کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د جون د میاشتې ۲۷ نیټه
 

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن هم تر ډیره له انتخاباتو سره په تړلو مسایلو بحثونه کړي او په روان انتخاباتي کمپاین کې د ځینو څرګندونو ته په اشارې په یو شمیر کاندیدانو انتقاد کړې، چې د نورو کاندیدانو په وړاندې له سپکو سپورو کار اخلي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې چمتو کړې دې.


ملي ارمان:


دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په هغو اوازو تبصره کړې، چې ویل کیږي د زمري د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه انتخابات نه ترسره کیږي.


ورځپاڼه د خپلې تبصرې په دوام ددې یو اصلي علت د هیواد روان حالات او د ولسمشر کرزي د باور له لاسه ورکول بولي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د رویټرز خبري اژانس د یو رپورټ په استناد لیکلي دي، چې په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو حضور کوم مثبت امنیتي بدلون ندې راوستلې.


په ورځپاڼه کې بیا د برطانیې د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکل شویدي، چې طالبانو په هلمند کې خپل تکتیکونه بدل کړیدي.


انیس:


دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د نړۍ د اتو صنعتي هیوادونو په غونډې تبصره کړې او لیکلي دي، چې پدې غونډه کې د افغانستان په مسایلو پراخ بحثونه شویدي.


ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي، چې د انتخاباتو په درشل کې دا بحثونه ګټور دي خو لازمه ده،چې د هغې عملي اړخونو ته هم پام وشي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې بیا د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د طالبانو د فعالیتونو د پراخیدو خبر رد کړې او لیکلي دي، چې پدې اړه د ناټو د چارواکو څرګندونې بې بنسټه دي.


ویسا:


دې خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د افغانستان په جنوب کې د وسلوالو طالبانو د فعالیت په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي، چې په دغو سیمو کې له لسو نه نیولې تر اتلسو زرو پورې طالبان فعالیت کوي.


ورځپاڼې په عینې حال کې په هلمند کې د ناټو د یو جګ پوړي قومندان په حواله لیکلي دي، چې د ناټو او افغان ځواکونه کولې شي، چې په راتلونکو دوو کلونو کې په جنوب کې امنیت ټینګ کړي.


ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په هیواد کې د کاندیدانو ترمنځ روانو انتخاباتي مبارزو ته کتنه کړې او پدې ترڅ کې په یو شمیر کاندیدانو انتقاد کړې، چې د نورو کاندیدانو په وړاندې له سپکو سپورو کار اخلي.


راه نجات:


دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په افغانستان کې د ناټو د قومندان په حواله په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره بهرني ځواکونه د کلتور بدلولو ته اړتیا لري.


په ورځپاڼه کې د یو شمیر ښځو دا غوښتنه هم راخستل شوې، چې باید په راتلونکی حکومت کې ورته زیاته ونډه ورکړاې شي.


په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د بې روزګارۍ مسلې ته هم کتنه شوې او پدې ترڅ کې د کارګرانو د اتحادیې په حواله لیکل شویدي، د بې کارۍ ستونزه ورځ تر بلې زیاتیږي.


اصلاح او هیواد:


دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.


هیواد پخپله سرمقاله کې پدې ټینګار کړې دې، چې انتخاباتي کمپاینونه باید په بشپړ ډول شفاف وي.


خو اصلاح یو ځلې بیا د عامه خلکو د مرګ ژوبلی مسله راخستې او لیکلي دي، چې خلک پدې اړه اندیښمن دي.


افغانستان ټایمز:


دې انګلیسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې د ناټو د ځواکونو د نوي قومندان د دندې له پیل نه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عملیات نوې رنګ خپلوي.


خو ورځپاڼې د خپلې تبصرې به دوام دا سپارښتنه کړې، چې هوايي حملې باید کمې شي څو د عامه خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوې وشي.


ورځپاڼې دا هم لیکلي دي، چې د پوځي عملیاتو د برې راز د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په مخنیوي کې نغښتې دې.