د کرزي نارې ولې پورته شوې؟

د لراوبر اداره | جون 23rd, 2009


د سه شنبې په ورځ يانې د سرطان پر دويمه د کرزي يوه وياند همايون حميدزاده په يوه غونډه کې د امريکا د سفير پر وروستيو کتنو انتقاد وکړ چې له اشرف غني احمدزي، ډاکټر عبدالله عبدالله او ميرويس ياسيني سره يې درلودې.
 
کرزى صاحب چې د افغانستان د اشغال سمبول او يوه مداري څېره ګڼل کېږي، تر دې مخکې ولې د بهرنيانو پر کتنو انتقاد نه کاوه، دغه بهرنيان به، پرته له دې چې افغان چارواکي يې له سفر او پلانونو خبر واى، بېلابېلو ولايتونو ته تلل له خپلو عسکرو سره به يې کتل، وروسته به په خپله الوتکه کې کښېناستل او خپلو هېوادونو ته به تلل، هغه وخت ولې کرزي د کوم قانون او اصولو خبره نه کوله؟ نه د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا خبره مطرح وه؟؟!!
 
ښاغلي کرزي د امريکا د سفير د کتنې په اعتراض د کابينې په وروستۍ غونډه کې د بهرنيو چارو وزير ته هم سترګې سرې کړې او امر يې ورته وکړ چې دا مسئله دې وڅېړي، ښاغلى کرزى چې يوازې پر واک د پاته کېدو خيال او هوا لري، حيران دى څنګه د خپلې بقا لپاره معاملې وکړي او لارې چارې ورته برابرې کړي.
 
کرزي صاحب د زرګونو بېګناه انسانانو پر وژنې يوه ورځ هم د زړه له اخلاصه افسوس ونه کړ، يوازې يې د مکر اوښکې تويې کړې، خو که حقيقت ووايو يو ولسمشر اوښکې نه تويوي، بلکې د نر غوندې اقدام کوي، په تېرو کلونو کې زموږ ولسمشر يوازې د خپل مطبوعاتي دفتر په مرسته د يوې اعلاميې په خپراوي، د پېښو او وژنو غندنه وکړه يا يې د پلټنو غوښتنه وکړه. خو هغه پلټنې چې اوس هم روانې دي او روانې به وي… په عملي ډګر کې چا کرزى ونه ليد چې د کوم بېګناه انسان قاتل ونيسي، محاکمه يې کړي او حساب و کتاب ورسره وکړي. د بهرنيانو په بمباريو کې په سلګونو بېګناه خلک ووژل شول، کوم امريکايي عسکر محاکمه شو؟
 
د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان خو په نره وويل چې د بالابلوک د پېښې عاملين به محاکمه نه شي، خو د حيرانۍ ځاى دى ولسمشر د امريکا د هغه اقرار هرکلى وکړ، چې ويلي يې دي، په بالابلوک کې يې په بمبارۍ کې ځينې بېګناه خلک وژل شوي دي. افغان ولسمشر ته د امريکا دغه بېشرمانه اقرار کافي ښکاري.
 
کرزى صاحب!
 
د بالابلوک ولسوالۍ د شهيدانو وينې لا وچې نه وې، چې تا په ټاکنو کې د بريا لپاره بېلابېل وزارتونه او نورې څوکۍ مخکې له مخکې په تور بازار کې ليلام کړې، له چا سره دې د ولايت د جوړونې ژمنه وکړه او چا ته دې د مرستيالۍ يا مشاورۍ ژمنه ورکړې ده. واک د چا لپاره غواړې؟ د پښتنو د نسل ختمولو او د افغانستان د بربادۍ لپاره؟
 
نن چې د امريکا سفير ستا له څو کانديدانو سره وکتل چيغې دې پورته شوې، په هغه ورځ چېرې وې چې همدغو وحشي امريکايانو ستا د وطن بېګناه ماشومان او ښځې په بمونو وژل، هغه وخت دې خوله او ژبه وه؟ شعور دې درلود؟ بې غيرتي او چاپلوسي هم خپل حد لري، خو دومره هم نه لکه خلک چې يې اوس بېلګې ويني.
 
زما د هېواد ولسمشر چې ټوله شخصي پانګه يې لس زره ډالرو ته رسېږي، نن يې په انتخاباتي کمپاين کې تر ټولو غټ عکسونه په کابل او نورو ولايتونو کې لګېدلي او د مرستيالانو يې هم ډېر مجلل او لوى عسکونه د ښار په هره برخه کې په هره برخه کې تر سترګو کېږي.

»

Copyright Larawbar 2007-2024