کور / د ډيورنډ کرښه / ‘پاکستان کا مطلب کيا’

‘پاکستان کا مطلب کيا’

د ابدالي احمدشاه بابا جرګه


ځان به ويښ کړو هرې خوا ته  هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مـو سـره وژني     وايي خپل يو، غليـمان دي


احمدشاه بابا 


د امريکا په ټولټاکنو کې د بارک اُباما له ټاکنې وروسته، او په تېره بيا د نوموړي هيواد د عام ولس د غوسې په توپان کې د جيورج بوش له لاهو کېدو وروسته، له واشنګټن سره د برتانيا په کړنلاره کې جوت توپير رامنځ ته شوى دى. برتانوي مقامات هڅه کوي داسې وښيي چې زموږ په سيمه، او پر تېره د افغانانو پر هيواد او ولس باندې تېري کې يې کومه برخه نه درلوده. زموږ د ولسونو په ذهنونو کې اوس د داسې يو انځور د انځورولو او پخولو لپاره د پرنګي د شيطنت دستګاه، بي بي سي، او نور جاسوسي سازمانونه د کال ٣٦٥ ورځو په بهير کې هره شپه او ورځ ٢٤ ګړۍ لګيا دي تور سپينول او سپين تورول غواړي.

 ايا دليل يې څه دى چې له نهه کاله مودې وروسته، بي بي سي “کشف” وکړ چې د بګرام په هوايي اډه کې “د طالبانو او يا له طالبانو سره د مرستې په تور” بنديانو سره نا انساني وضع شوې؛ شکنجه شوي؛ وهل شوي؛ پر مرګ ګواښل شوي؛ او نورو داسې حالاتو سره مخامخ کړل شوي چې د افغان او اسلامي کلتور پر خلاف دي!! ايا بې بي سي تېر اته کاله له دې چلند څخه خبره نه وه؟ بې بي سي په وزيرستان کې پر “قبايلي” افغانانو د امريکايي ډرون، بې پيلوټه الوتکو، د بريدونو خبره کوي، خو دا نه وايي چې هغه الوتکې په بلوچستان کې د “جيکب اباد” له هوايي ډګره الوزول کېږي! بي بي سي د سوات، ملکنډ او دېر پر افغانانو د “پاکستاني پوځ” د “ستر او کامياب اپرېشن” افسانې خپروي، خو دا نه وايي چې پرنګي جنرالان او “سلاکاران” د دې عملياتو په سر رسولو ـ او د هغوى په اړه په واقعي مالوماتو د تورتم په لګولو کې ـ کلييز نخچ لوبوي؛ پرنګي او امريکايي هوايي وسلې او ځواکونه د هغوى پر ضد استعمالوي. بې بي سي دا نه وايي چې پاکستاني راجه-جرنيلانو پرنګي ځواکونو ته ـ د تېلو او جګړييزو مهاتو د وررسولو په ګډون ـ څه ناڅه” ٧٤ اسانتياوې” ورکړې دي چې د افغانانو پرضد وجنګېږي؛ بي بي سي په کابل حکومت کې د “اداري فساد” خبره کوي، خو دا نه وايي چې دا حکومت د انګرېزانو پرلاس روزل شويو او چمتو شويو د افغان ملت هغو قاتلانو په ولکه کې دى چې په “بن” کې يې پر افغانانو تپلى دى.

 نو موخه يې څه ده؟

 موخه يې دا ده جې، د دايره پر لاس چچګر په شان، بې بي سي د عامه ولس ذهنونه پر بل لوري اړول غواړي. شپه او ورځ لګيا ده ـ د “نويو کشف” کړو په جامه کې د افغان ملت پرضد د روانو په سلګونو نهه کاله زړو نارواو له ډلې د يوې بېلګې نغښتلو په ترڅ کې، د پرنګي دا چچګره په مکارۍ د ولسونو د احساساتو د پارولو له ليارې رښتيني واقعيتونه پټ کاندي ـ ترڅو وکولاى شي زموږ په سيمه کې د برتانوي کلونياليزم د پرېښودلي ناولي ميراث له دوام څخه دفاع وکړي.

