کور / تازه خبرونه / خوست: ٢٠٠ صندوقه مرمۍ نيول شويدي

خوست: ٢٠٠ صندوقه مرمۍ نيول شويدي

د  خوست ولايت د يعقوبيو په ولسوالې کې پوليسو د شنبې په ورځ  ٢٠٠ صندوقه د دهشکې او زيکو يو مرمرۍ نيولي دي
  د يعقوبيو ولسوالۍ ولسوال لطف اله بابکرخيل وايي چي نيول شوي ٢٠٠ صندوقه  مرمۍ پوليسو د ناکام کلي په سيمه کې د يو پټنځای څخه تر لاسه کړيدي ، چي دا مهال ولسوالۍ ته را وړل شويدي
 ولسوال زياتوي چي تر اوسه يې  په تور څوک ندي نيول شوي خو په سيمه کي يې په نيولو پسې هڅې روانې دي
 دا پداسي حال کې دی چې څو ورځې  وړاندې هم د يعقوبيو په ولسوالۍ کې د ملي امنيت چارواکو يوه اندازه وسلې اومهمات نيولي وو