کور / سياسي / دروسيې–ناټو د مرستي شورا یا د روسیې مخامخ کیدل د ناټو سره

دروسيې–ناټو د مرستي شورا یا د روسیې مخامخ کیدل د ناټو سره

دروسیې اوناټواړیکی په رسمی توګه د(۱۹۹۱) زیږدیزکال راپه دی خوا دشمالی اتلانتیک دمرستی دشوراسره ددی هیواد یوځای کیدل پیل سو اوددغه (شورا نوم د«۱۹۹۷» زیږدیزکال څخه داتلانتیک- اروپا دمرستی دشوراپه نوم واوښت ) دروسیې هیوادپه (۱۹۹۴)زیږدیزکال کې دسولی سره دمرستی په خاطرپه دی شوراکې ورګډ سوچې زیاته موخه یې داسترایژیکوډېرومرستودپاره وو .اوپه (۱۹۹۶)زیږدیز کال کې د بوسنی هرزګوینا اوبیا د کوزووموضوعوګانی پردی اړیکوباندی سیوری یې واچول .


په همدی کال کې دروسیې ځواکونه اوسرتیری دناټودسوله ساتی ځواکونوسره په بوسنی هرزګویناکې یوځای سول اوهمدارنګه په (۱۹۹۹)زیږدیزکال کې په کوزووکې دسولی اوثبات دساتنی دپاره روسیه اوناټویوځای سره ګډون درلود اوداهسی لیدل کیدل چې ددغه وخت څخه په خاصه توګه سره دروسیې – ناټواړیکی مخ پرښه کیدو دی ترهغه ځای چې په (۲۰۰۱)زیږدیزکال کې دناټوداطلاعاتودفترپه مسکو کې خلاص اوپرانستل سوواوپه (۲۰۰۲)زیږدیزکال کې دناټو – روسیې دمرستی شورا NRC دنوېوانګیزو انځور یې رامنځته کړ .


په (۲۰۰۴)زیږدیزکال کې دناټو – روسیې دمرستی دشورالمړنی ګډ دفاعی پوځۍ تمیرینات په امریکا کې دراکیټونودګواښ په وړاندی ترسره سو اودوهم ګدپوځۍ مانوردروسیې اوناټوپه (۲۰۰۵)زیږدیزکال کې په هالند کې اودریم دغه ډول ګډپوځۍ مانوردروسیې اوناټوپه ګډون په (۲۰۰۶)زیږدیزکال کې په مسکوکې ترسره سو . اما دناټواوروسیې اړیکی په (۲۰۰۸)زیږدیز کال دګرجستان سره دجګړی دکبله دګواښ سره مخا مخ سو که څه هم وروسته ددی جګړی څخه دوه ځلی غیر رسمی جلسی د دواړوترمنځ صورت وموند اوپه پایله کې دقرقیزستان په هیوادکې دماناس په هوایی ډګرکې دامریکا دهوایی دپوځۍاډی په تړلوسره رامنځته سو، اوروسیې دغیرپوځۍ سامان اوالاتو پرلیږدلوسره ، په دی سیمی کې مرسته اوموافقت یې وکړ.