 دا کومه نوې پديده نه ده.

 له هغې ورځې چې برتانوي کلونياليزم د هند له ويش څخه راهيسې په سيمه کې انګرېز-مشربه بيروکراتان او جرنيلان پر پرديو ـ سندهي، بلوچ او افغان ـ خاورو کېنولي، دا معامله روانه ده. د پرنګي د دې “پوځي اډې” د ساتلو لپاره زموږ د ولسونو پر ضد د “سترو” يا کوچنيو “عملياتو” پيلول او يا درول د پاکستاني راجه-جرنيلانو له واکه وتلې خبره ده. هغوى مجبور دي ـ د پرنګي په بولۍ ـ د پر لاس ورکړ شويو غلا خاورو ساتنه وکړي؛ او دا کار يواځې،ـ د ځنګل پر قانون ـ د خاورو د اصلي څښتنانو د توکموژنې او بېخي نابودولو له لارې شونى بلي. د تېرو ٣٥ کاله تجربو جوته ښودلې چې څنګه راجه-جرنيل ضيا او راجه-جرنيل مشرف د افغانانو د بشپړ اضمحلال او نابودۍ پروژې پر مخ بيولې دي.

 دلته به پدې اړه د يو لړ حقايقو سپړل اړين وي:

 د ١٩٤١ کال د اګست پر ١٢ ـ د نړيوالې دويمې جګړې پر دويم کال ـ د امريکا ولسمشر، تيودور روزولت، او د برتانيا لومړي وزير، وينسټن چرچل ـ د اتلانتيک چارتر [منشور] لاس ليک کړ. پدې منشور کې بر تانيا او امريکا “د يوې راتلونکې ښې نړۍ” لپاره د يو لړ پرنسيپونو پر پلي کولو سلا کړې وه. په منشور کې دا اصل هم شامل و چې امريکا او برتانيا به دواړه “.. د ټولو وګړيو د دې حق درناوى کوي داسې يو نظام ځان ته غوره کاندي چې تر لاندې يې ژوند کول غواړي.”

 ناريندرا س سريلا “د سترې لوبې په سيوري کې” په ١٥٢ مخ کې ليکي چې د ١٩٤٢ کال د اکست پر ٧ د امريکا ولسمشر د برتانيا لومړي وزير ته تار واستاوه چې غواړي د اتلانتيک منشور د لومړي تلين د لمانځلو پر موکه د اګست پر ١٢ نړيوالو ته اعلام کړي چې د دوى تر منځ منل شوى منشور په اسيا، افريقا او اروپايي ټولو هيوادونو کې په يوه ډول د تطبيق وړ دى. دا تار د ١٩٤٢ کال د اګست پر ٩ نېټه چرچل ته ورسېد. نوموړي يې په خورا تلوار ځواب ورکړ. د خپل ځواب په متن کې چرچل وايي:

 په اسيا او افريقا کې د منشور پلي کول ډېر سوچ غواړي. په اوسنۍ وضع کې به داسې اعلان د هند د دفاع په هکله خورا زيات تاواني وي … دلته په منځني ختيځ کې به عربان، ښايي، د اکثريت ادعا وکړي او له فلسطين څخه به يهود وباسي. زه د صهيونيزم د کړنلارې سره، چې د هغې د جوړوونکو په ډله کې وم، ټينګ تړلى يم. دا د هغو يو ګڼ شمېر ناليد-وړ کشالو له ډلې څخه ده چې د نوي نوښتون او اعلاميو په پايله کې راپنځېداى شي.”1

 اسرائيل او پاکستان د پرنګي دايې غبرګوني زېږنده وو.

