کور / تازه خبرونه / پاړه چنار:ولس وايي خوراکي او روغتيايي ستونزي لري

پاړه چنار:ولس وايي خوراکي او روغتيايي ستونزي لري

پاړه چنار . . .  په کرمه ايجنسي کي د قبايلي ډلو تر منځ د اوربند تړون لاسليک کولو سره – سره بيا هم ډزي رواني دي . دوې ورځي مخکي په جګړه کي د ښکېلو خواو تر منځ په خپله خوښه د اوربند اعلان وسو .


په پاړه چنار کي د ۲۰۰۷ د نومبر د شپاړسمي راهيسي په خپل منځيو جګړو کي تر اوسه ۳۲۱ تنه وژل سوي او  تر ۷۰۰ زيات کسان ټپيان سوي دي .


د کرمه ايجنسۍ اوسيدونکو لراوبر ويبپاڼي ته وويل چي د جګړې له کبله زيات شمېر کورنۍ له خپلو کورونو د پښتنونخوا نورو سيمو او ځيني د بر افغانستان پکتيا او خوست ته کډوال سوي دي . يوه اوسيدونکي لراوبر ويبپاڼي ته وويل چي د تيرو دوو اوونيو کرفی ( ګرځبنديز) له امله په پاړه چنار او کرمه ايجنسي کي خوراکي توکي په مکمله توګه ختم سوي دي او ددې ځای اوسيدونکي هيڅ ډول خوراکي او روغتيايي اسانتياوي نه لري .