 اما ددی داهسی یوبهیرپه راتلوسره ، دناټودپراختیا اودمخنیوی دپاره دروسیې ډول،ډول تاکتیکونه وخپلی نږدی سیمی اوخوزی ته ادامه لري اوڅه موده مخکې دروسیې اوچین اودمنځنۍ اسیا ددریونورودهیوادونولکه تاجیکستان ، قرقیزستان او قزاقستان هیوادونوګډپوځۍ مانور هم ترسره سو اوبیا په قفقازکې سږکال څه موده مخکې دمی په میاشت کې دناټو – ګرجستان ګډپوځۍ مانورهم ترسره سو دځیروړټکی خودا دی چې دروسیې ډول،ډول استرتیژی دشانکهای – ناټوپه مخامخ کیدوسره مسکو زیارباسی ترڅو دخپلی نږدی سیمی اوخوزی څخه ناټوپرشا کړی په دی ډول سره چې مسکویې دمذاکری اوخبراترو ومیز ته دمرستی دپاره دروسیې – ناټودشورا اویاپه افغانستان کې د دوو اړخیزو مرستو دپاره راکش وي .
داروپایی هیوادونواودروسيې اړيكی په څه ډول دی؟ :
په (۱۶) شپاړسمه پیړی کې د اروپا په وچه کې شاوخوا(۵۰۰) پينځه سوه سیاسي اداري شتون درلود . دبیلګی په ډول لکه خپلواک دولتونه ، شاهی نظامونه او نور سیاسی ګوندونه . د شلمی پیړی په رارسیدو سره په نوموړی وچه کې یوازی او یوازی (۲۵) پينځه ویشت خپلواکه او ازاده دولتونه پاته سول . دا په دی معنا ده چې د( ۴۰۰ ) څلورسوو کلونو په اوږدو کې دلویی اداري جوړښتونه ،دوړۍ اداری جوړښتونه یې د منځه وړی دی . د ویلو وړده چې اروپایانو تل په خپلو منځونو کې نښتی او جګړې یې کړی دی .ددی نه پرته که چیری روسان او ترکانو په اروپایانو کې ونه شمیرو نو روسانو هم د اروپایانو په شان په خپلو منځنو کې د نښتو او جګړو نه پرته د مستعمرو سره هم د خپلواکی په لاره کې نښتی کړی دی او تل اروپایان د یو غښتلی ځواک په توګه پاتی سوی دی . د تاریخ په اوږدو کې جګړی اوپوځۍ خوځښتونه د اروپایانو په عاداتو باندی اووښتی دی ځکه چی دوي هری ستونزی ته د جګړی نوم ورکوي . د بیلګی په توګه سړه جګړه ، د نفتو جګړه ، د ستورو جګړه ، د مدنیتونو ترمنځ جګړه او ددی په څیر ویو زیات شمیر نورومسائلوته . اوسمهال نوموړو د طبعی ګازو دجګړی سرلیکونه یې راانتقال کړی دی . د یادولو وړ ده چې ګاز یوه داهسی انرژی نده چې اوس تازه کشف سوی وی لږ تر لږه د (۵۰) پينځوسو کلونو څخه راپه دی خوا دغه ماده کارول کیږی .


دا چې دوي ولی دا خبره په یوی جګړی بدله کړی او اړه ولی دی د حیرانتیاخبره ده . د ویلو وړده چې روسان هم په دی هڅه کې دی چې خپل ټول توکی په وسلو او ګټو بدلی کړی . روسانو خپل نفت او ګاز یې د خپل بهرنی سیاست په یووالی باندی بدل کړی دی . اروپایی او کپیټالسټی حکومتونه ددی څخه وړاندی د خپل اړتیا وړ نفت او ګازیې د سعودی عربستان ، عراق ،کویت او کله ،کله هم د ایران په څیرددغوهیوادونو څخه د خپلی غوښتنی پربنسټ تر لاسه کول . خو روسان د خپلو ګازو او نفتو بیه اوقمیت په خپله ټاکی . چې په اصل کې اروپایی هیوادونه د خپل ګازو دریمه برخه د روسیې نه ترلاسه کوي ،اوپه روسیې پوری ډیر تړلی هم ندی خو روسان د منځنۍ اسیا او قفقاز د سیمو ګاز او نفت په خپله پیری او پلوری ، یعنی په خپله یې معامله کول غواړي . ددی ټولو دریځونو او کړنو څخه موخه یې اقتصادمسائل نه دی .


