کور / تازه خبرونه / حمید زاده : له نوماندو سره د امریکا دسفیر کتنو اندېښمن کړي یو.

حمید زاده : له نوماندو سره د امریکا دسفیر کتنو اندېښمن کړي یو.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند همایون حمیدزاده وايي د امریکا دسفیر کارل ایکنبیري له هغو کتنو په اړه اندېښنه لري چې پدې وروستیو کې یې د ولسمشرۍ له ځېنو کاندیدانو سره کړي.
حمید زاده وویل د ایکنبیري لیدنې که د نوماندو د پلانونو نه د ملاتړ یا تایئد په اړه وي نو دا د افغانستان له حاکمیت نه سرغړونه ده.
هغه وویل که دا کتنې د شفافه ټاکنو په اړه وي نو د افغانستان حکومت ورسره کومه ستونزه نه لري.
همایون حمید زاده وویل له کاندیدانو سره د کارل ایکنبیري د کتنې موضوع د کابېنې په غونډه کې هم یاده شوې، هغه وویل کابینې پرېکړه کړې چې ټول سفیران د امریکا د سفیر په شمول باید د بهرنیو چارو وزارت د دا ډول کتنو نه په جریان کې واچوي.
د ولسمشر ویاند څرګنده کړه چې پدې اړوند یې رسمي اطلاع د امریکا سفارت ته ور کړې.
د امریکا سفیر په دې وروستیو کې د جمهوري ریاست له درېیو کاندیدانو اشرف غني احمدزي، عبدالله عبدالله او میرویس یاسیني سره لیدلي، هغه ویلي له دغو کتنو نه یې هدف دا دې ترڅو وښيي چې امریکا د کوم ځانګړي کاندید نه ملاتړ نه کوي.