کور / نثر / اېنديانا څوك وو؟

اېنديانا څوك وو؟

اېنديانا د امريكئ اصلي اوسيدونكي ؤ. دوۍ ډېر ښه خلك ؤ. د طبيعت سره ېي ډېره مينه وه. خپله استوګن سيمه ېي د خداى د غوښتنې سره سم د طبيعي ښكلا په مستۍ كې ساتله. د ونو او ګلانو په اننګو كې د رښتيا رنګ ښكارېده. دا مغرورې ونې بيا هم مسكېدلي. دوی له، دطبيعت كاڼي او بوټي لكه د خور او ورور په شان ګران ؤ. د اېنديانا بله ځانګړتيا داوه چې خپله خاوره ېي چاته نه پرېښوده، او هم ېي خپل مړي په اصلي ټاټوبي كې خاورو ته سپارل.
كله چې امريكه د كرستوف كولمپ له خوا كشفه شوه نو د اوروپا څخه ډېر سپين پوټكي امريكى ته ولاړل، دا ځكه چې د هغوۍ سترګى لا د اوروپا په شتمنيو باندې مړې شوي نه وى. كله چې دوۍ امريكى ته ورسېدل، نو بيا ېي د اېنديانا سره لاس په جنګ پورى كړ. اېنديانا ډېر مقاومت وكړ مګر اوروپايانو چې د صنعت نه بده استفاده كړيده ، په خپلو مودېرنو وسلو سره ېي بيا هم د قوي اېديانا قوت مات او ډېر ژوبل ېي كړل. شتمني ېي ورله تالا كړه. وروسته لا بيا ښې ځمكى ېي هم ترې واخيستلې او دوی ېي شړو ځمكو ته وشړل چې هلته هيڅ هم نه كرل كېدل. بل ظلم ېي په دى بېوزلو دا ؤ چې بچيان به ېي ترى د اوه كلنۍ نه وروسته اخستل او د مور او پلار نه ډېر لېرې په ښوونځيو كې شامېلول، او بيا به نو تر ېويشت كلنۍ پورې ېي خپل مور او پلار نه شول ليدلى.ددوۍ ښوونكي هم سپين پوټكي ؤ. ددې د پاره چې د خپل نژاد او كلتور څخه لېرې پاتې شي، د خپلواكۍ له احساس څخه ېي لېرې ساتل، چې د اېنديانا د يوالي مخنيوى وشي. كله چې سپين پوټكي ددى خاورى اوسيدونكي شول، طبيعت د صنعت او عصريت د لاسه مرور شو. د مغرورو ونو په اننګو باندې اوښكى روانې شوې، ګلونو كه ژبه لرلاى نو په كړيكو به ېي ژړلي واى.

د اېنديانا د پاچا وروستۍ خبره خپل ولس ته دا وه:
ّ كه وروستى سيند زهرجن شي، او وروستۍ ونه له منځه ولاړه شي، او ورستې كب (ماهي) ونيول شي، نو دوۍ له به ښكاره شي چې پېسې نه خوړل كيږيّ.