عبدالله عبدالله څوک دئ ؟
د افغانستان په سیاسي ماحول کې رنګارنګ خلکو د انتخاباتي سیالیو ډګر ته زړه ښه کړی او ځانونه یې د کاندیدانو په توګه نومولي دي چې په دې خلکو کې یو هم ښاغلی عبدلله عبدالله دی چې په ډاکتر عبدالله سره شهرت لري.
د ښاغلي عبدالله د زیږیدلو نیټه او ځای معلوم نه دی خو اصلي هستوګنځی یې د پروان ولایت د پنجشیر ولسوالي ده. لومړنۍ زده کړې یې د کابل د غازي محمد ایوب خان او ثانوي زده کړې یې په ۱۳۵۵ کې د نادریې په لیسه کې بشپړې کړې دي. په ۱۳۵۶ کال د کابل پوهنتون د طب پوهنځۍ ته شامل او په ۱۳۶۲ کې له نوموړي پوهنتون څخه فارغ شوی دی. له ۱۳۶۲ څخه تر ۱۳۶۳ کال پورې یې د سترګو د روغتیاپال په توګه د سیدجمال الدین افغان په روغتون کې دنده ترسره کړې ده. د ۱۳۶۳ کال په وروستیو کې پاکستان ته تللی او د یوه کال لپاره د پیښور د سیدجمال الدین افغان په روغتون کې بیا هم د سترګو د روغتیاپال په توګه دنده سر ته رسولې او د شمال د جنګي قوماندان ښاغلي احمد شاه مسعود سره یې اړیکه ټینګه او په ۱۳۶۴ کې د احمد شاه مسعود د جبهاتو د طبي مسوول په توګه ټاکل شوی دی.
عبدالله عبدالله له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ پورې د استاد رباني د ادارې د دفاع د وزارت د ویاند په توګه دنده اجرا کړې او په ۱۹۹۷ کې د استاد رباني د سیار حکومت د بهرنیو چارو د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی. په ۱۹۹۹ کې د همدې سیار حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست په توګه په دنده ګمارل شوی دی.
په ۲۰۰۱ کې د موقت حکومت د تشکیل سره سم نوموړي ته د افغانستان د جمهور رییس ښاغلي حامد کرزي له خوا د بهرنیو چارو د وزارت دنده ور و سپارل شوه چې د انتقالي حکومت په دور کې یې هم نوموړې دنده پر مخ وړې ده.
د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ نیټې څخه وروسته د ډاکتر عبدالله نوم په عبدالله عبدالله واوښت او د طالبانو په خلاف به یې د امریکايي بریدونو خبرونه په ډیره خوښۍ او ډکه خوله خپرول چې ورسره د نوموړي نوم په زیاته پیمانه په مطبوعاتو کې راڅرګند شو. کله چې د طالبانو رژیم نسکور او شمالي ټلواله یو ځل بیا په کابل حاکمه شوه چې ورسره عبدالله عبدالله د همدې ټلوالې د سر په سړیو کې حساب او د بهرنیو چارو وزارت یې په خپله ولکه کې راوست.
ښاغلي عبدالله عبدالله ته د افغانستان د جمهور رییس ښاغلی حامد کرزي له خوا په ۲۰۰۷ کې هغه مهال د افغانستان او پاکستان تر منځ د امن د جرګې د ریاست په چارو و ګمارل شو چې نوموړی د بهرنیو چارو له وزارت څخه ګوښه شوی وو. همدارنګه د امن د جرګه ګۍ ریاست هم ښاغلي عبدالله عبدالله ته ورکړل شو چې د افغانستان له لوري یې ۲۵ غړي درلودل او کومه د پام وړ لاسته راوړنه یې نه ده درلودلې.
په دې وروستیو کې ښاغلي عبدالله عبدالله خپل ځان د متحدې جبهې له لوري د افغانستان د جمهوري ریاست د ټولټاکنو لپاره کاندید کړی او د جمهوري ریاست چوکۍ ته په داسې حال کې په انتخاباتي کمپاین بوخت دی .
