کور / تازه خبرونه / ننګرهار: د باچاخان ټرسټ مطبوعاتي غونډه ترسره کړل

ننګرهار: د باچاخان ټرسټ مطبوعاتي غونډه ترسره کړل

دجون په ۲۰ کال ۲۰۰۹ کې په ننګرهار کې دباچاخان دټرسټ دخيريه مرکز لخوادديوې غونډې اهتمام وشو، دغه غونډه دننګرهار دقومونواوقبايلودلوي رياست په کلوب کې ترسره شوه . په دې غونډه کې دننګرهاردقومونواوقبايلولوی ريس اومسولين ، دننګرهار داطلاعاتواوکلتوردرياست کارکوونکي ، په ننګرهارکې ټولو ژورنالستانو برخه اخيستي وه ، دغه راز دغې غونډی ته دکابل څخه ښاغلي عبدالرشيد وزيري ، سرورماموند هم رابلل شوي وه .


دغه غونډه دوه برخي لرلې .دغونډي په لمړی برخه کې په ننګرهارکې دباچاخان دکمپلکس دجوړيدودکار دپرمختګ په هکله دباچاخان دټرسټ رپورټ او په افغانستان کې دباچاخان دهلوځلودمقاصدو په هکله رابلل شوو ميلمنوته مفصل توضيحات اودپروګرام دوهم برخه کې دباچاخان دکمپلکس دکارپه هکله دژورنالستانوسوالونو ته ځواب ورکړشو .


دغونډي په پيل کې سيدعثمان سنجش ټولو راغلوميلمنوته ښه راغلاست ووايه او وروسته يی په ننګرهارکې دباچاخان دکمپلکس دجوړيدودکار دپرمختګ او د باچاخان ټرسټ د رپورټ په هکله رسنيوته توضيحات ورکړه اوزياته يی کړه چې باچاخان دا ارمان درلوده ترڅو په افغانستان کې دده په نامه د ټرسټ خيريه اداره جوړه شي او ددې په وسيله وکړي شي چې لراوبر افغانانو ته خدمت وکړي بلاخره دهغه ارمان د پوره کيدو په خاطر دافغانستان داساسي قانون دغوښتونوسره سم دباچاخان ټرسټ په افغانستان کې په رسمي ډول جوړاودهغې څانګه په ننګرهارکې په کال ۲۰۰۷ کې په رسمي ډول پرانيستنه وشوه

دغه ټرسټ يوغير سياسي ، غير دولتي خيريه اداره ده چې په نظرکې لری ترڅو دافغانستان دقانون مطابق لر او برو افغانانوته خيريه کارونه وکړي .


دباچاخان دمقبري دکمپلکس دپروژي په هکله وويل شو دغه کمپلکس دلمړي ځل لپاره دمرحوم ډاکټرنجيب الله په دوره کې شروع شوی وه چې وروسته دسياسي اونظامي ملحوظاتو په بنياد سره شاته وغورزيده ، مګريوځل بيا د باچاخان دټرسټ دهلوځلو په وسيله د جنورۍ په ٢٠ کال ٢٠٠٧ کښې د باچاخان د ١٩ تلين په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور ريس جناب حامدکرزی او دکوزي پښتونخوا نه راغلو ميلمنو په ګډون دمحترم اسفنديارولي خان ، دننګرهار محترم والي ګل اغاشيرزوی اونورو ښاغلو په ګډون پرانيستنه وشوه .

ددې پروژي کار اوس په عملي ډول سره پيل شوی چې هيله لرو په کاميابي سره ترسره شي ،

البته دافغانستان حکومت ، دننګرهاردولايت محترم مقام ددې پروژی دکار دپرمختګ په کارونو کې دباچاخان ټرسټ ته هرنوع اسانتياوي برابرکړي چې دستايني وړدي .


اما ددې پروژی مالي لګښت دباچاخان دټرسټ ، د خدايي خدمتګاروانو د مينه والو ، دمستقيم مالي مرستي په وسيله جوړيږي . په دې کمپلکس کې دده مقبره ، جومات ، پارک ، موزيم ، اوپه راتلونکي کې دمکتبونوجوړول شامل دي .


په دې مطبوعاتي کنفرانس کې دهغې خبر ترديد هم وشو کوم چې څو موده مخکې دافغانستان دمطبوعاتو لخوا خپورشوي وه (( چې د باچاخان په مزار د اوياميلونوامريکايي ډالرو مصرف لګښت دافغانستان دحکومت لخوا ترسره کيږي ))


په کنفرانس کې وويل شو چې پردغې مقبرې داوياميلونوډالرولګښت خبر حقيقت نه درلود اونه هم ددغې پروژي لګښت دومره ډير دی او نه هم دافغانستان دولت تراوسه ددې لګښت پرغاړه اخيستي د ژورنالستانو څخه غوښتنه وشوه ترڅو ددې خبر دتصيح کيدوپه خاطر خپل مثبت کردار ترسره کړي داځکه چې دغه خبر په افغانستان کې دباچاخان دټرسټ دمسولينو لخوا ورکړشوي نه وه .


دباچاخان دټرسټ مسولين د ټولو هغو غيری دولتي ادارو دکار ستاينه وکړه کوم چې دباچاخان ترنامه لاندی يی په افغانستان کی دقانون مطابق خپلې ادارې تاسيس کړي .مګر ددې ادارو د مسولينو څخه يی هيله وکړه ترڅو دخپلې ادارې دغوښتنو په اساس چې په افغانستان کی راجسترشوی خپل فعاليتونه مخکي بوځي .

او دباچاخان دټرسټ دفعاليتونو په هکله دي بيانونه نه ورکوي داځکه چې دغه ټرسټ په افغانستان کې ځان ته خپل مسولين اوکارمندان لري .


دغه راز په دې مطبوعاتي کنفرانس کې ښاغلي عبدالر شيد وزيري او سرور ماموند دباچاخان دمبارزي په مختلفو اړخونو خبري وکړي کوم چې دغونډي دبرخه والو لخوايي تودهرکلي وشو . هغه په ننګرهارکې دقبايلود لوی رياست دهمکاري نه هم مننه وکړه


دغونډی دوهمه برخه کې په ازاده فضا کې دژورنالستانوسوالونو ته ځوابونه ورکړشو

غونډه په ښه ماحول کې ختمه شو او وروسته ټول ژورنالستان دباچاخان دمقبري دکار دجريان دليدو لپاره دباچاخان مقبری ته لاړل اودمقبری دجوړيدو دکار تصويرونه يي واخيستل .