کور / تازه خبرونه / کندهار:څلور طالبان وژل شوي او ١١نيول شوي

کندهار:څلور طالبان وژل شوي او ١١نيول شوي

افغان پوليسو تيره ورځ [مرغومي ١٤مه] د کندهار ولايت  پنجوايي  په ولسولۍ کې طالبانو په ضد پوځي چانيز عمليات پيل کړي و ، چي د عملياتو په لړ کې پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه او دچارواکو په وينا په دي نښته کي څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي .
 


د کندهار والي اسدالله خالد ،، پنجوايي ولسوالۍ  کې د پوليسو له خوا پيل شو عملياتو په اړه خبريالانو ته وويل


:  دعملياتو په لړ کې تر دامهاله ١١ تنه  طالب وسله وال نيولي شوي ، څلور نور وژل شوي او  په دي عملياتو کي يواځي پوليس ګډون لري.


د خالد په وينا : عمليات اوس هم روان دي  او پوليسو ته مرګ ژوبله په دي عملياتو  کي نده  اوښتي.


ذپيح الله مجاهد طالب وياند تر اوسه پوري په پنجوايي ولسوالۍ کې د يادي شوي مرګ په اړه څه ندي ويلي.