کور / نثر / د کانديدانو سرې سترګې

د کانديدانو سرې سترګې

کله چې د غويي په ٢٦مه ، د ولسمشر ۍ د کانديدانو  لومړنى نوملړ خپور شو، نو  د ځينو د نو مونو په ليدلو خلک هيښ شول .

د يو شمېر کانديدانو او د هغوى د مرستيالانو په ليدلو  تېرې دورې تر  سترګو شوې او ستونې  وچ شول .

خلک حيران وو او خپل ر اتلونکي برخليک يې د داسې کسانو په لاس کې  ليده چې  تر اوسه د هغوى له خوا خوړلي ټپونه يې  ناسور دي .

خو يو تمه هم وه  او هغه داچې  د نوملړ له خپرېدو سره سم پر کانديدانو د اعتراض دوره پيل شوه ، خلک په دې هيله وو چې په وروستي نوملړ کې به ، د هغو کانديدانو نومونه نه وي ، چې دوى ترې په  و يره کې دي .

  خو دغه هيله هغه وخت وشړيده چې وروستۍ نوملړ هم خپور شو او د داسې کسانو نومونه ترې لرې شول چې  ډېرو کمو کسانو پېژندل .

 

 په دغو نومونو کې د جمهوري رياست له کانديدانو څخه د سيد  جعفر هوفياني او اکبر باى او  د کانديدانو د مرستيالانو له ډلې څخه  د  ضياء الدين نومونه شامل وو . 

 

   هوفياني او ضياء الدين  خو شايد له خپل کلي پرته نور  څوک ونه پېژني او اکبرباى هغه وخت ، يو شمېر کسانو و پېژند کله چې دوه کاله وړاندې عبدالرشيد دوستم او د هغه يو شمېر پلويان يې په کابل کې په کور ور واوښتل او هغه يې د څو ساعتونو لپاره بر مته کړ .

  ددغو کسانو د نومونو په لرې کېدو ، ماته يو پخوانى نکل را ياد شو :

 وايي يو وخت يوه سړى خپل زوى ته وويل چې سرې سترګې ګر ځه ، په چا رايه مه وهه ، که هر دوکاندار  در  ته څه وويل ،  صرف نوم يې راښييه .

يوه ورځ ماشوم کورته په ژړا راغى  او چې کله پلارې يې خپل زوى وليد نو لاسونه يې بډ وهل او ورسره د بازار په لور روان شو .

 زوى ته يې ويل : دکاندار راښيه !

 زوى يې  يوې قصابۍ ته  ودرو ،  د قصاب لاس کې تيره تبرګى و، دواړو بغلونو ته يې چړۍ ځنګېدلې او لاسونه يې په وينو ککړ و.

سړي  خپل زوى له لاسه راکش کړ او په غوصه يې ورته وويل :

 خداى دې خوارکه ، په دومره دکاندارانو کې دې ،  له قصاب سره جنګ کړى ، ما وى که کوم ترکاري فروش دى .

 د انتخاباتو کميسيون ،  خلک د اعتراضاتو د ثبت په دوره کې په تمه کړي وو او ور ته ويلي وو چې په هيچا رايه مه وهئ ، که  هر کانديد يا مرستيال يې  د بشر حقونه نقض کړي وي ، جګړه مار  وي نو صرف نوم يې را ښيي .

خو چې کله شکايتونه په دغه شان کانديدانو وشول ، او  کميسيون د هغوى سرو   ستر ګو ته وکتلې نو    ، پښې يې سستې شوې او شايد ځان سره يې ويلي چې خداى مو خوار که په داسې کسانو څوک اعتراض کوي ؟

 ولې ددې  لپاره چې کميسيون هم د چا خبر ه خپل شنګ ښودلى وي نو ياد شوي درې نومونه يې لرې کړل او نور سرې سترګې ګر ځي .

  

 محمد نعمان دوست ، کابل

         د غبرګولي ٣١مه