کور / خبرتیا او پيغامونه / په سویډن کښي یو علمي او څیړنیز سیمینار جوړيږي

په سویډن کښي یو علمي او څیړنیز سیمینار جوړيږي

په سویډن کې افغانی کلتوري اتحادیه هیوادالو ته خبر ورکوي چی ټولنه په پام کې لري،چې دجون د میاشتی په ٢٦ امه نیټه د “کورنۍ اړیکې او ټولنه” د سرلیک لاندی یو علمی او څیړنیز سیمینار (په پښتو او سویډنی ژبو) سمبال کړی. پدی سیمینار کښی لاندني څیړونکی خپلې علمي او څیړنیزې لیکنې او مقالې غونډې ته اوروي:

* د افغانی کلتوري ټولنې پیغام (پښتو او سویډنی) – حمید الله تراب د ټولنیې ریس
* د سیمینار ارزښت او اړتیا (پښتو او سویډنی) – نادر بارکزی د ټولنې منشي
* کورنۍ اړیکې او افغانی کلتور (پښتو) – ګل غوټۍ کاکړ، د کمکی ځوانانو روانپوهه (پیداګوګه) او د کابل د ولایتی محکمې پخوانۍ قاضی
* اسلام او کورنۍ اړیکي (سویډني) – امام بلال، د اسلام مخکښ پیژندونکی او دمالمو دښار د مرکزي جامع جومات امام
* د افغانی ، سویډنی او د عامه روزنې او زده کړې ورته والی او توپیر (سویډنی) – هوکان تورنګور، ټولنپېژندونکی ( سوسیلوګ) ،مخکښ افغان پیژندونکی او په افغانستان کښی د ملګرو ملتونو پخوانی کارکوونکی
* کورنۍ اړیکې او افغاني ځوانان (پښتو) – نجیب الله زاخېلوال، ځوان او تکړه لیکوال

* ګردی میز او ازاد بحث
وخت او پته: دجمعې د ورځې ماښام، د جون دمیاشتې ٢٦امه نیټه د ماښام ٦ (شپږ)بجې

 د کروکسبیک ښوونځی   Kroksbäck skolan
 هیلي وونګ سرک   Hyllievångsvägan
 مالمو، سويډن   Malmö-sweden

معلومات او اړیکی:
 naderbarekzai@hotmail.com
 0708-270600(0046)