کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / منصرف کېدونکي کانديدان دې محاکمه شي

منصرف کېدونکي کانديدان دې محاکمه شي

د ١٣٨٣  کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې  ١٨ کانديدان سيالۍ ته راووتل  ، دغې شمېرې ولس ته  په انتخاب کې ستونزه جوړه کړه او د ر ايو دپاڼود چاپ لګښت هم لوړ شو.
 خلکو داسې فکرکاوه چې هغه لومړى ټاکنې وې ، ر اتلونکيو ټاکنو کې به دغه شمېر ه ټيټه شي په دغه سوالګر ولس کې به د اصراف مخه ونيول شي ،  خو د ټولټاکنو د کميسيون لومړي لست وښود ه چې د قدرت او نوم نشه د تېر په پرتله دوه چنده شوې ده .
د کانديدانو په لومړنۍ نوملړ کې چې د غويي په وروستيو کې خپور شو  د  ٤٤ تنو نومونه شامل و ، چې وروسته ترې درې   لر ې کړاى شول .


 د  انتخاباتو کميسيون په دې موخه چې د لومړنيو ټاکنو ستونزې تکر ار نه شي ،   کانديدانو ته يې د غويي له ٢٦مې تر  يوې مياشتې پورې  وخت ورکړچې غواړي نو انصراف دې وکړي   او بيا وروسته نهايي نوملړ خپور شي .


 خو په دې يوه مياشت کې د کانديدانو له سره د قدرت او نوم نشه لاړه نه شوه ، هماغه شان  خمار وو تر څو چې د غبرګولي په  ٢٣مه وروستى لست هم خپور شو .


د  کانديدانو خمار هغه مهال مات شو چې کله يې ځانونه يواځې وليدل او  لګيدلي عکسونه يې شليدلي وليدل .
دوى شايد په دې هيله و چې په دغه موده کې به ورسره کوم ځواکمن کانديد معامله وکړي د وزارت او ولايت څوکۍ به ورکړي خو د دوى شمېر د وزارتو او ولايتونو له   څوکيو هم لوړ و ، نو ځکه ورسره معامله ونه شوه .


 اوس چې ټاکنو ته ايله يوه مياشت پاتې ، داسې اوازې دي چې  ځينې کانديدان غواړي لاس په سر  شي .
دغه خبر ه د هغو   شاوخوا ٢٠  کانديدانو په غونډو کې کېږي چې  هره اونۍ په کابل ښار کې خبريالان را ټولوي او همدا وايي چې کېداى شي په يوه کانديد سلا شي .


  شايد ځينې نور هم  له کانديدۍ تېر شي خو ايا اوس به کومه ګټه وکړي ؟؟


نه ، ځکه چې اوس د ولسمشرۍ د ټاکنو د رايې ورکونې ١٨ ميليونه پاڼې په لندن کې چاپ شوي چې لومړى محموله يې تېره اونۍ کابل نړيوال هوايي ډګر ته را ورسېده .


يو دروند لګښت شوى دى ، که دوى تېر هم شي نو عکسونه او نومونه به يې د رايې ورکونې په پاڼو کې وي او رايه ورکونکي به سرګردانه کړي .


 هر ه کړنه  يوه سرچينه لري ،  په هېواد کې اداري فساد ، بې ځايه جرئت او د خلکو په برخليک لوبې کول هم يو لامل  لري او هغه داده چې په دې و طن کې پوښتنه نشته .


  په تېرو درېيو لسيزو کې ډېرو اشخاصو او ډلو ټپلو ددې هېواد په برخليک ملنډې ووهلې او لا وهي يې خو هيڅ پوښتنه نه شته .
   په تېرو اتو کلونو کې ددغه ملت په نوم په ملياردونو ډالر شخصي جيبونو ته لاړل خو چا پوښتنه ونه کړه او …
 خو هر وخت ، سر وخت وي ، که اوس هم  پوښتنه ونه شي نو  دغه لړۍ به همداسې روانه پاتې شي . 
   دا سمه ده چې د  اساسي قانون له مخې هر  افغان چې ځانګړي شرايط  پوره کړي ، حق لر ي چې ځان کانديدکړي خو لږ له ځانه سره هم فکر په کار دى او د وجدان په تله کې د ځان تلل په کار  دى .
 دغه کانديدان چې  هميشه د بهرنيو هېوادونو د نظامونه په اړه غږيږي او په دې توګه ځانونه هوښيار معرفي کوي ، ايا دوى د بهرنيو هېوادونو د انتخاباتو په اړه هم معلومات لري ؟
   وګورئ!
 ايران ، شاوخوا ٧٠ ميليونه وګړي لري  ، ډېر  هوښيار  او علمي کسان په کې شته خو سږ کال په دغه  هېواد کې د ولسمشر ۍ ټاکنو ته يواځې څلورو تنو ځانونه کانديد کړي وو .
 دغه راز  د امر يکا متحده ايالات چې شاوخوا ٣٠٠ ميليونه وګړي لري   ټاکنو ته يې يواځې دوه کسان ودرېدل او …
  د هېواد د ټولټاکنو د کميسيون مشر د کانديدانو د لست له خپراوي وړاندې ويلي و چې دوى ته داسې کسان هم د نوم ثبتولو لپاره ر اځې چې بايد علي آباد شفاخانه کې بستر  شي .
  خو چې اوس هم د خپلو ځينو کانديدانو تلويزيوني بحثونه اورم  نو ماته د همدغه چار واکي خبره رښتيا ښکاري .
 زموږ ځينې ټلويزيوني شبکې په نورو هېوادونو  کې هم د ليدنې وړ دي ، ډېرى بهرنيان هم زموږ ټاکنې له نږدې څاري او کله چې هغوى دغه شان خبرې اوري نو زموږ ولس به ورته څومره د قحط  الرجال  په نار وغۍ ککړ ښکاري .
 په هر صور ت که د چا خوښه وي او که نه وي ، په هېواد کې به د ټاکنو تمرين جاري وي ، خو ددې لپاره چې ر اتلونکي کې در انه لګښتونه ونه شي او خلک د کانديدانو په انتخاب کې    سر ګر دانه نه شي ، بايد د کانديدانو لپاره  شر ايط سخت شي .
 دغه شان هغه کانديدان چې اوس انصراف غواړي بايد د محاکمې ميز ته راکش شي او هغه تاوان ترې  وغوښتل شي چې ددوى د نومونو له کبله د رايې ورکونې په پاڼو راغلى دى .
    محمد نعمان دوست ، کابل
        د چنګاښ ٢٩مه