کور / تازه خبرونه / دوو چاودنو درې ملکيان يو ژباړن وژلئ دئ

دوو چاودنو درې ملکيان يو ژباړن وژلئ دئ

د جمعې په ورځ په دوو جلا جلا چاودنو کي څلور کسان وژل سوي چي درې يې ملکيان او بل يې د بهرنيو ځواکونو ژباړن په ګوته سوئ دئ.


د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي لومړۍ چاودنه په هلمند ولايت کي د ريموټ کنټرول په ذريعه پر يوه موټر سوې چي درې ملکي کسان يې وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.


په دوهمه چاودنه کي چي د خوست په ولايت کي پر يوه موټر سوې د ايتلافي ځواکونو يو ژباړن پکښي وژل سوئ دئ. خو دا نه ده څرګنده سوې چي ژباړن په ملکي موټر کي وو او که د ايتلافي عسکرو پر موټر د چاودني له کبله وژل سوئ دئ.