بغداد: چاودني ٥٥ کسان مړه او تر ١٠٠ ډېر زخميان کړل

34 | جون 25th, 2009


 

د عراق د کورنيو چارو وزارت وايي په بغداد کي چاودني تر ١٥٠ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د کورنيو چارو وزارت په وينا دغه چاودنه د ښار په يوه مارکېټ کي سوې چي قربانيان يې ټول ملکي کسان دي.

په چاودنه کي ٥٥ کسان مړه او ١٠٠ زخميان ښودل سوي دي، چي د ډاکټرانو په وينا ښايي د مړو شمېر تر دې هم ډېر سي.

Copyright Larawbar 2007-2024