د وخت مينه
ورځني لوست پيلېدا ته لا څۀ نا څۀ نيم ساعت وخت پاتې و،نۀ پوهېږم د څۀ لپاره لۀ ټولګي څخه راووت زۀ ورته ځير وم، چې لۀ دويم پوړ څخه لومړي پوړ ته پۀ ګوزېدو و، خرامانه روان و.
خدای خبر کومو سوچونو پۀ مخه کړی و، چې ناساپه يې ټکروکړ. زرين هک پک اريان ودرېد، چې ويې کتل سترګې يې د يوې ښکلې پيغلې د دانه دانه ذلفو په ليدو وبريښېدي. د هغې د لاس کتابونه په پوړۍ کې داسې خواره واره ولوېدل، لکه د مني باد چې د چنارپاڼۍ رژولې او هر لورته يې خورې کړې وي. دغسې يوې نادرې او شوخې پېښې د زرين پر شونډو د چوپتيا مهر ولګوه، لکه بوت پر خپل ځای ولاړ و او مقابل لورې هم داسې ترهېدلې وه، لکه کوتره چې د ښکاري له ډز نه بچ شوې وي.
دواړو په يو بل کې سترګې داسې سره ښخې کړې وې ، لکه دوه غليمې خواوې چې پر يو بل د بريد کولو لپاره ماشه پۀ ګوته ناستې وي. په پوړۍ کې محصلين تېرېدل راتېرېدل هر چا دوې ته کتل، چې څه پېښه شوېده او که د فلم شوټنګ روان دی؟ کابل پوهنتون داسې ځای دی، چې څوک د چا پر کار کار نۀ لري. شېبه وروسته انجيلا پۀ داسې حال کې چې شونډې يې رپېدې، ښايي څۀ به يې ويل، خو غږ يې لۀ خولی راونه وته ، لکه خپسه چې پرې ناسته وي. په يو شواخون انجيلا خپل کتابونه راغونډ کړل او پرته له څه ويلو د خپل ټولګي په لور روانه شوه.
زرين هم بېرته راوګرځېد او له دلۍ دلۍ خيالونواو چورتونو سره خپل ټولګي تۀ ورننوته. زرين د افغانستان د يوې لرې کليوالې سيمې اوسېدونکی و، د خپلې سيمې له يوې لېسې څخه تر فارغېدو وروسته د کانکور پۀ ازموينه کې د کابل پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي ته بريالی شو. هغه پخپله سيمه کې د يوې غريبې کورنۍ ځوان و، پلاريې پرته لۀ يو څو پولواو پټيو څخه نور څۀ نۀ درلودل، هماغه و چې پۀ پوهنتو ن کې يې زده کړې پيل کړې.
زرين ته پوهنتنون يوه بله دونيا وه، د ښوونځي پر عکس دلته په پو هنتون او ټولګي کې ورسره په درجنو درجنو جنوکۍ هم پۀ زده کړو بوختې وې. وخت و تېرېده د لومړي سمستر ازموينې راورسېدې، زرين ورته ښۀ تياری نيولی و په پايله کې پخپل ټولګي کې دويمه نومره بريالی شو، د هر چا له خوا وستايل شو.
د څو ورخو رخصتيو پۀ تېرېدو دويم سمستر پيل شو. د پوهنتون چاپيريال او هلته چې څه تېرېدل په زرين يې ډېره اغېزه وکړه، ځکه هغه به ليدل چې د پوهنتون په بيلابېلو برخو کې هلکان او نجونې سره ناست وي، يارانې دې، مزی او چړچۍ دي.
يوه ورځ يې له خپل يوه ټولګيوال جواد سره خبره شريکه کړه، ورته يې وويل: ياره عجيبه کار دی دلته هر چا ځانته يوه انډيواله پيدا کړېده ورسره چکرې وهي او له تاسره مې هم يوه ليدلې ده، خو له ماسره څوک ان تش د خولې خبرې هم نۀ کوي انډيوالي خو پر خای پرېږده. جواد د زرين په دې خبره په کړس کړس وخندل او ورته يې وويل: د ظالم بچيه ته چې په پرتوګ او کميس کې ګرځئ او ږيره دې هم پرېښودې ده، ورسره دې سپينه خولۍ هم لکه القاعده پر سر کړېده تا چې خلک په پوهنتون کې پرېږدي هم لا ډېره ده.