 پدې توګه د لندن او واشنګټن ترمنځ چې د جګړې “متحدين”؛ ګټې يې شريکې، او تر خپل منځ د “ځانګړو اړيکو” د درلودلو ادعا يې کوله، د توپير يو څه درز وليدل شو. امريکا، چې په اسيا او افريقا کې يې د خپلو ګټو د غځولو پر موخه، د پرنګي کلونياليزم پر خلاف دريځ خپل کړى و، د اتلانتيک منشور پر پلي کولو د مکرر ټينګار له لارې غوښتل برتانيا ته ښکاره کاندي چې په امريکا کې ټوليز اذهان د هند له ازادي غورځنګ سره زړه سوى لاره او، د يوې ولسواکۍ په توګه، واشنګټن نه شوه کولاى د خپلو خلکو پر غوښتنو سترګې پټې کاندي.

 د جګړې د دې حساس پړاو په بهير کې، پر برتانوي کلونياليزم دې فشار دوام لاره. په واشنګټن کې د برتانيا له سفير، لارد هاليفاکس، سره د يوې ليدنې په ترڅ کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير، کورډيل هل، وايي چې برتانوي سفير ته يې سلا ورکړه د هند په هکله له سپورو-ستغو ويلو ځخه پرهېز وکړي. له “سپورو-ستغو” څخه د کورډيل هل موخه د هند د کانګريس او د هغه د مشر، مهاتما ګاندهي، په اړه د وينسټن چرچل متکبرانه ـ او د پرنګي د ارادې ښکارندويه ـ يوه وينا وه چې ويل “.. هغه څه چې زموږ دي، زموږ به وي..”، يانې هند د برتانيا کالوني ده او ترې د وتلو نيت نه لري.

 خو پداسې حال کې چې برتانيا، له يوه لوري پر هند د جاپان د يرغل له وېرې د امريکې مرستې ته اړه درلوده، او له بلې خوا، د ګرد-هند ملي کانګريس له خوا، چې د هند د ازادۍ لپاره د هندو او مسلمان د ګډې مبارزې پلټفورم و ـ تر ډېرېدونکي فشار لاندې وه چې د جګړې په پاى کې هند ته ازادي ورکړي، نو پر سيمه د خپل مخامخ ولکې دوام ورته نور ناشونى شوى و. لدې کبله يې، له يوې خوا، په راتلونکې کې د منځني ختيځ د تيلو پر سرچينو د واک موندلو پر لور د صهيونيزم په چاغولو پيل کړى و. او له بلې خوا يې پر هند د خپلې راتلونکې اغېزې د ساتلو پر موخه د هندو-مسلمان تر منځ د نفاق د اور خپرولو له لارې ـ مسلم ليګ، تيار زين او چمتو کړى و.

 دا پروسه ډېره د مخه پيل شوې وه.

 ولي خان ليکي چې پرنګى د دې “باتۍ” [پيلته] په بوى پوه شو چې که دا هندوان او مسلمان را ته يوه ډله شي، نو د دوى مقابله خو د کېدو نه ده. له همدې کبله کله چې په ١٩٠٩ کال په هند کې د مورلي-مينتو د ريفورم په نوم څه بدلونونه رامنځ ته کړل شول، د هغه په ترڅ کې د “پېرنګي د اړخه اولنى ګوزار.. د مذهبي عقيدې په بنا..” د خلکو د رايو د وېشلو ضربه وه ـ يانې دا چې مسلمان به صرف مسلمان او هندو به هندو ته ووټ ورکاوه. دا هماغه لومړى ګام و چې “پرنګي … د يوې قومي نظريې په مقابل کې د دوه قومي نظريې بنياد کېښود.”