د عبدالله عبدالله د شخصیت اروزونه
ښاغلی عبدالله عبدالله په روانه دري ژبه خبرې کولی شي خو نیمه نیم ګوره پښتو ژبه هم زده ده او په انګریزي ژبه هم څه نا څه پوهیږي. عبدالله عبدالله ښکلې جامې آغوندې او د یوې جوړه دریشۍ بیه یې یوازې ۵۰۰۰ پنځه زره امریکايي ډالره کیږي. د ښاغلي عبدالله سترګې همیشه سرې وي او د نشې نښې له ورایه پکې څرګندیږي. ښاغلی عبدالله عبدالله په کابل او دوبۍ کې پریمانه کورونه، بلندمنزلونه، منقولې او غیر منقولې دارایۍ لري. همدارنګه په خپل آبايي هستوګنځي پنچشیر کې یې د سیند پر غاړه یوه ښکلې ودانۍ یا کوټۍ هم د ځان لپاره جوړه کړې ده. پر دې سربیره داسې هم ویل کیږي چې نوموړی په امریکا، فرانسه او ایران کې هم ګڼ شمیر شخصي هستوګنځي، دوکانونه او میله ځایونه لري. په همدې توګه په بهرنیو بانکونو کې یې هم د خپل وس مطابق نغدي پانګه ځای پر ځای کړې ده او څه چې پيدا کوي نو په منډه منډه یې خپلو حسابونو ته انتقالوي او همیشه د خپلو شخصي ګټو د حصول په هڅو بوخت دی.
د بهرنیو چارو په وزارت کې د ښاغلي عبدالله کړنې:
ښاغلي عبدالله عبدالله د خپل کار په ټوله موده کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپلو بیسواده او جګړه مارو پنجشیریانو څخه داسې ډک کړ چې د پياده څخه نیولې بیا تر رییس او مشاور پورې یې ټول له کوم علمي او مسلکي معیار پرته په دندو و ګمارل چې د پنجشیر د یوه کلي څیره یې خپله کړې وه او اوس مهال هم نوموړی وزارت ترې ډک دی. همدارنګه په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونه او نمایندګۍ هم په بشپړه توګه له بیسواده پنجشیریانو څخه داسې ډکې شوې چې ۹۵٪ فیصده لوړ رتبه او ټیټ رتبه مامورین یې په ژبني، سمتي او ګوندي معیارونو له پنجشیر او یوه قوم څخه ورته ګمارلي وو.
په تیرو کلونو کې یو ځل د انګلستان د حکومت یو لوړ پوړی چارواکی په لندن کې د افغانستان سفارت ته ورغلی وو خو چې کله یې پوښتنه کړې وه نو پته ورته لګیدلې وه چې له آشپز او انظباط څخه نیولي تر سفیر پورې ټول د پنجشیر اوسیدونکي وو.
په ځینو هغو سفارتونو کې چې پنجشیریان لاسته نه وو ورغلي او استاد رباني بدې ورځې ورته کړې نو بیا یې هلته بدخشانیان ورلیږلي دي چې هغوی هم په دویمه کته ګورۍ کې راځي.
ډاکتر عبدالله او انکشافي پروژې:
ښاغلی عبدالله عبدالله د بهرنیو چارو کې د وزارت پر مهال د انکشافي پروژو په پلي کولو کې لوی لاس درلود او د ارګ څخه نیولي تر لرې ولایتونو پورې یې پروژې خپل شرکت، خپلو خپلوانو او دوستانو ته اخیستې چې له دې درکه یې هم میلیونونه ډالر لاسته راوړي دي. ښاغلي عبدالله به له خپلې دندې څخه د ناوړه استفادې په صورت کې د انکشافي چارو قراردادونه خپل شرکت ته اخیستل یا خو به یې د نوموړي شرکت په وسیله تطبیق کول او یا به یې د خپلو خپلوانو وړو شرکتونو ته خرڅول. همدارنګه کومې پروژې چې د ښاغلي عبدالله د شرکت، خپلوانو، انډیوالانو او شریکانو په وسیله تطبیق شوې دي له هر ډول کیفیت څخه خالي او په ډیر کم وخت کې بیرته د خرابوالي په لوري تللي دي چې د کابل ښار ځینې سړکونه او دولتي ودانۍ یې ښه بیلګه ده.
