کور / تازه خبرونه / اوس هم ملک د مارشلاء غوندي حالت کښي دئ

اوس هم ملک د مارشلاء غوندي حالت کښي دئ

محمودخان: اوس هم ملک د مارشلاء غوندې حالت کي دئ


داّل پارتيز ډيموکراټيک مومنت كنوئير محمودخان اچكزى وئيلى دى چي موږ به هغه پورې انتخاباتو كښې برخه نه اخلو څو پورې اّئين خپل اصلى شكل كښي بحال شوی نه وى او پرويزمشرف مستعفى اودپى سى او لاندې سوګند نه پورته كوونكى ججان بحال شوى نه وى .


دهْ ووئيل چې دبينظيربټو دوژنې تحقيقات هغه پورې كله هم شفاف نشى كيدآ څو پورې چې دافتخارمحمدچوهدرى په مشرۍ كښې پاكستان كښې انقوائرى كميشن جوړ شوی نه وى دهْ زياته كړه چې په 7 جنورۍ به ګرد هيواد كښې داحتجاج ورځ لمانځلآ شى او ډير زر به دحكومت خلاف ديو لوئې تحريك اعلان كولآ شى


اچكزى زياته كړه چې اآ پى ډى ايم كښې ټولې پريكړې مشاورت سره كولې شى او هيڅ يوه پريكړه په جلدۍ نشى كولې تيره ورځ دهْ خصوصى خبرو كښې ووئيل چې پرويزمشرف دايمرجنسى پورته كولو او داّئين دبحالۍ چې كوم اعلان كړی و هغه سراسر دوكه وه ولې چې اوس هم ملک دمارشلاء غوندې حالت کي دی او دپى سى او لاندې څوګند نه پورته كوونكى ججان اوس هم خپلو كورونو كښې نظر بند دى


دهْ ووئيل چې حكومت انتخاباتو كښې چې كومې نتيجې ترلاسه كول غواړى دا وړاندې نه مرتب كړآ شويدى .