 ولي خان ليکي چې د نړيوالې دويمې جګړې وروسته ـ چې په ترڅ کې يې پرنګيانو عثماني خلافت له پښو غورځولى و ـ د هند د وايسراى د اجرائيه شورا يوه غړي، محمد شفيع، په هند کې د “دوه قومي نظريې” د پياوړتيا پر لور د ١٩٢١ کال د نوامبر پر ٢ نېټه د “انګريز او مسلمان د اتحاد” د داسې يوه تنظيم د جوړولو وړانديز مخ ته کړ چې هغه به د برتانوي سلطنت په ګټه وي ـ 2

 په همدې اړه په لندن کې د هند وزير ته خطاب، د هند وايسراى، لارډ ريدينګ، د ١٩٢٢ کال د سپتامبر پر ٢١ نېټه ليکي چې “.. ما اوس تا ته يو تار درلېږلى دى چې هغې نه به تا ته دا خبره واضحه شي چې موږ څنګه د هندو او مسلمان تر منځه د جدايي راوستلو په مقصد کې تر ډېره حده کامياب شوي يو. ما پخپله دې مسئلې ته ډېره توجه کړې ده. او په دې سلسله کې زما امداد شفيع* کړى دى، څوک چې د کونسل ممبر دى او ډېر باعزته مسلملن دى.”3

 ناريندرا ساريلا د خپل کتاب، “سترې لوبې په سيوري کې” ـ په ١٥٨ مخ کې ليکي چې تر دې مهاله چرچل پدې توانېدلى و د هند کانګريس په اړه د امريکايانو په ذهنونو کې شک پيدا کاندي. چرچل د کانګريس-مسلم ليګ ترمنځ کشالې ته د راج د [دوام] د ستنې په توګه کتل.” او کله چې يې د هندو-مسلمان ترمنځ کشاله د خپلې راتلونکې کړنلارې د بنسټ خښته وګرځوله، نو تر شا يې خپل تبليغات پر دې خبره عيار کړل چې ګوندې اساسي ستونزه “.. دا نه وه چې برتانيا دې هند ته خپلواکي ورکړي او که نه، ستونزه دا وه چې ـ د مسلم-ليګ پر مشرۍ د مسلمانو، او د کانګريس پر مشرۍ هندوانو4 تر منځ د ژورو توپيرونو په پام کې نيولو سره ـ ايا هند د خپلواکۍ د سمبالولو جوګه و او که نه.”

 په ١٩٤٣ کال د هند د وايسراى په توګه د لارد لينليتګو دوره پاى ته ورسېده او پرځاى يې لارد ارچيبالد وېول وايسراى وټاکل شو. نوموړى، فيلډ مارشال وېول، له دې نه مخه په هند کې د برتانوي ځواکونو کومندان و.

 لارد لينليتګو د خپلې تصدۍ پر مهال د محمد علي جناح پر پړسولو لاس پورې کړى و؛ هڅه يې کړې وه چې د ١٩٤٠-٤١ کلونو په بهير کې د هند د مسلمانانو د “يواځني وياند” کچې ته يې پورته کړى؛ او دې ته يې چمتو کړى و چې د لارد وېول تر لمنې لاندې د برتانيا په ګټه د “مسلمانانو او پرنګي اتحاد” عملي کاندي. له ډهلي نه لندن ته تر تګ دمخه د مباحثې په ترڅ کې، لارد لينليګتو د هند نوي وايسراى، لارد وېول، ته وايي چې برتانيا به “د لږ تر لږ نورو ديرشو کلونو لپاره د هند چارې پر مخ وړي … او دا مهال ـ پداسې حال کې چې ګاندهي او د کانګريس نور مشران په جيلونو کې پراته دي او مسلمانان د تېرو دريو يا څلورو کلونو په بهير کې ښه پياوړي شوي دي ـ [نو له دې کبله] دا هيواد [هند] د دې موخې [پرې د کلونياليزم د دوام] لپاره ښه چمتو شوى دى.”

