کور / سياسي / د کرزي رقيبان په افق کښي برى ويني

د کرزي رقيبان په افق کښي برى ويني

په امريکايي مطبوعاتو کي، د افغانستان راتلونکي انتخاباتو په باره کي د ټولو رپوټونو اساسي ټکى دا دى که چيري ښاغلى حامد کرزى بيا انتخاب سي، د افغانستان امنيتي او سياسي شرايط به لا خراب سي. په رپوټونو کي دغه راز د کرزي په پېر کي د دولتي او حکومتي موسساتو د نه جوړېدو، د پخوانيو بدنامو جنگسالارانو سره د کرزي چپه او راسته ايتلافونه، په انتخاباتي کمپېن کي د حکومتي منابعو څخه د هغه ناروا استفاده، او د کرزي په دوره کي د افغان قومونو تر مينځ د تاوتريخوالي، وچ ظلم، او د پخوانيو درزونو د لا پراخېدو خطرونو ته اشاره هم سوېده. البته، د دغو ټولو ستونزو او ناخوالو پړه تر ډېره حده د کزري پر حکومت او د امريکا پر غلطو پاليسيو باندي اچول سوېده. د افغانستان اصلي مشکل د ښه حکومت او د سالم ليډرشيپ نشته والى بلل سوى دى. دلته، د هر رپوټ لنډيز ولولئ.


د يو ايس نيوز مجله د جون پر ٢٤ مه په خپل ويب سايټ کي ليکي د جمهوري رياست مخکښ کانديد، اشرف غني، د انټرنټ له لاري د پيسو د را ټولولو لړۍ پيل کړېده. په متحده ايالاتو کي، انټرنټ د ښاغلي اوباما د بري سره زياته مرسته وکړه. د ښاغلي اشرف غني د کمپېن يو مامور وايي، ” موږ غواړو چي د هغو ځوانانو او خلکو څخه پيسې راغونډي کړو چي په خارج کي ژوند کوي. بهر ميشت افغانان عموما په افغانستان کي خپلو دوستانو ته منظمي پيسې را استوى. که چيري همدا افغانان د اشرف غني له کمپېن سره مرسته وکړي، د هغوى دا کار به دننه په افغانستان کي د هغوى پرخپلوانو باندي هم اغېزه وښندي.”


ورځپاڼه ادامه ورکوي او ليکي د مشهورو جنگسالارانو سره دکرزى وروستيو معاملو امريکايي چارواکي اندېښمن کړيدي. هغوى وايي همدا معاملې به له انتخاباتو وروسته زياتي ستونزي ايجادي کړي. ځکه کزري له جنگسالارانو سره د دونه زياتو چوکيو وعده ورکړېده چي په حکومتي چوکاټ کي نسته. که چيري هغه انتخابات وگټي، دا به جگړې او شرونه وزېږوي، او حتى ښايي داخلي جنگ بيا پيل سي.


د اشرف غني د کمپېن مامورين وايي کرزى د حکومت له منابعو څخه د کمپېن لپاره کار اخلي. د ولاياتو واليان د هغه لپاره کمپېن کوي. خو د اشرف غني پلويان گومان کوي چي د هغه ښه شهرت به خلک دېته اړ کړي چي اشرف غني ته رايه ورکړي. ډاکټر اشرف غني د خپل کمپېن د چولو لپاره د ديموکرات گوند ځيني مشهور ستراټيژسټان او ماهران استخدام کړيدي.


http://www.ashrafghani.af/


په همدې لړ کي، د نيويارک ټايمز اخبار د جون پر ٢٥ مه ليکي اکثره خلک د اوسني بدو حالاتو، خراب امنيت،د مخدره موادو د کر او قاچاق، او د طالبانو د بيا را ژوندي کېدو پړه پر حامد کرزي اچوي. که څه هم هغه نهايت بد نامه دى، خو ښايي راتلونکي انتخابات وگټي.


د حامد کرزي په باب همدا دوه واقعيتونه_ د هغه بدنامي او د هغه احتمالي برى_ افغانان سخت بدبينه او بېزاره کړيدي. زياتره افغانان وايي خلک دونه د انتخاباتو په اړه بې علاقې سويدي چي ښايي اکثره افغانان گرد سره رايه ور نه کړي، او د راتلونکي پرمختگ لپاره ټولي هيلي او پلانونه شنډ سي.


ورځپاڼه زياتوي د امريکايانو لپاره د حامد کزري بيا انتخابېدل هم زيات خطرونه لري ځکه امريکايان د يوه منفور جمهورريس سره تړلي دي چي د بد مديريت او ليډرشيپ څرگند ريکارډ لري. که چيري کرزى بيا انتخاب سي، د امريکا لپاره به ددې جنگ گټل ډېرگران سي.


