کور / تازه خبرونه / سوات:پاکستاني پوځ بيا عام وګړي وژلي دي .

سوات:پاکستاني پوځ بيا عام وګړي وژلي دي .

په سوات کي د پاکستان د امنيتي کسانو په ډزو کي لس تنه وژل سوي دي . لراوبرډاټ کام ته رارسيدلي خبرونه وايي چي د سوات ګالوچ او تور کلي په سيمه کي تيره شپه د وسله والو مخالفينو سره په ډزو کي د يوې کورنۍ اووه تنه غړي ځای پر ځای مړه او يو تنه ژوبل سو ، ددې کورنۍ کور په پوره ډول له منځه تللی دی .


له سوات څخه د لراوبر ويبپاڼي همکار ليکي چي تيره شپه د پاکستاني ځواکونو په وينا په تيروتنه سره پر درو کورونو د درندو وسلو بريدونه سوي ، پاکستاني پوځيان وايي فکر يې کاوه چي په دې کورنيو کي وسله وال کسان پټ سوي دي په دې پېښه کي هم درې تنه پښتانه وژل سوي او يوه مېرمن سخته ټپي سوې ده .


پاکستاني پوځيانو په سوات کي نن د سهار له اوو بجو څخه د ماښام تر شپږو بجو پوري په  کرفيو ( ګرځبنديز ) کي د وقفې اعلان کړی دی .


د تيرو څو مياشتو راهيسي د شمالي پښتونخوا د بېلابېلو سيمو څخه په لوی شمېر د پښتون ولس د وژلو خبرونه خپريږي ، تر ټولو لويه مرګ ژوبله د لوی اختر په لومړۍ ورځ په چارصده کي هغه وخت رامنځته سوه کله چي شاوخوا پنځه سوه کسه په عيدګا کي د اختر د لمانځه په دوهم رکعت بوخت وو او  او درنه چاودنه رامنځته سوه ، دا چاودنه وروسته يو ځانمرګی بريد وبلل سو چي تر اوسه يې چا پړه پر غاړه اخستې نه ده . په نوموړې چاودنه کي پر لمانځه ولاړ نژدې سل تنه مړه او تر دوو سوو تنو پوري ژوبل سوي وو .