روسان غواړي چې د اروپایانو دپاره د ګازو او نفتو الترنیتیف نل لیکی د منځه یوسی . په یوی بله معنا روسیه غواړي چې په سیمه کې خپل ټول سیالان د منځه یوسی او د ګازو پلورنکی او مصروفونکی هیوادونه تر خپل سیاسي فشارونو لاندی ونیسی او په خپله خوښه سره پر هغوی باندی د انرژی بیه وټاکی . روسان د اروپایانو سره د (۱۹۹۱) زیږدیز کال کې لاسلیک کړی تړون نه منی او نه په هغه باندی عمل کوی . روسان د انرژی په برخه کې د یو نوي تړون لاسلیک کول غواړي . روسانو په(۱۹۹۰) کلونو کې د ناټو او اروپایی ټولنی سره خپله مرسته یې د منځه یوړه او د سړی جګړی څخه یې وروسته ځانته یو ځانګړی سیاست غوره کړ.


روسیه دشمالی اتلانتیک ناټوپه پوځۍ تړون کې د ګرجستان او اوکرائین دهیوادونود غړیتوب سره ډیر کلک مخالفت کوي او تل د هغوی د غړیتوب د مسئلی پروړاندی خنډونه پیدا کوي . د مالدوی په تجرید کولوکې بریالی سوه ، په ګرجستان کې یې د خپلی پوځۍ لاس وهنو سره نوموړی هیوادیې ټوټه ټوټه کړ. همداشان د ارمنیستان دهیواد څخه د خپل ملاتړ سره دناګورنه قره باغ ستونزه اولانجه یې لا کړکیچنه کړی او په عینی وخت کې یې داذربایجان هیوادیې هم تر خپل اغیزی لاندی راوستی دی او حتی په خپل ځان پوری یې تړلی دی . په همدی ډول سره روسیه د منځنۍ اسیا هیوادونه اودترکی هیواد یې د سونیانو او شعیه ګانو په پلمه یو د بله سره په خپلو منځونوکې سره اچولی دي او په نوموړو هیوادونو کې د نفاق دتخم وکرلو ته دوام ورکوي . اود هغوي نه په ډیر ارزانه بیه ګاز او نفت پیری او په نوروهیوادونه یې په ډیره لوړه بیه پلوری . په دی ډول هم ګټه تر لاسه کوي او هم نور هیوادونه تر خپل سیاسي فشارونو لاندی نیسی .


که چیری کوم هیواد ددوي پر ضد خپل ږغ پورته کړی د نوموړی هیواد و واکمنانوته ستونزی رامنځته کوي . روسیه وخپلو بازارونو ته د لوړګمرکی محصولاتو دامله د اروپایی هیوادونودصادراتی مالونو د ننوتوڅخه مخنیوی کوي . اوپه اصل کې دټولو څخه مهم روسانو ډېرټینګ زیارباسی ترڅو د لویدیځوالو په منځ کې یو والی او اتفاق د منځه یوسی . او اروپایانو هیڅ وخت یو ګډ دریځ یې ندی خپل کړی . د بیلګی په توګه د اروپایانو ګډه پلان سوی پروژه ، د ناباکو د ګازو پروژه ده چې د اروپا ځواکمن هیواد المان ورڅخه ملاتړ نه کوي . نوددی څخه وروسته روسیه باید د انرژی په برخه کې په خپل سیاست کې لږ نرمښت راولی او که په دی هکله بدلون رامنځته نه کړی نویوځل بیا به د یوی سړی جګړی درامنځته کیدوامکان لری نه وي .
ناټودامریکا ترمشری لاندی دپوځۍ پیل دسامان الاتو په شان دی :