 خو لارد وېول د لينليګتو له دې نظريې سره موافق نه و. ويول پدې ګروهه و چې “.. د هند وضع په چټکۍ سره په ويجاړېدو وه، له هغه هيواد څخه د وتلو لپاره يو منظم پلان اړين و چې د هغه په توګه په هند کې د برتانيا خورا غوره ګټې وساتل شي ـ هغه د پوځي اډې ساتل وو چې له هغې نه منځنى ختيز، او د هند سمندر ستره سيمه له کومې چې د جګړې لپاره ستر ځواک راټولېداى شو ـ تر کابو لاندې ساتل کېداى شي.” خو کوم هغه څه چې لارد وېول، د هند له تلونکي وايسراى، لينليتګو، سره پرې يو-غږ و، هغه دا ټکى و چې برتانيا په سيمه کې د داسې اډې ساتل يواځې د مسلم-ليګ له لارې شوني بلل. له همدې کبله وو چې دې موخې ته د رسېدو پر لور، نوې وايسراى، “.. په چوپه خوله او ميتوديکه توګه د واقعيتونو پر زېږولو..” پيل وکړ. او پر دې لور لومړى ګام يې “د محمد على جناح چاغولو” ته دوام ورکول وو.

 د لارد وېول پر وړاندې خورا ستر خنډ دا و چې مسلم ليګ حتى د مسلمانانو د اکثريت په ايالتونو کې هم اتبار نه لاره. په بنګال کې د مسلم ليګ حکومت د خپلمنځي شخړو له کبله له پښو لوېدلى و؛ په اسام کې د مسلم ليګ لومړى وزير ـ د خپل ځان د خوندي ساتلو په هيله ـ له کانګريس سره پوهاوي ته رسېدلى و. او د لارد ويول له يادښتونو سره سم، “.. څرګندېدله چې د سند حکومت د مسلم ليګ د ولکې پرخلاف بغاوت کړى؛ په شمال صوبه سرحد کې د مسلم ليګ حکومت په نسکورېدو وـ [په ١٩٤٥ کال کې هغه نسکور شو]؛ او په پنجاب کې د هند د وېش پر خلاف د جناح-ضد ائتلاف د پياوړتيا پر خوا روان و.”

 کوم څه چې وايسراى ډېر وارختا کړى و، هغه په پنجاب کې د جناح د کمځواکۍ خبره وه ځکه چې ” پر پنجاب د جناح له بشپړې ولکې پرته، د وېول لپاره شونې نه وه چې د هند له وجود څخه له پلان سره سم …” پاکستان وزېږولى شي. که څه هم پرنګي د پنجاب والي، سکندر حيات خان، پدې قانع کړى و چې د محمد علي جناح پرخلاف بربنډ دريز ونه نيسي، خو پدې نه و توانېدلى چې د “جناح-ډوله حکومت سره، د سکندر حيات له مسلمانو، هندوانو او سيکهانو څخه جوړ شوى ګډ دولت پخلا کړى شي. په ١٩٤١ کې د سکندر حيات له مړينې وروسته، د خضر حيات خان تيوانه پر مشرۍ هم نوموړي ائتلاف هماغې کړنلارې ته دوام ورکاوه.

 ناريندرا سريلا د جناح-ګاندهي ترمنځ د يوې ناکامې شوې غونډې په هکله په تفصيل سره خبره کوي، او د هغې د پايلې په اړه د برتانيا لومړي وزير، وينستن چرچل، ته د لارد وېول له خوا د يوه ليک له متن څخه په اقتباس وايي: “زه پدې ګروهه يم چې د ګاندهي-جناح ناکامو شويو خبرو داسې يو فُرصت رامنځ ته کړى چې د هغه په ترڅ کې د برتانيا حکومت [د خپل هدف پر لور] مخ پر وړاندې ګام پورته کړي.”

 خو پرنګى پداسې حال کې چې د پردې شا ته يې دا ټوله لوبه پخپله روانه کړې، په خورا زيرکۍ او احتياط هڅه کوي بهر چا ته داسې څرګنده نه شي چې پرنګى په هند کې د خپلې راتلونکې “اډې” د پخولو په پروژه بوخت دى؛ او داسې وښيي چې ګوندې د “اقليتونو د حقوقو د ساتلو” او هند د “خيرخواه” په توګه لاس پر دُعا دى چې پخپله هنديان د خپل برخليک په اړه تصميم ونيسي. مکار پرنګۍ هغه څه چې غواړي، د هندي مشرانو له لارې او د جناح له ستوني څخه يې د هند او نورې نړۍ خلکو ته ورسوي چې ګنې برتانيا خو غواړي چې هند يو ناوېشلى او سوکاله هيواد پاتې شي، خو مشران يې په خپل منځ کې نه سره جوړېږي! له همدې کبله ده چې په بېلابېلو وختو کې د “هندي مشرانو” غونډې جوړوي؛ “واکمنو کميټو” ته د هند د “ښېرازۍ” لپاره د کار کولو “واک” ورکوي؛ او د داسې نورو ډرامو په جوړولو لاس پورې کوي.

