کور / شعر / دسروشنډو ژوول

دسروشنډو ژوول

 کـــه وفــــایــــې خندول کا ،نـورڅه نــــه کا
نــــو جــــفا یـــــې ژړول کا، نــورڅه نــــه کا


کـــه عاشق یې له هجران کاندي کوکاري
مــــعشوقې یــــې قتلول کا، نــــورڅه نــــه کا


کــــه زړګی یـې د منګول نــه دی په درېغه
دبـــــازانــــو  ورلــېږل کا،نـــورڅه نــــــه کا


کـــــه نقاب یې پرسپین مخ وي اچــــولــی
دخالــــونــوړنګـــــول کـا، نـــورڅه نــــه کا


که سرې شونډي ورنژدې کاندي په مینه
پـــــه غاښونویې ژوول کا،نــورڅه نـــه کا


کــــه رقیب یـې دهــــوس ماڼۍ لـــــه بولي
پـــــه ګــناکي  غرقول کا، نــــورڅه نــــه کا


دوفـــــــادشعربـــدرۍ پـــــــه نڅاراغلـــــــه
انځورونـه جـــوړول کا، نـــــورڅه نــــــه کا