خالد مشعل : تر حکومته راته و‌طن مهم دئ

16 | جون 27th, 2009


دحماس دډلې سیاسې مشر خالد مشعل تیره ورځ دسورې په دمشق ښار کې دیوې غونډي پرمهال وویل چې ده تنه تر حکومته وطن ډیر مهم دي ،نوموړې دغه څرګنده وني داسرائیلو دلمړې وزیربینیامین یتنیاهو دهغي وینا په ځواب کې کولي چې ویلی وودوي  دفلسطینی حکومت له جوړیدو سره کومه ستونزه نلري ، خو مشعل وایې کوم حکومت چې اسرائیل یې فلسطینانو ته جوړول غواړی په اصل کې به یو زندان وي ،دې وایې فلسطینیان داسي یو حکومت غواړي چې مرکز یې بیت المقدس وي او هیڅکله به هم هغه څه ونه مني چې پرې وتپل شي .خالد مشعل زیاته وي چې اسرائیل باید د۱۹۶۷ زیږدیږ کال دتیرې څخه وړاندي تعین شویو پولوته په شاه شي او هغه ټول کډوالوته چې داسرائیلو دظلم له وجی یې خپلی سیمي پریښي بریته په خپلو سیمو کې دمیشتیدوزمینه برابره شي .

Copyright Larawbar 2007-2024