 د همدې لړۍ په ترڅ کې، لارد وېول د ١٩٤٥ کال د جون پر ٢٥ په سيمله کې يوې غونډې ته د “.. هند د ټولو ګوندونو؛ د سيکهانو او ټاکلو نورو توکمونو استازي؛ او ـ د کانګريس په شمول ـ برتانوي ايالتونو اوسني او پخواني لومړي وزيران ورغوښتي وو چې د وايسراى په قصر کې سره کيني او يوې پايلې ته ورسېږي.

 سيريلا ليکي:

 په سيمله کې د غونډۍ پر سر پروت د وايسراى ماڼۍ ته د موټرو د ورتګ اجازه نه وه. نو دا “مشران” مجبور وو چې “.. په ريکشا کې هلته ځانونه ورسوي. ريکشا [خرګاډي ته ورته] له لرګيو جوړه شوې د لېږدونې داسې وسيله وه چې د پينځو تنو په توګه ټېله او کشېدله. پخپله د وايسراى ماڼۍ د سکاتلند د يوې بُرجورې کلا کاپي وه چې مخ پر ښکته شيوه چمنونه؛ په ريګونو ښکلې شوې لارې او د ګلانو بڼونه ترې راتاو وو.

 که څه هم چې گاندهي سيملې ته تللى و، خو په غونډه کې يې برخه نه لرله. نهرو ـ د وايسراى له خوا “د اېښودل شوي معيار” د نه وړتيا له کبله ـ په غونډه کې د ونډې لرلو اجازه نه لرله. باچاخان او خدايي خدمتګار په جيلونو کې پراته وو. سيريلا زياتوي چې جناح په “لندني سوټ کې د غونډې ستورى” و، خو دا نه وايي چې هغه هم په لرګي-ريکشا کې سپور د وېول ماڼۍ ته ځان رسولى و، او يايې د رسولو لپاره وايسراى ځانګړى لُطف پرې شوى و!

 د محمد على جناح د پاکستان نخچه چې لارد وېول تياره کړې، جناح پرې زور اچولى و او کانګريس نه منله، دا وه چې، د وېول په قول،: ” موږ به د کانګريس تر ادارې لاندې هندو [اکثريت صوبې] ـ که شونې وه په سولييزه توګه ـ هندوانو ته وسپارو، خپل ـ رسمي او ملي پوځونه به ـ (مسلمانو اکثريت صوبو ته) ولېږدوو؛ او په عين حال کې به د هند له مسلمانو ايالتونو څخه د هندوانو په مقابل کې دفاع وکړو … موږ بايد کانګريس ته دا خبره جوته کړو چې د دې پايله به د هند وېش وي … دا خبره ښايي کانګريس مجبور کاندي چې له مسلم ليګ سره پوهاوي ته ورسېږي؛ يانې د هند له تجزيې سره موافقه وکړي.

