خبرې کوو ولې د هغه چا سره نه … چې سکولونه مو سوزوي

د لراوبر اداره | جون 24th, 2009



خبرې کوو ولې د هغه چا سره نه ، څوک چې خلق حلالوي يا سکولونه مو سوزوي ـ وزير اعلی اميرحېدرخان هوتي



ښاغلی امير حېدرخان هوتي صوبائئ اسمبلۍ په بجټ باندي تقرير کوي



د پښتونخوا صوبې وزير اعلی ښاغلي اميرحېدرخان هوتي وئيلي دي چې مونږ سياسي خلق يو ، په جرګو مرکو يقين ساتو ولې د هغه چا سره به نوره هيڅ خبره اتره نه کيږي څوک چې زمونږ بچي حلالوي ، اسکولونه اؤ مکتبونه راله په اور سوزي اؤ د وطن تباهۍ او بربادۍ ته ئې بډې راښکلي دي ـ



داخبرې ښاغلي اميرحېدرخان هوتي پرون صوبائي اسمبلۍ ته په خپل خطاب کښې کولې ـ په دې تقرير کښې وزيراعلی د سرکاري چارواکو تنخاګانې د ١٥٪ په ځائې د ٢٠٪ اضافې اعلان هم وکړو ـ




دوۍ وئيل چې مونږ د اپوزيشن مشورو ته همېش درناوے ورکړےدے ولې بايد دا يادګېرنه هم اوشي چې مونږ دا وخت په حالت جنګ کښې يو ـ مونږ د يو داسې شورش سره مخ يو په کوم چې د کلونو کلونو نه سترګې پټې کړل شوې وې ـ ده زياته کړه چې لکه څنګه چې مونږ د ملک دشمنه خلقو سره په جنګ يو ، نو په دې جنګ خرڅ هم کيږي ـ ده وئيل چې ددې جنګ په نتيجه کښې په لکهونو خلق بې کوره شو ـ ددوۍ مدد خو هرچا کړے دے ولې هرچا چې دوۍ له په خپلو کورونو حجرو کښې د استوګنې ځايونه ورکړي دي ، هغوۍ کمال کړے دے او د ستائينې وړ دي ـ د مالاکنډ دا متاثره خلق د ډېرو تکليفونو باوجود په دې خوښ دي چې د وسله والو خلاف دا اپرېشن دې خپل منطقي انجام ته اورسول شي ـ دوۍ زياته کړه چې دا هرڅه په خپل ځائې ولې د اپرېشن نه وروستو د مرستې ، بيا آبادۍ اؤ د ترقياتي کارونو مرحله ډېره مهمه ده ـ دا مرحله هم زمونږ له پاره د يو چيلنج نه کمه نه ده ـ ولې چې مونږ له نه صرف دا چې خلق بيا ابادول دي بلکه د بيا ودانۍ سره سول انتظام اؤ عدالتي نظام هم بحالول دي ـ



وزيراعلی وئيل چې د مرکز له طرفه صدر اؤ وزيراعظم ډاډ راکړے دے چې د بيا ودانۍ ټولې هلې ځلې به صوبائي حکومت پرمخ بيائي ـ ده وئيل چې په مالاکنډ کښې د شرعي نظام عدل فېصله مونږ د اولس په غوښتنه کړې ده اؤ ددې نظام په ټولو دفعو به عمل کولے شي ـ


ښاغلي اميرحېدرخان هوتي مخکښې وئيل چې هرحکومت غواړي چې د نوي ترقياتي کارونو پراجيکټونه راوړي او ددې د پاره کله کله دوۍ زاړه اسکيمونه د مېنځ نه يوسي ولې مونږ ددې پالېسۍ په ځائې په روان کال کښې د لسو اربو روپۍ د نوؤ او ١٧ اربه د جاري کارونو د پاره ورکړې وې اؤ مخې کال د پاره مو ٧.٦ اربه د نوو اؤ ٢٤.٩ اربه ورپۍ د روانو منصوبو د ترسره کولو لپاره په دې هيله ايښودې دي چې دا کارونه په وخت سر ته اورسي ـ وجه داده چې مونږ يو ډسپلن قائمول غواړو ـ دوۍ مخکښې وئيل چې د روان مالي کال په بجټ کښې مونږ د ترقياتي کارونو د پاره په بجټ کښې ٢١ فيصده اضافه کړې وه اؤ د مخکيني کال د پاره دا اضافه ٢٣.٧ فيصده ده ـ ده وئيل چې په غربت کښې د کمي د پاره د تېرکال د يو اربه روپو په ځائې سخکال مونږ په بجټ کښې ٤.٦٦ اربه روپۍ اېښودي دي ـ دوۍ دا هم اووئيل چې په پبلک سيکټر ترقياتي پروګرام کښې هسې خو مونږه لس اربه روپۍ ښودلي دي ولې نېغ په نېغه اؤ بلواسطه طريقه باندې صوبې ته به د مرکز د طرف نه پنځوس اربه روپۍ ورکول کيږي ـ په دې باندې به اته درميانه ډېمونه ، د سوات ترقياتي پېکېج ، د زرو پرائمري اسکولونو نوې وداني چې په دې کښې اووه سوه د جينکو اسکولونه او درې سوه د هلکانو اسکولونه شامل دي ، کيږي ـ دوۍ وئيل چې مرکز چې به کوم فنډ مونږ ته د ترقياتي کارونو لپاره راکوي ، په هغې به بې نظير اسپتال ، ټانک زام ، د ماشومانو اسپتال ، برن اېنډ ټراما سنټر ، سدرن بائي پاس ، نوښار ـ نظام پور روډ ، په پېښور کښې يوولس سورنګي لارې ، د سرکونو د مرمت د پاره درې اربه روپۍ ، په سوات او دير کښې د اسکولونو د مرمت د پاره فنډ ، لکي مروت ، سوات ، چارسده اؤ چترال کښې د کېډېټ کالجونو رغوڼه ، عبدالولي خان يونېورسټي ، باچاخان مېډېکل کالج ، د مالاکنډ د پاره د درېو اربو روپو سيکورټي پېکېج اؤ د آراوزيز د پاره د چوکاټ رغوڼه شامل دي ـ ده وئيل چې کوم ټېکسونه مونږ لګولي دي ، د هغې نه به په عام تن څه قسم بوجهـ نه پرېوځي ـ



