کور / تازه خبرونه / ایران:دپولیسو او مظاهرینو ترمنځ اخ ډب دوام لري

ایران:دپولیسو او مظاهرینو ترمنځ اخ ډب دوام لري

ایران کې د دولسم جون د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د مبینه درغلیو په سر راپاریدلی تاو تریخوالی نن هم دوام لري ـ د جمعې په ورځ د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنایي په قهریدلو مظاهیرینو غږ کړی وو چې باید د مظاهرو نه لاس واخلي او د ټاکنو فایلې ومني خو د نوموړي د وینا برعکس ایران کې د پولیسو او موسوي د پلویانو ترمنځ اخ ډب روان دی ـ پولیسو په مظاهرین په کوتکو وهلي دي او هم یې پرې اوښکې ورونکي غاز شیندلي دي ـ مظاهرینو ته د وینا په مهال پخواني لومړي وزیر موسوي وویل چې د حق کار دپاره شهادت ته هم تیار دی ـ نوموړي زیاته کړه چې ترهغه وخته به مظاهرو ته دوام ورکړي ترڅو چې عادلانه ټاکنې نه وي ترسره شوې ـ


د یادونۍ وړ ده چې ایران کې د مظاهرو لامل ټاکنو کې اوسني ولسمشر احمدي نژاد ۶۳ فیصده او د هغه نزدې حریف میرحسین موسوي ۳۴ فیصده رایې ګټلي دي ـ موسوي تور لګوی چې ټاکنو کې ټګي شوی ده او نوموړی یې د منلو څخه انکار کوي او همدغې ورځې راهسې د ایران په پلازمینه تهران کې د موسوي د پلویانو له لوري هره ورځ مظاهرې کیږي چې د بخښنې د نړیوالې ادارې  په وینا تراوسه په دغو مظاهرو کې لس تنه وژل شوي دي ـ