کور / z_buitenland_news -- 5 / د حريري او بوټو ترور او د امريکا دوه ګونۍ سياست

د حريري او بوټو ترور او د امريکا دوه ګونۍ سياست

 


آمریکا،انګلیس او فرانسې د خپلو دوستانو او دښمنانو سره  په چلند کې دوه ګوني سټنډرډ  پلی کوي .


په امريکا کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي نن ليکي دي او وايې کله  چې درې کاله پخوا  د لبنان پخوانۍ صدراعظم رفيق حريري ترور شو نو د څلروېشت ساعتو په اوږدو کې امريکا اوفرانسې د ملګرو ملتو د امنيت شورا نه و غوښتله او هغه يې و هڅوله تر څو ډېر ژر  د نوموړي د ترر په هکله د تحقيقاتو فيصله صادره کړي .


 خو دغه ورځپاڼه اوس دا وايې چې د بېنظير بوټو د ترور نه يوه اوونۍ وروسته ددې سره سره چې  په پاکستان کې د پاکستان د دولت د مخالف ګوندنو لېډرانو ، د بشر د حقوقو پلويانو او ان د بوټو د مېړه لخوا د د امنيت شورا څخه  وغوښتل سوه چې په دې هکله تحقیقات وکړي خو د ملګرو ملتو سازمان  وهغه ته هيڅ ارزښت ورنکړ.


واشنګټن پوسټ ددغه  غلي عکس العمل په هکله ليکلي دي چې د امريکا دغه  قدرتمنده هم پيمانه پاکستان اوس داسي ځان  څرګندوي چې ددغه شاني نړۍ وال تحقيقاتو د بهيره څخه چې د سوريې په هکله ټينګار ورباندي  کېده ،خو د  ځان په هکله دهغه څخه ځان ژغوري!


پر امريکا، انګليس او فرانسې باندي اوس په ټينګه دا پړه اچول کيږي چې په دغسي مواردو کې برالا دوه مخۍ سياست او دوه ګونۍ سټنډرډ پلی کوي .