کور / تازه خبرونه / ملل متحد د مېرمن بټو د وژنې تحقیقات شورو کوي

ملل متحد د مېرمن بټو د وژنې تحقیقات شورو کوي

ملل متحد اعلان کړی دی چې ددوي درې کسیز کمیسون د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بټو د وژنې په اړه خپل تحقیقات د جولایې په لومړۍ نېټه شورو کوي ـ د ملل متحد ستر سیکرتر بان کي مون ترجمان تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې ملل متحد ددغې تحقیقاتی کمیسون مشري د چلي هیواد د یو سفارت کار بیرالډومونوز کوي ـ نوموړي زیاته کړه چې کمیسون یوازې د مېرمن بټو د وژنې په اړه تحقیقات کول اومالومات راټول دي ،پاتې د مقدمې چلول او مجرمانو ته سزا ورکول یا نه ورکول د پاکستان د حکومت خپل  کار دی ـ

بېنظیر بټو په ۲۷ دسمبر ۲۰۰۷ کې د خپل انتخاباتي کمپاین د چلولو دپاره د پنجاب ایالت په لیاقت باغ کې د نامالومه وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی وه  چې دې کار د پاکستان دننه سترې ناندرې راپيدا کړی ـ پرویز مشرف د سکارټ لینډیارډ لخوا ددغې ږژنې پلټنې هم کړی وی چې د پیپلز ګوند لخوا منل شوی نه وی ـ بیا حکومت ددغه وژنې تور په بیت الله محسود ولګاوه خو بیت الله محسود هم ددغې وژنې ذمه واري په غاړه اخیستو نه انکار کړی دی ـ

ګمان کیږي چې د ملل متحد له لوري ترسره کیدونکې پلټنې به یو نوی باب پرانیزي ـ