کور / تازه خبرونه / چا ويل چي افغان حاجيان ګـدايي کوي ؟

چا ويل چي افغان حاجيان ګـدايي کوي ؟

په سعودي عربستان كښي افغان حاجيان او د بعثه چارواكي هغه اوازې او ګنګوسې ردوي كومي چي ځينو سرچينو ويلي چي افغان حاجيان په حرم شريف کښي ګدايي كوي .


حاجي عبدالله  چي دمكي مكرمي دجرول په سيمه كي اوسيږي  وايي چي دوي ته له افغانستان څخه يوشمير خلګو تليفونونه كړي چي افغان حاجيان ګدايي كوي .


نوموړي وايي چي زه به كلكه دغه اوازې ردوم او هيڅ افغان تراوسه نه په حرم شريف كي اونه هم په نوروسيمو ګدايي كړي ده .


نوموري لر او بر ډاټ کام ته وويل چي شته دي داسي كسان چي يايي پيسي خلاصي شوي اوياهم كيسه بورانو يي جيبونه وهلي ولي له هغوي سره دنورو حاجيانو مرستي شته اوله هغوي سره مرستي كوي او پيسي وركوي .


نوموري ويل چي تراوسه يي نه ليدلي اونه يي اوريدلي چي كوم افغان دي ګدايي كړې وي .


دغه راز د حاجي عبدالسلام به نوم يو بل حاجي چي دپنجشير اوسيدونكي دئ وايي   چي دريبخش په سيمه كښي 13000 حاجيان اوسيزي خو تر اوسه پوري يي داسي حاجي نه دئ ليدلئ چي ګدايي يې كړې وي .


نوموري وويل چي يوشمير حاجيان بې خرڅه شوي وو ولي هغوي له نورو افغانانو حاجيانوڅخه پــور اخستي وو .


په مكه مكرمه كي دبعثي كميټې مشر مولوي اسرارالحق هم وايي چي د يو شمير غرض لرونكي او فتنه اچوونكيو كسانو لخوا داسي اوازي خپرې شوي وې .


نوموري ويل چي دوي نه پوهيږي دغه كسان ولي دافغانانو بدنامي غواړي . نوموړي وويل چي د پروازونو دكمښت له امله لږ ځنډ راغلئ وو چي هغه ستونزه اوس حل شوې ده . خو ده وويل چي كه حاجيان هرڅومره بي خرڅه شي ګدايي نه كوي اوخپل نوم په دې نه بدوي . نوموړي وويل چي دغه اوازې هغه كسان خپره وي چي له افغانانو سره ستونزي لري  .


نوموري وويل چي اوس مهال دحاجيانو دانتقال بهير ګړندی شوئ دئ او 6786 نفره حاجيان تر نن سهار پوري مديني منوري ته او4500  شاوخوا افغانستان ته انتقال شوي دي . نوموري وويل چي وروسته له دي وروسته به هره ورځ د1000 تنو به شاوخوا كي حاجيان كابل ته او د 1000 په شاوخوا كي به مديني منوري ته انتقال شي .