کور / اسلامي / د سړو لپاره د سرو زرو استعمال حرام دئ

د سړو لپاره د سرو زرو استعمال حرام دئ

پوښتنه :نورحسن

کولائ شئ چي د سره زرو استعمال د سړو لپاره راته معلومات راکړی چی استعمال ئی ورته رواه ده اوکنه او همدارنګه د سپينو زرو استعمال هم؟

جواب :

د سړو لپاره د سرو زرو استعمال حرام دی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائي :

أبي موسى الأشعريِّ:

أنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيهِ وسَلَّم قال: (حرَّمَ لباسُ الحريرِ والذَّهبُ على ذُكورِ أمَّتي وأحلَّ لأناثهِم (ترمذی ) .
د ابی موسی الأشعری نه روايت دی چه رسول الله وفرمائل چه ځما د امت د سړو لپاره د وريښمو جامی او سره زر حرام ګرځولی شوی دی او ښځو دپاره حلال شوی دی. (ترمذی ).


ځنی علماء پدی نظر دی چه که يواځی د طلا رنګ ولری مثلا ساعت نو پروا نلری او که ټول سره زر يا ځنی برخې يې له سرو زرو جوړی شوی وي نو بيا حرام دي .


د غاښونو د يوی خرابۍ په سبب د سرو يا سپينو زرو پوښ ورکول روا دي او صرف د ښايست لپاره پوښ ورکول مکروه دی .

(فقه حنفی ابوالمختار په حواله د کفايت المفتی ج ۲ ص ۳۱۳ )


درالمختار ليکې چې ددی خبری دجواز لپاره يو دليل دادی چې ځنو فقهاؤ پخپله هم دغه ډول غاښونه لګول اوهم يې د غاښونو کلکول يا تړل د سرو او سپينو زرو په تارونو کړی دی (درالمختار ج۵ ص ۳۱۸).


او همدارنګه د سرو اوسپينو زرو په لوښو کې خوراک او څښاک حرام دی :

عن حذيفة رضي الله عنه قال:

نهانا النبي صلى الله عليه وسلم أن نشرب في آنية الذهب والفضة، وأن نأكل فيها، وعن لبس الحرير والديباج، وأن نجلس عليه (البخاری ).

له حذيفة (رض ) نه روايت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم

مونږ د سرو او سپينو زرو په لوښو کې د خوراک کولونه او د ديبا او وريښمو ( دواړه د ريښمو جامی دی ) اغوستلو نه منع کړی يو او په هغه باندې د ناستی نه یې هم منع کړی يو .