دهستوی وسلو دپراختیااودمخنیوی اودمنځه وړلو په وړاندی دمبارزی نړیوال سازمان (سي‌ان ډي) اعلان وکړ : دناټوپوځۍ سازمان په یوداهسی وسیلی باندی اوښتی دی چې نړیواله ټولنه دامریکا ترمشری لاندی دملګروملیتونودسازمان په نه لیدلوسره اودهغه بیله اجازی نه خپل پوځۍ پیل اوکړنی ترسره کوي .
دهستوی وسلودپراختیااودمخنیوی اودمنځــــه وړلـوپه وړاندی دمبارزی نړیوال سازمان (سي‌ان‌ ډي) په یوی بیانی کې په ټينګار سره دناټودپراختیا پرخطریې اعلان وکړ :په ګرجستان کې شخړی دګواښ ښکارندوی دی چې دناټوډېر ژرپراختیا دسولی ترسرلیک لاندی کیدی سي چې په دننه دختيځۍ اروپااودهغه دشااوخوا سیمودپاره ،په سیمه کې سوله اوامنیت دخطرسره مخامخ کړی .
په دغه بیانی لیکل سویدی : ناټودسړی جګړی یوارګان دی ،باید هغه وخت کله چې دوارسا یا ورشوپوځۍ تړون په (۱۹۹۱)زیږدیزکال کې دمنځه ولاړ،په همدی ډول سره ناټوهم دمنځه تللی وای اوورته دپای ټکی ایښودلی سوي واي .
ددی بیانی په یوه بله برخه کې راغلی ده : ناټوداصولواودلایلوپه دلاسه ورکولوسره چې لمړی ځل دهغه په وسیله جوړاوانځورسوی وو،همدا اوس په دی لټه پسی راوتلی دی ترڅوځان بل ځل دسره جوړ کړی اوناټودنړیوال ټولنی دپوځۍ پیلیدونکوکړنودترسره کولوپه یوځای باندی اوښتی دی .
دهستوی وسلو دپراختیااودمخنیوی اودمنځه وړلو په وړاندی دمبارزی نړیوال سازمان (سي‌ان ډي) په خپل دی بیانی کې یې ټینګار ګړیدی :ددی امرریښتینوالی خودادی چې ناټوپه داهسی وسیله باندی اوښتی دی چې دهغه له طریقه دپوځۍ میتودپه کارولوسره دامریکا ترمشرتابه لاندی صورت نیسی اودا په دی مانا دی چې پیل کیدونکی کړنی په رښتیا سره دیوی بلی لاری څخه په تیریدوسره دملګروملتونود سازمان دڅنګه څخه خپلی کړنی ترسره کوي .
د(سي‌ان ډي) نړیوال سازمان په دی بیانی کې زیاتوي : همدارنګه د شوروی اتحاد دپخوانیوجمهوریتونو په دننه کې دناټودپراختیابهیرجریان لری اوپه همدی ډول سره دناټوپوځۍ عملیاتودخپلی اړندوسیموڅخه بهر صورت مومی ،داټوله ددی سسب ګرځیدلی دی ترڅونړی په یوډېر خطرناکه ځای باندی واوړی ،دناټوسازمان دهستوی تسلیحاتو یوه وسلواله اتحادیه ده اودهستوی لمړی يرغل سیاست پالی اوپه دی سیاست پسی دی .
 په دی بیانی کې راغلی دی : دناټودپاره دانګلستان هستوی وسلی په نظرکې نیول سوي دي اوپه هره اندازه چې دناټوپلوی (سرحدات)پراخه کیږی ،اوپه هم هغه اندازی سره کیدی سی چې دپوځۍ میتودونوڅخه کارواخیستل سي اودنوروهیوادونو په سیمه یزو شخړوکې زیاتوالی به رامنځته سي .
دهستوی وسلو دپراختیااودمخنیوی اودمنځه وړلو په وړاندی دمبارزی نړیوال سازمان (سي‌ان ډي) ددی بیانی په پای کې لیکۍ اوزیاتوي : دقفقازپه سیمه کښې دغه نخښه نښانی په څرګنده توګه ددی خطرونوښکارندوی دی ،چې دشخړواوګرکیچ ډېرژرزیاتوالی اودپوځۍ ځواکونوګډون په سیمه یزوشخړواو آخ اوډب کې دا ټوله دیوناببره پراخه فاجعه امیزه جګړی درامنځته کیدو،دیولوی خطره څخه شمیرل کیدی سي .


(نوربیا،په درویشتمه برخه کې ادامه لري)


اخیځلیک :
د راوی نیوزاوقطره نیوز څخه
دانټرنیټ دفارسی سرچینو څځه ژباړونکی ؛ عزیزاحمد خوارمل