 د هند د راجواړو په اړه، لارد وېول وايي:

 په شمال-لوېديځ کې به کشمير، بلوچستان او د پنجاب دولتونه؛ او په شمال ختيځ کې به سيکيم، بُهتان، کُوچ، بيهار، منجپور او نور د برتانيا تر نفوذ لاندې پاتې شي؛ او د حيدراباد حاکمان به له شکه پرته د برتانيا تر ولکې لاندې وي. وېول زياتوي چې د دې مانا دا نه ده چې ګوندې دا ترتيبات به له برتانيا سره د شمالي ايرلند له اړيکو سره مشابه وي، يانې دا دولتونه به د هند شمالي ايرلند وي. موږ به هڅه وکړو چې تر هرڅومره ښو ممکنو شرايطو لاندې د هند اتحاد بېرته خوندي؛ او بيا په بشپړه توګه ترې ووزو. (په بربنډه توګه څرګندېږي د وروستى پراګراف د زياتولو موخه دا وه چې د ټوليزو اذهانو د غولولو لپاره داسې ښکاره کړي چې ګوندې برتانيا د هند وېش نه غوښت).

 د برتانيا په دفاعي نظام کې د پلان شوي پاکستان د څرنګوالي په هکله، لارد وېول په هند کې د برتانوي ځواکونو ستر کومندان، فيلډ مارشال کلاوډ اچيلنيک، ته دنده وسپارله چې رپوټ ورکړي. اچيلنيک دا رپوټ تر “دوو سرليکونو” لاندې تيار کړ:

 (١) پر هندوستان د برتانيا تر کابو لاندې پاکستان اغېزه

(٢) د پاکستان د دفاع پربلم

 اچيلنيک، د لومړۍ مادې په اړه، د خپل رپوټ په بهير کې وايي چې په تيوري کې ښايي داسې ځرګنده شي چې تر برتانوي اغېزې لاندې پاکستان به وکولاى شي د خپلواک هند له لوري د غليمانه خوځښتونو د پوتانشيل [بالقوه شونتيا] مخه ونيولى شي. خو دا خورا شکمنه ده چې پاکستان به د خامو توکيو داسې اړينې منابع، صنعتي پياوړتيا، بشري ځواک ـ او تر ټولو غوره ضروري ځمکنۍ پراختيا ولري، چې د هند پر وړاندې د جګړييزې اډې دنده ترې واخستل شي… پداسې حال کې چې اتومي انرژي پرمختګ کوي او ـ په ځمکه، فضا او سمندر کې ـ هر ډول وسلې پراختيا مومي، د فاعي ژوروالى او د شاتګ لپاره به کافي ځمکې ته ضرورت وي. [دا هغه ستراتيژيک ژوروالى و، چې د ١٩٨٠ کلونو په بهير کې جنرال ضيا پرې ـ د افغانانو د تباه کولو له لارې ـ د پرنګي له خوا مامور شوى و]. نو لدې کبله ويلاى شو چې پاکستان به داسې امکانات برابر نکړي چې د هغه په ترڅ کې برتانوي کامنويلت خپلواک هندوستان د زور له لارې له بهرنيو غليمانه اغېزو څخه لرې وساتي؛ او د هند د سمندر په سيمه کې زموږ د مواصلاتو خونديتوب تضمين کاندي.

 او د دويمې مادې په هکله ليکي چې، فرضاً، که پاکستان کشمير ونيسي او يا لږ تر لږه پر هغه ژور اغېز ولري، نو پاکستان به د شمال [سينکيانګ] له خوا له جدي ګواښ سره مخامخ نه وي ـ د هماليا غرونه به يې له دفاع سره مرسته کوي ـ … خو پاکستان به د شمال-لوېديځ له خوا [افغانستان]؛ او د سهيل لوېديز له لوري د هند له خوا په لويه کچه ځمکنيو بريدونو سره مخامخ وي.”

 نو د داسې په “لويه کچه بريدونو” د مخنيوي لپاره، د افغانانو د تباهۍ پروژه تل د برتانوي کلونياليزم د کړنلارو په سر کې وه؛ له ١٨٨٠ کلونو راهيسې يې هغه په مخامخ او نامخامخ توګه اجيرو ځواکونو په توګه پر مخ بيوله؛ او له ١٩٤٧ کاله وروسته يې د دې دندې د سرته رسولو لپاره پنجابى پوځ وروزه او چمتو کړ، چې په نتيجه کې يې زموږ د ملت په مليونونه لوڼې او بچيان د ژوند له هر ډول ښېرازيو څخه محروم او نامراده د مرګ کومي ته سپارل کېدل.