د جواد دې خبرې زرين داسې تاو راتاو کړ لکه منګري ما ر ، چې چيچلې وي. د زرين شونډې په خوزېدو وې غوښتل يې چې څۀ ووايي، خو جواد پرې رامخکې شو او ورته يې وويل: زرين جانه زۀ منم چې کميس پرتوګ زموږ ملي ارزښتونه دي او خولۍ او او ږيره زموږ مذهبي مقدس ارزښتونه دي، خو دلته خبره بل ډول ده.
دلته نجونې هغه هلکان خوښوي، چې لوکس وي د ورځې په مود او ټيپ وګرځي که غواړې، چې انډيواله پيدا کړې، نو داسې کار وکړه چې اول خو به څو جوړه لوکسې دريشسانې واخلی نيکټايي ورسره او که خواشينی کېږي نه، نو ږيره او برېت به هم ورسره چټ او پټ کړې، بيا نو ګوره چې انډيواله پيدا کوې کۀ نۀ ؟ خو يوې خبرې ته دې پام وي ، چې دا انډيوالانې په ډبلو خرچو پالل کېږي.
زرين چې يو اړخ خپل کليوال ژوند ته کتل او بل خوا د ځوانۍ هوس نو په دوو کې حيران و، هغه د چا خبره يو خوا پانډ او بل خوا پړانګ و.
حالات داسې و چې دزرين نورو کليوالو ملګرو هم څه موده وروسته په پوهنتون کې درېشيانې واغوستې، ځينو خو يې ږيرې هم وخرېيلې، نو ده هم دا پرېکړه وکړه ، چې ځه مړه دلته به همداسې يم او چې کله کلي ته تللم يوه مياشت مخکې به ږيره پرېږدم . له يوه اشنا هټۍ وال نه يې پيسې پور کړې او هماغسې يې وکړل، چې جواد ورته ويلي و.
ميوند د زرين بل کليوال و، هغه به دی تل له دغه ډول کارونو څخه منع کاوه، ورته ويل به يې دا کارونه مه کوه ما غوندی د يوه غريب سړي زوی يې، پلار خوار دې په مزدورۍ ګټي او ته يې دلته څه ډول مصرفوې، دا کارونه نتيجه نه لري، خو زرين د پوهنتون د جنو کيو دا د کوناټو پرسر لنډو کميسونو ، لکه له چرګ نه چې لکۍ وباسی داسې مست کړی نه و، چې د ميوند خبرو به لارې ته راوستې وی. يوه شپه ورته جواد په ليليې کې ږيره او برېت په خپل ماشين وخرېيل او پۀ ويښتانو خو يې لا له پخوانه ګوتې وهلې وې. سهار وختي له خوبه پاڅېد، د مرکزي ليليې د تشنابونو په يخو او بو يې ځان ومينځه، دريشي ېې له نيکټايي سره واچوله. اوس نو زرين هغه د بانډې زرين نه و، د هغه جګه پزه ، غټې سترګې ،د هغه د مخ له ګرد ټيکلي سره داسې روښانه مالومېده لکه د باليود فلمونو لوبغاړی، له نورو ملګرو سره يوځای د پوهنتون په وره ورننوته .
هر څوک خپل پوهنځي ته ولاړل زرين هم په ډېر غرور خپلې پوهنخۍ ته ورننوت ، دومره په هوا و چې له انجيلا سره يې په پوړۍ کې ټکر وکړ. لۀ دغې پېښې وروسته د انجيلا خوږو ستر ګو، غونډ منډمخ، نری ملا په يوه څنډه د ويښتانو اړولو د زرين له سترګو خوبونه تښتولي و.
د دونيا هر کار ترې پاتې و، له ډېرو هڅو وروسته يې د خاله ( I love you ) په رويبارۍ له انجيلا سره ديارانې مزی وغزوه ، ناسته پاسته پيل شوه. دوی دواړه يو د بل په مينه کې سره دومره ورک شول، چې د سها راته بجې به د پوهنتون کتابتون ته ورننوتل، نو په يوه بجه ترې راوتل، هغه هم د بر ګر يا چپس خوړلو لپاره.
