غزل
چې د لاس په لاس کی راکړلوجانانه
نیمایی لار کې می مه پرېږده ناځوانه
دا د میني راته څه ډول سوغات دی
چي د یار په بیلتانه یمه پرېشانه
ای جانانه که راځې نو غم د یوسه
چی په ژوند کې یمه ډېره سرګردانه
په زنګی کلیانو قلپ کله خلاصیږی
جدایی دې عشق کی نه غواړمه ګرانه
تا په عشق کی راته دښتی زرغونی کړي
اوس تورتم کی یمه ژاړم له ارمانه
غیاثي نور ژوند کومه ملا تړمه
داسی ژوند چی یې هر څه وی په اسانه