د ښاغلي عبدالله عبدالله اخلاقي نیمګړتیاوې
ښاغلی عبدالله عبدالله له زیاتو اخلاقي نیمګړتیاوو سره مخ دی چې په لاندې ډول یې له لوستونکو سره شریکوو:
ښاغلی عبدالله عبدالله زیاتره وخت نشه، سترګې یې اوبلنې او سرې وي او زیاتره اعمال یې غیر ارادي وي. همدارنګه د یوې داسې کبرجنې رویې خاوند دی چې د یوه روغ انسان سره نه ښایي.
په داسې حال کې د ښاغلي عبدالله عبدالله د یوې دریشۍ قیمت یا بیه ۵۰۰۰ امریکايي ډالره دی چې د افغانستان عام وګړي د یوې ګوله ډوډۍ په پيدا کولو پسې حیران دي. د نوموړي د ژوند نور اړخونه هم په دې ډول پرتله کیدای شي.
د ښاغلي عبدالله عبدالله هر ډول فعالیت د پنجشیر په کوچنۍ سیمه کې راخلاصه کیږي چې د قومي، سمتي، ژبني او ګوندي معیارونو په اساس یې ټاکلي دي.
د باوري سرچینو مطابق ښاغلی عبدالله عبدالله له ښایسته نجونو سره زیاته علاقه لري او د خپلو بهرنیو سفرونو په لړ کې ورسره نامشروع اړیکې هم ټینګوي. په تیره بیا په فرانسه کې د دې ډول اړیکو همیشنۍ اډه لري چې د هغه ځای د پنجشیري سفارتي کارکوونکو په وسیله ورته آسانیتاوې برابریږي.
ښاغلی عبدالله عبدالله په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان په سیاسي نمایندګیو کې د اداري فساد، خیانت او له یوه قوم څخه د نا اهله کسانو د ګمارلو بنسټ ایښودونکی دی او خپل ټول کړه وړه یې په یوه کوچنۍ فاسده دایره کې را خلاصه کیږي.
ښاغلی عبدالله عبدالله په کا جي بي سربیره د فرانسې، هندوستان، پاکستان، چین، امریکا او ایران د جاسوسي شبکو سره نږدې اړیکې لري او هغوی ته د خدمت په بدل کې په لسهاوو میلیونه ډالره ترلاسه کوي. دا متن ولولی: (څرنګه چي رباني په پېښور كي له ای، ايس ،ای څخه د ترلاسه سو مرستو او وسلو لږ برخه مسعود ته وركوله، نو مسعود د ۱۹۸۴م كال په پاي او د ۱۹۸۵م كال په سر كي خپل ورونه اسلام اباد ، لندن او واشنګټن ته د سي، ای، اې د مامورینو او پاكستاني جنرالانو سره د اړيكو ټينګولو په موخه ولېږل. تر همدې وروسته سي، اى، اې د مسعود سره په پټه د پيسو او وسلو مرسته د ای، ايس ،ای له خبرېدو پرته پيل كړه.
خو د برتانيې د بهرنيو استخباراتو (يم ،ای ۶) څانګې د مسعود سره په افغانستان كي د جګړې له پيله اړيكي ټينګي كړي وې او له هغه سره يې د پيسو او وسلو مرسته كول. د مسعود نژدې ملګري عبد الله عبدالله د (ايم ۱۶) د مامورینو څخه انګليسي ژبه زده كړه. همدا رنګه فرانسويانو د ډېر پخوا څخه د مسعود سره نژدې اړيكي درلودې. خو سي ،اى، اې به د مسعود په هكله د (ايم ۱۶) پر راپورونو اتكا كوله) Boost War
نتیجه:
په دې لیکنه کې هڅه شوې ده چې د ښاغلي عبدالله عبدالله د ژوند او کړو وړو په هکله یو لنډ تصویر د افغانستان خلکو ته وړاندې کړو او بیا د قضاوت تله هغوی ته په خپله په لاس ورکړو چې آیا دغه ډول اشخاص د دې وړ دي چې ځانونه د هیواد د مشرۍ لپاره کاندید کړي د بصیرت خاوندان دې عبرت واخلي.