې ددوي په ېوه غونډه كې دكرزي مرستيال كريم خليلي هم ګډون كړې وه، وروستې غونډه ېې په ۶م د جون د شبرغان په ښاركې وكړه ،د جوزجان ولاېت دشبرغان په ښاركې ددرېو اوزبكو ولاېتونووسلوالوځواكونو مشرانو په غونډه كې د فارياب والي اعلان وكړ،چې دلته باېد نور وسلوال امنيتي ځواكونه راشي، او هغه پنځه سوه كسيز وسلوال مخالف ګروپونو چې په دې ولاېتونو كې سر راپورته کړی له منځه يوسي، زمونږ په نظر د جنرال دوستم راستنېده افغانستان ته د ولسمشر حامد كرزي د نوي نقشې (پراېكت) له مخې دي ، چې د اوزبكو په سيمه كې ،چېرې چې خلك ېې د دوستم خبره مني او اطاعت ېې كوي د امنيت څارنه وكړي، په دې هكله په ځاې ښكاري چې دوستم ته بېرته د وسلوالو ځواكونو دندې د نورو صلاحیتونو سره په نظامي او ملكي برخوكې د هيواد په شمالي ولاېتونو كې وركړل شي ،ځكه جنرال دوستم په شمال كې د طالبانو سره په مبارزه كې پخه تجربه لري.


په منطقه كې د راتلونكو ټولټاكنولپاره د امنيت راوستلو په څنګ كې د دوستم بله وظيفه چې ( انقره) ېې د افغانستان په شمال مناطقو كې لرې په غاړه وراچولې ده


د ۲۰۰۹ كال د مې د مېاشتې په اخرو ورځو كې د افغانستان حكومت رسما د ګاز او نفتو خارجی كمپنې د افغانستان په شمال كې د نفتو او ګاز د رايستلو په برخه كې سرماېه اچولو ته رابللي وې ، او هم د افغانستان د معدن او صناېعو وزير سېد ابراهيم عادل د ۲۰۰۹ كال د مې په مياشت كې د نفتو ګاز مشهورونړېوالو كمپنیو د استازو سره خبرې هم كړي وې، سېد محمد ابراهيم دهغه كمپنېو نومونه چې په افغانستان كې د نفتو ګاز په رايستلو كې سرماېه اچولوته تېار دي نومونه هم اخيستي وه، د سېد ابراهيم عادل له قوله چې واي ، دا نن د افغانستان په شمال ( جوزجان او سرپل ) كې دنفتو ګاز په زېرمو كې ۵۰ مليارده متر مكعبه ګاز او ۷،۱۰ ميلونه ټنه نفت چې هر كال ۱،۵ مليارده د افغانستان خزانې ته ګټه راوړلاې شي شته .


تركان په افغنستان كې د نفتو او ګازو په برخه كې د ډېر پخوا څخه پانګې اچونې ته لېوال دې، حتئ د ۲۰۰۶ كال د اګست په مياشت كې د ابراهيم عادل په انقره كې ليدنه كتنه ، چې د تركیې د نفت او ګازو د استخراج كمپنېو په افغانستان كې د نفتو او ګاز په ساحه كې سينه وهلې وه چې پانګه اچونه به كوي ،په هغه وخت كې د ابراهيم عدل او تركېې د مقاماتو ترمنځ په دې رازي شوي وه چې په ګډه به د افغانستان په شمالي ولاېتونوكې د نفتو اوګازوپه رايستلو او د انرژې په سمبالولو كې به مرسته اوهمكاري كوي او دننه په افغانستان كې به د ګازو څخه د توليداتو لپاره د برقي انرژي په صفت كاراخلي.


په افغانستان كې د نفتو او ګاز د زېرمو د رايستلو لپاره زياتې پانګې اچونې ته ضرورت دې ، او تركيه دې ته تېاره ده چې به په دې ساحه كې پانګه اچونه وكړي، انقره نه يواځې ملي وساېل او شتمنې بلكې نړيوالی اقتصادي مرستی افغانستان ته جلب كړي ېعنې كله چې په ۲۰۰۶م كال كې تركیې، پاكستان او ايران درېواړو ( د اسيايی هيوادونود اقتصادي ګډومرستو نظر وړاندې كړې وو) او په منطقه كې د راكړې وركړې د مرستو نړېوال بانګ چې ېو مليارد ډالره پانګه به لري او امتيازبه ېې د پاكستان ،ايران او تركيی وي وړانديز كړې وه ، او پاكستان او ايران ته ددې صلاحيت وركړل شوه چې د منطقې په مخ تللوكې اقتصادي نقشې وړاندې كړي.


كه په جوزجان، سر پل ،او فارياب كې امنيتي حالات كړكېچن او مخ په خرابېدو وي نو پدې صورت كې امكانات نه شته چې په شمالي ولاېتو كې د نفتو او ګاز د زېرمونه ګټه واخستل شي اوتر كنترول لاندې راشي ، په دې صورت كې به د تركانو د نفتو اوګازو ستري كمپنې د اقتصادي دلچسپي د لاس ته راوړلو په خاطر د افغانستان د دولتي چارواكو نه د افغانستان په شمالي ولاېتونو كې دامنېت غوښتنه وكړي، زمونږ په نظر انقره دې ته لېواله ده چې د افغانستان په شمال كې دنفتواو ګازو د كنترول لپاره ېې هم دوستم ساتلې وه او دادې اوس ېې بيا افغانسان ته راوست.


نن جنرال دوستم د افغانستان په شمال كې د ېادو او وتلو سېاستوالو څخه دې ، ځكه د كابل دولتي چارواكي غواړي چې د راتلونكو ولسمشرې د ټولټاكنو په امنيت كې د جنرال دوستم دنظامي او سياسي پوتنسيال نه كار واخلي او انقره بيا د دوستم نه د ډېروڅه ارزو لري ېعنې انقره ددوستم د امكاناتو نه په استفاده غواړي د افغانستان په شمال كې د نفتو او ګاز زيرمو كنترول په لاس كې راوړي،او همدا سبب دې چې دوستم ته په افغانستان کی د نړېوال پېچلي سياست د ېو وتلې څیری( فيګور)په سترګه ګوري.


د انقرې او كابل ګډ فعال سياست امريكا هغه وخت پېل كړ، كله چې د ازبكستان د اسلامي حركت جنګيالېود۲۰۰۸م كال د مې د مياشتې په ورستېو ورځو كې كوشش وكه چې فرګانې ته ( د قرغزستان له خاورې اوزبكستان ته راننوځي )


په اوس وخت كې دطالباناواو القاعدې د مشرانو ستراتيژي دا ده چې نه يواځې د افغانستان په شمال كې ګډ وډي وي، بلكې دا ګډوډي قرغزستان ،تاجكستان ،او ازبكستان ،اود ( شمال لاره )چې د ناتو او امريكا هيوادونو ته پری اكمالات كيږي او د ناټو هيوادونو لپاره د خاص اهميت وړ ده اوهم د واشنګټن او بروکسل نوي مناسبات د تاشكند سره په منځنې اسيا كې د امريكا د بانديني ستراتيژې موخه ده ور واړوي .


د اوزبكستان د اسلامې جنبش په وړاندې مبارزه كې د اسلام كريم نه ملاتړ كول امكان لري چې د امريكا او ناټو لپاره ددې امكانات برابر كړي چې د ازبكستان سره ګټور او همسيال ملګرې( پرتنيور) باتې شي ، په دې نقشه كې بهښ جنرال دوستم ته دا سې رول وړكړل شي چې طآلبان له منځه يوسي .

Copyright Larawbar 2007-2024