ددوې د يارانې اوس نږدې دوه کاله تېر شوي و. د زرين پلار هم تر دي دمه د زرين د مصارفو پوره کولو لپار د خلکو ډېر پورړی شوی و، پلار ته به يې ويل کابل کې ګوزاره ګرانه ده، کتابونه ، کتابجې ، نوټونه دا هر څه پخپلو پيسو رانيسو، کله کله خو په ليليې کې هم دېګ په خپلو پيسو کوو. پلارخوار يې ددې لپاره ، چې د بې سوادۍ دوپړ وهلی و، هر ډول سختې يې پرځان منلې،خو چې زوی يې زده کړې وکړي .اوس انجيلا او زرين دواړه د ژورنالېزم پوهنځې په درېيم ټولګي کې و، توپير صرف دومره و، چې يو په درېيم الف او بل په درېيم ب ټولګي کې و.
زرين څو څو ځله خپلو ملګرو ته د انجيلا د اخلاقو د هغې د نرم خوی او مهربانۍ پۀ اړه ويلي و، چې په همدغه لړ کې يې انجيلا ته هم څو ځله د کوزدې خبره تر غوږ تېره کړې وه، هغې ورته صرف دومره ويلي و، چې لۀ پوهتنون څخه فارغ شو بيا به ددې خبرې تړون کوو، او زه خو ستا يمه ته مه وارخطا کېږه. زرين هم د همدغې ورځې د راتګ شيبې شمېرلې، کله کله خو به يې له ځان سره ويل ، چې له خيره څلورمياشتې پاتې دي که خدای فارغ کړم اوس خو نو د مطبوعاتو اورسنيو ډګر هم ښه تود دی ،په يوه راډيو يا تلويزيون کې به دنده واخلم، د ډالرو معاش به وي، زما چاره هم پرې کېږي او پلارته به مې هم لېږم. کله به يې ويل ، چې انجيلا هم کار وکړي او زه هم بس که خير وي په لږه موده کې به دډېرې هستۍ خاوند شم. په همدغو چورتونو کې به کله کلی او بانډه ورپه ياد شوه ويل به يې : نه نه خلک به څۀ وايي چې پلانکی په خپله ښځه کار کوي څونه بېغرته دی ، يواځې زه کار کوم د خلکو پېغور ځانته نه پرېږدم. د څلورم ټولګي د اخري سمستر ازموينې تېرې شوې، د ژور نالېزم پوهنځي رياست د همدغه کال د فارغو شوو محصلينو د فراغت په اړوند د کابل ښار په ستاره هوټل کې غونډه ونيوله، په غونډه کې له تشريفاتي خبرو ا وسپارښتنو وروسته محصلينو ته بري ليکونه ورکړل شول. له هر لور نه د محصلينو انځورنه اخيستل کېدل، زرين او انجيلا هم لۀ مېز نه اوچت شول خپلو ټولګيوالو ته يې مبارکۍ وويلې، دوی دواړه ګوښې ولاړل ، په خبرو خبرو کې زرين انجيلا ته په خواږه او موسکا انداز کې وويل: زه به له خيره درې ورځې وروسته ددې خبرې لپاره څوک ستاسو کورته در وليګم، انجيلا په مغرورانه انداز وويل چې ته بايد له دې خبرې نه تېر شي دا کا رنه کېږي.
زرين ددې خبرې پۀ اورېد داسې هک پک شو، لکه د لومړي ځل لپاره يې چې انجيلا سره په پوړيو کې ټکرکړی و. په ډېرې خوارۍ يې ځان خبرو ته را جوړ کړ ويې ويل:
_ ولې اخر څۀ خبره ده؟ ما خو دا درې کاله ستا پۀ نوم انتظار کړيدی، ستا پر سر مې لۀ هر څه نه ځان خلاص کړ، له تاسره مې مينه کړېده ، نه نه هيڅکله داسې نه شي کېدای ، زه به په مرګ هم له تانه بيل نه شم . لکه غومبسو چيچلي تاو راتاو شو، شونډې يې وچيچلې او دا الفاظ يې له خولې ووتل:
_ او خدايه داڅه وشول، داڅه ډول تقدير او برخه ليک دی، انجيلا اخر زه به خپلو ملګرو ته څۀ وايم؟ انجيلا ورته وويل: ګرانه هغه زما د وخت مينه وه، هېره يې کړه ، دوه ورځې مخکې زه مې د ترور زوی سره ، چې په استرليا کې اوسېږي نامزاد شوې يم .
احـمدشاه بابا مېنه
( يوه ښځه ده کابل پوهنتون کې ګرځي د محصلينو تر مينځ پۀ دوو روپيو رويباري کوي، په خاله ( I love you ) مشهوره ده.