وزيراعلی وړاندې وئيل چې په پنځه مرلې کورونو باندې مونږ ټېکس نه دے لګولے ورسره ددې ١٣ کروړه روپۍ بقاياجات هم مونږ معاف کړي دي ـ مونږ د سرکاري ملازمانو په تنخاګانو کښې د مرکز په شان شل فيصده اضافه کړې ده ـ



دوۍ وئيل چې مونږ په صوبه کښې د پوليسو بنيادي تنخاګانې يوه په دوه زياتې کړي دي اؤ هغه پوليس يا سرکاري ملازم چې چې شهيد شي نو د هغوۍ کورنۍ ته به د پنځه لکهو روپو په ځائې اوس پنځلس لکهـ روپۍ ورکوو ـ ددې نه علاوۀ دشهيد يو زوئے به بهرتي کيږي اؤ يو پلاټ به ورته هم ورکول کيږي ـ د شهيدانو د بچو تعليم به د يونيورسټۍ پورې مفت وي ـ



ښاغلي اميرحېدرخان هوتي وئيل چې مرکز د سيکورټۍ په مد کښې مونږ ته ٢٤ اربه روپۍ راکوي چې په دې باندې به مونږ پوليس ، ايف سي اؤ فرنټئر کور نه علاوه ليويز هم توانوو ـ دوۍ له به جديد الې اخيستل کيږي ـ دوۍ وئيل چې په مالاکنډ کښې به د پوليسو شمېره يو په دوه کول کيږي ـ ددې سره به د سوات د پاره يو داسې فورس هم جوړيږي کوم چې به په دوه نيم زره پخوانو فوځيانو مشتمل وي ـ سره سره ددې به د کيمونټي پوليسنګ تجربه هم کيږي ـ دا به اووه زره کسان وي اؤ ددوۍ هر يو تن ته به لس زره روپۍ د مياشتې ورکول کيږي ـ ده وئيل چې په صوبه کښې هم مونږ ايليټ فورس د رغوڼې سره سره ايف سي هم مضبوطول غواړو ـ



ښاغلي اميرحېدرخان وئيل چې په بجټ کښې مشکلات هم راپېښ وو ولې چې مونږ په حالت جنګ کښې يو ـ ده وئيل چې مونږ د داسې خلقو سره هم مذاکرات کړي دي چا چې خودکشه جيکټونه اغوستي مونږ ته مخې ته ناست وو ـ ولې په جرګه مرکه ددې خلقو په هلوځلو کښې څه کمے رانغلو ـ يو خوا ئې مونږ سره د سوات په اړه مذاکرات کول اؤ بل خوا دوۍ دير اؤ بونېر ته هم ننوتل ـ ده وئيل چې دې خلقو هغه کارونه اوکړل چې نه خو اسلام د هغې اجازت ورکوي اؤ نه انسانيت ـ ده وئيل چې مونږ د خبرو اترو نه تښتو نه ولې د هغه کسانو به په مېدان مقابله کوو څوک چې قام دښمنه دي اؤ څوک چې اسکولونه تباه کوي اؤ بچي مو حلالوي ـ په دې مقابله کښې مونږ هرڅه ته تيار يو ـ ده زياته کړه چې اولس دا خلق پېژندلي دي او د وطن په دې جنګ کښې به مونږ ټول د همت ،حوصلې او صبر او زغم نه کار اخلو ځکه چې وطن وي نو بيا به سياست هم کيږي اؤ نظريات به هم پلي کيږي ـ


زاهد بونېرے – پېښور


٢٣ جون کال ٢٠٠٩ء

Copyright Larawbar 2007-2024