د ډاکټر اشرف غني سره د نيوزويک مجلې مرکه

د لراوبر اداره | جون 23rd, 2009


د نيوزويک مجلې ويب سايټ د جون پر ۲۰ مه د ښاغلي اشرف غني سره مرکه کړې ده. بشپړه مرکه به د جون پر ۲۹ مه گڼه کي خپره سی. خو د مجلې ويب سايټ د مرکې د مهمو ټکو لنډيز د “درنده او يا غل حکومت” تر غنوان لاندي خپور کړى دى. مرکه بشپړه ترجمه سوېده.


ماليې پخوانی وزير اشرف غني د اگسټ په انتخاباتو کي د جمهورريس حامد کرزي تر ټولو کانديدانو جدى او مخکښ کانديد دی. ښاغلی غني په امريکا کی عالی تحصيلات کړي دي او يو وخت د جهاني بانک يو عالي رتبه مامور وو. هغه په ۲۰۰۴ کي د کرزي حکومت پرېښود، ځکه د هغه په ګومان د کرزي حکومت فاسد او بېکاره دی. اشرف غني وايي کرزي له ده څخه لږ ترلږه سل ځله غوښتي دي چی د هغه په حکومت کي برخه واخلي، خو هر ځل يې بلنه ور رده کړې ده. د نيوزويک دوو ژورناليسټانو ران موريو او يوسفزى په کابل کي د ٦٠ کلن اشرف غني په کور کي مرکه کړې ده.


نيوزويک: حامد کرزی برحاله جمهورريس دی، او د حکومت ټول امکانات ورسره دي. بلخوا، امنيت ورځ په ورځ خرابېږي. ايا پداسي شرايطو کی خپل پيغام خلکو ته رسولای سئ؟


هو بلکل. د کرزي سياسي ايتلاف د طالبانو څخه مخکی حاکم ايتلاف دی. هغه داسی بې اعتباره خلک راغونډ کړي دي چی وطن ته يې هيڅ خدمت ندی کړی. يوه هم تقوا او امانتداري نه ښودلې، او نه يې هم په حکومت کولو کی کوم بريښ کړی دی. همدا وجه ده چي هر ورځ په سلهاوو خلک ماته راځي.


اياستاسو مطلب محمد قيسم فهيم دی چي همدا اوس کرزي خپل لمړی مرستيال نومولی دی؟


کرزى خپله د فکر او خيال خاوند ندی ځکه دا شان خلک خوښوي. هغه ليډرشيپ نلري، او نه هم د مديريت هنر او مهارت لري. کرزی يو بې پلانه سړی دی، او هرڅه چي کوي د سياسي معاملو او ورځني گوزران لپاره يې کوي. په کابل کی خلک وايي چي کرزي له ۲۳۲ کسانو سره د وزارتونو ژمني کړي دي، ۹۴۹ تنو سره يې د ولايتونو وعدې کړي دي، او له ۱۰۰۰ نورو سره يې د وزيرانو د مرستيالانو ژمني کړي دي. د جمهورريس حامد کرزي خبري او وعدې هيڅ وزن او اعتبار نلري. هغه د انتخاباتو د ګټولو لپاره د حکومت چوکۍ ليلام کړي دي. د کرزي له بده شامته افغانستان په ټوله نړۍ کي د فاسدو او چټلو حکومتونو په سر کي راځي.


ايا د هغه راتلونکي پنځه کاله به څه توپير و نه لري؟


نه. د هغو خلکو سره چي کرزي ايتلاف کړی دی، د هغوى په شتون کي هيڅ بدلون نه سی راتلای. په ۲۰۰۴ کی، کرزی زياتي رايي وګټلې. مګر وروسته يې د خلکو پر ارادې او رايو باندي ناړي تف کړې.


ايا د کرزي بيا انتخابېدل به افغانستان په ناکامه دولت بدل کړی؟


بلې هو. د کرزي انتخابېدل به موږ له سولي، اقتصادي انکشاف، او ثبات څخه محروم کړي.


ايا د کرزي بيا انتخابېدل به له ‌طالبانو سره مرسته ونه کړي؟


همدا طالبانو ته اخلاقی زور ، هدف، او اپيل ورکوي. طالبان ولس ته وايي چی بېرته هغه خلک پر اقتدار راځي کوم چی دوى د ١٩٩٠ په کلونو کي مات کړي وه. هغوى اصلا د حکومت کولو جوګه ندي. ايا د يوه وزارت هدف او مقصد د يوه سياستوال مړول او پړسول دي او که کار او خدمت کول دي؟


د طالبانو خطر څونه جدی دی؟


د افغانستان لپاره تر ټولو لوی خطر همدا درنده او فاسد حکومت دی. څرنگه او ولي طالبانو يو ځل بيا را ژوندي او را ښکاره سول؟ هغو افغانانو چي د عدالت، انصاف، اقتصادي انکشاف هيلي يې درلودې، هغوی اوس فکر کوي چی خيانت او غبن ورسره سوی دی.


تاسي همدا حکومت وروست او فاسد بولئ. تاسو به دا فساد څرنګه پاک کړئ؟


لمړی کار چي زه به يې وکړم هغه به په هرو دريو مياشتو کی د خلکو څخه د هغوی مقاماتو د کار او خدمت په باب پوښتنه کول وي. زه به يو داسي نظام جوړ کړم که چيری د يو ولايت خلک خپل والی او يا بل مامور ناکامه وګڼي، هغه والی به برطرفه کېږي.


د اقتصادی ستونزو په اړه څه واياست؟


زه غواړم چي لس داسی ملی پروژې عملی کړم چي د خلکو توجه ور جلبه کړي. زه غواړم چي يو ميلون نوي کارونه خلق کړم؛ يو ميلون نوي کورونه جوړ کړم؛ زه غواړم چي په راتلونکو پنځو کلونو کي ۲۰۰۰ نوي ميلونران شتمن خلک خلق کړم څو اوسنۍ ۲۵ شتمني کورنۍ د ملک هر څه انحصار نه کړي؛ او غواړم چي ۷۰۰۰۰۰ بې ځايه سويو افغانانو سره مرسته وکړم. د ماليې وزارت اعتراف کړی دی چي د ملی عايدو ٧٠ فيصده چي تېر کال ٨٠٠ ميلونه ډالره وو په حکومت کي د اداري فساد او اختلاس په وجه حيف و ميل کېږي.


کرزی غواړي چی د طالبانو سره خبرو ته کښېني. ايا تاسو د سولی لپاره پروګرام لرئ؟


اوس د کرزي ټول کارونه عبث او بابېزه دي. هغه غواړي چي غربيان وغولوي. افغانان نور د کرزي جديت او مديريت نه منی.


ايا طالبان د سولی لپاره مناسب ملګری دي؟


دا پدې اړه لری چی تاسو چا ته طالبان واياست. موږ مجبوره يو چی يوه واحده ملی ستراتيژی ولرو، نه د کرزي غوندي يوه خصوصي او شخصي ستراتيژي. کرزی يوه ورځ وايي: هو کې، زه خبری غواړم، او ملاعمر ته ضمانت ورکوي. بله ورځ همدا طالبان ټروريسټان او قاتلان بولي. زه خپله د مخالفانو سره خبری او روغه جوړه غواړم.

»

Copyright Larawbar 2007-2024