د جمهوري رياست کانديد اشرف غني وايي،” کرزي بدلون نه مني، هغه همدا واقعيت بار بار ثابت کړى دى. که چيري هغه انتخابات وگټي، هر څه به د تباهۍ په گرداوو کي ډوب سي.”


که څه هم پخوا امريکايانو د کرزي عام تام ملاتړ کاوه، خو اوس ورو ورو فاصله ترې نيسي. په افغانستان کي د متحده ايالاتو سفير، کارل اېکنبېري، د کرزي د رقيبانو سره وکتل. دا پخپل ذات کي يو عجيبه کار وو. خو بيا هم اکثره افغانان فکر کوي چي د امريکا کرزى خوښ دى.


د جمهوري رياست کانديد، ډاکټر عبدالله، وايي، ” امريکايان مجبوره دي چي له کرزي څخه خپله فاصله لا زياته کړي. په بل صورت کي به د کرزي د ناکاميو پړه پر امريکايانو باندي واچول سي.”


اخبار اضافه کوي فقط څو مياشتي مخکي کرزى ډېر کمزورى او مات ښکارېده. خو هغه په تېرو څو مياشتو کي د راز راز خلکو سره ايتلافونه کړيدي. هغه د جنرال دوستم سره هم معامله کړېده. دوستم يو وحشي او ظالم جنگسالار دى، او په تېرو ديرشو کلونو کي يې د مختلفو خلکو سره ايتلافونه کړيدي. د کرزي بل ملگرى جنرال قسيم فهيم دى چي بد شهرت لرى. کرزي د محقق سره د پنځو وزارتونو وعده کړېده. ښاغلى اشرف غني وايي، “کرزي د حکومت چوکۍ ليلام کړيدي.”


دغه راز، د باسټن گلوب ورځپاڼه د جون پر ٢٣ مه ليکي د کابل په وران او کنډواله ښار کي د انتخاباتي کمپېن نښي نښانې لېدل کېږي. د کرزي انتخاباتي نښان د عدالت تله ده. مگر د هغه انتخاباتي نښان د واقعيت سره هيڅ اړخ نه لگوي. د کرزي په اته کلن پېر کي رشوت او بډي يوه معمولي خبره سوېده، د خلکو برمته کول او تښتول په يوه صنعت بدل سوى دى، او د ياغيانو پر خلاف جنگ لا گرم او مرگانى سوى دى. همدې خطرناکو حالاتو د کرزي سياسي رقيبانو ته ښه فرصت پلاس ور کړى دى.


د باسټن گلوب اخبار ليکي د کرزي لړزانه حکومت د متحده ايالاتو لپاره هم زياتي امنيتي ستونزي ايجادي کړيدي. تېره اونۍ د ناټو پخواني عالي قومندان ” ښه او موثر حکومت” د ياغيانو د ماتولو لپاره اصلي عامل وباله. هغه وويل، ” که چيري خلک پدې باور وي چي حکومت د هغوى په ژوند کي هيڅ مثبته اغېزه نلري، بيا نو زموږ ټولي هلي ځلي عبث او بابېزه دي.”


د کرزي له رقيبانو سره تر خبرو سمدستي وروسته په افغانستان کي د امريکا سفير وويل،” موږ غواړو چي د بد حکومت په اړه د دوى نظر واورو، ځکه موږ پوهېږو چي بد او فاسد حکومت بې امنيتي زېږوي. انتخابات خلکو ته ددې فرصت ورکوي چي د خپل راتلونکي حکومت په اړه فيصله وکړي.”


اخبار ليکي په کابل کي د کرزي دکمپېن په مرکز کي قريب سل کسه ناست دي، او هنډوانې خوري. اکثره پښتانه دي. په پښتني سيمو کي، د کرزي ملاتړ ورځ په ورځ راکمېږي، ځکه په پښتني سيمو کي ناکرارۍ او جنگونه دي.


د باسټن گلوب ورځپاڼه ليکي ځيني خلک اشرف غني يو کاميابه کانديد گڼي. کله چي اشرف غني د ماليې وزير وو، د هغه روابط له امريکايانو سره څه خړپړ وه، ځکه اشرف غني غوښتل چي بهرنۍ مرستي د حکومت تر ولکې لاندي کړي نه د امريکايي قرار داديانو چي جگ معاشونه يې اخيستل. کله چي د امريکا حکومت وغوښتل چي اشرف غني را ايسار کړي، هغه مقاومت کاوه، او د هغې کمپنۍ د اخراجولو لاري چاري يې لټولې کومي چي پر ده يې فشار اچاوه.


بلخوا، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د جون پر ۱۷ مه له مزارشريف څخه ليکي که چيري حامد کرزی انتخابات وګټي، د افغانستان په شمالي برخو کی به هغه جنګسالاران پر قدرت پاتي سي چي همدااوس حکومت کوي. د افغانستان په شمال کي همدې جنګسالارانو ملک پخپل مينځ کي وېشلی دی، او يو ملک الطوايفي نظام يې جوړ کړی دی. دلته هر جنګسالار خپله شخصي مليشا لري، او حتی پوليس هم د خپلو شخصي ګټو لپاره استعمالوي.


سياسي مبصرين وايي که چيري کرزی انتخابات وګټي همدا جګړماران به پخپلو مقامونو کي پاتي سي. هغوی وايي د امريکا په ملاتړ د کرزي تش په نامه حکومت د ملک پر زياتو سيمو باندي هيڅ واک نلري. هغوی زياتوي د کرزي څخه ددغو قومندانانو ملاتړ د کرزي د قوت ښکارندوی ندی بلکي د هغه کمزوري ښيي.


په پارلمان کي د مزار شريف استازی ګلالی نور ساپى وايی،” جنگسالاران د بل چا ملاتړ نه کوي، ځکه هغوی د کرزي په حکومت کي لوکس ژوند لري. هغوی د کرزي په ملاتړ کي خپلي شخصي گټي ساتي.”


د کرزي دوه مرستيالان د همدغو جنګسالارانو له جملې څخه دي. د افغانستان د بشر د حقوقو کميسيون مشر نادر نادري وايي،” د افغانستان اوسنی سياسي جوړښت تر پخوا ډېر خطرناکه دی. همدا په اصطلاح مشران خلکو ته وايي چي تاسو بله هيڅ چاره نلری. موږ د جمهورريس سره اړيکی لرو، تاسو مجبوره ياست چي موږ ته غوږ و نيسی.”


د واشنګټن پوسټ اخبار ادامه ورکوي اوليکي کرزی عسکر او جنګيالي نلري. بلخوا، د کرزي بهرني حاميان – په تېره بيا امريکا- د همدغو جنګسالارانو ملاتړ کوي. امريکا غواړي چي د جګړمارانو په مټ د طالبانو له بغاوت سره مجادله وکړي.


د دغي پاليسۍ منطق دا دی چي هغه قومندانان چي پلويان لري او د حکومت ملاتړ کوي، هغوی د سيمه ايز امنيت لپاره ضروري دي. تر يوه حده پوري همدې پاليسۍ د هېواد په شمال او غرب کي څه امنيت راوستی دی. خو پر دغو جګړمارانو باندي د کرزي تکيه او توکل د حکومت انکشاف او دوه له سره شنډه کړېده، او حکومت تر کابل بهر هيڅ قدرت او صلاحيت نلري. بلخوا، محلي جګړماران بهرني ملاتړ ته اړتيا لري. هغوی د بهرنيانو په پيسو د خپل نفوذ ساحه پراخوي.


اخبار ادامه ورکوي او ليکي د همدې جنګسالارانو زياتېدونکی واک د افغانانو په مينځ قهر او کرکه ډېروي، ځکه هغوی ويني چی حکومت فقط د څو واکمنو جګړمارانو ګټي خوندي کوي..


د جمهوری رياست جدي رقيب کانديد اشرف غني وايي د جنگسالارانو انتخاب به د هغه په زيان تمام سي، ځکه همدې خلکو ديرش کاله حکومت کړی دی او هيڅ پرمختګ ندی راغلی. افغانان لدې خلکو څخه ستړي او ستومانه دي.


ورځپاڼه وايي زياتره جنګسالاران په قساوت او بيرحمۍ شهرت لري. يو جنرال دوستم دی چي ويل کېږي کرزي د مزارشريف ژمنه ور سره کړې ده. همدا اوس، مزار شريف د عطا محمد تر ولکې لاندی دی. عطا محمد د ډاکټر عبدالله پلوي کوي. که څه هم عطا محمد د کرزي والي دی، خو هغه د کرزي په خوله پياز هم نه ميده کوي. که څه هم د قانون په اساس ټولي شخصي مليشاووي بايد بې وسلې سوي وای، خو عطا محمد تر اوسه پوري خپله شخصي مليشا ساتلې ده.


بلخوا، په مزارشريف کي پښتانه وايي عطا محمد د پوليسو او مليشاوو په زور پښتانه تعقيب او ازاروي. محلي پښتانه مشران وايي عطامحمد هغه پښتانه مشران وژني چي د ده سره ډغري وهي. هغوی وايي وژل سوي پښتانه مشران عموما د طالبانو تر نامه لاندي تېروي. يو پښتون مشر وايي، “همدې جنګسالارانو په زرهاوو مسلمانان وژلي دي. د دوی لاسونه تر څنګلو پوري د بې ګناه خلکو په وينو لړلي دي. موږ ديرش کاله د همدې جګړمارانو تر ظلم او ستم لاندي کړېدلي يو، او لا هم کړېږو.”