 سريلا ليکي چې د برتانوي هندي د پوځونو سرکومندان له شکه پرته پر دې ګروهه و چې که “.. وغواړو د اوبو او هوا له لارې د هندي سمندر په سيمه کې په ازاده توګه وخوځېداى شو ـ چې زما په نظر د برتانوي کامنويلت شتون د دوام لپاره حياتي دى ـ نو دا يواځې هغه وخت کولاى شو چې هند متحد او په خپله خوښه د کامنويلت غړى پاتې شي..”

 خو د اچينليک دا نظر چې وېشلى هند به د برتانيا له پوځي موخو سره د کافي مرستې وړتيا ونلري، د لارد وېول د پاکستان له پروژې سره توپير لاره. نو پدې اړه اچينليک ته د ننګونې په ژبه، له لندن څخه د راغلي يوه حکومتي پلاوي، “کابينيټ ډيليګېشن”، په يوه غونډه کې وايي چې:

 “جلالتمآپ وايسراى [وېول] فکر نه کوي چې موږ د هند په شمال-ختيځ او شمال-لوېديځ [يانې پروژه شوي پاکستان] کې د نا محدودې زمانې لپاره د پاتې کېدو په اړه د ردولو کوم لامل موجود وي. نوموړى د سرکومندان له دې نظر سره موافق نه و چې پاکستان به، د برتانيا د امپراتورۍ د يوې برخې په توګه به د برتانيا په مرسته له ستراتېژيکي پلوه د دفاع وړ نه؛ او ددې جوګه به نه وي چې د [برتانوي] امپراتورۍ ګټې وساتي.”5

 جناح د پروژه شوي ختيځ او لوېديځ پاکستان ترمنځ د اتصال “يو دهليز” هم غوښت چې د څه ناڅه يو زر ميله په واټن به د هند په خاوره کې غزېده. او پر هغه سربېره د مسلم ليګ مشر پدې خبره هم ټينګ درول شوى و چې د ګرد هند د مسلمانانو د يواځنى وياند په توګه به د مسلم ليګ له غوښتنې څخه نه تېرېږي. لدې کبله د غونډې د بريا شونتيا نه وه. د سيملې غونډه ناکامه شوه.

 د ناکامه شوې غونډې يو ونډه وال ژورنالست، دُرګه داس، وايي: “.. د غونډې په پاى کې جناح د سيملې په سيسيل هوټل کې راته وويل چې په انګلستان کې يې ملګرو ـ د وايسراى د اجرايه کميټې د يوه غړي له لارې ـ ډاډ ورکړى چې که په غونډه کې په خپله غوښتنه (يانې چې يواځې دى دې ګرد هند د مسلمانانو د وياند په توګه ومنل شي او پدې توګه دا غونډه ناکامه کاندي) نو ورته به پاکستان ورکړ شي. .. په سيمله غونډه کې د مسلم ليګ يو برخه وال، حسن امام ليکي چې د سيملې کانفرنس د دوه تنو سکرتريانو څخه يوه سيسيل هوټل ته پر لار ودرولم او ويې ويل چې د وايسراى د اجرائيه کميټې يوه غړي جناح ته سلا ورکوله چې [په خپل دريځ] ټينګ ودرېږي.6

 دا خبره هرچا ته څرګنده وه چې د جناح له خوا دا اېښودل شوي شرطونه، نه عملي او نه نورو هندي سياسي ځواکونو ته د منلو وړ وو. خو د لارد وېول موخه هم دا وه چې پداسې شرايطو کې د سيملې غونډه راوغواړي چې د هغې د بريا شونتيا بېخي صفر وي. کله چې د سيملې غونډه ناکامه شوه، نو جناح اخطار ورکړ چې که پاکستان ور نکړ شي، “کلي او کوڅې به” په وينو ولړي. له هغې نېټې مسلم ليګ د ” رښتيونى مومن، يا کافر او يا خاين” شعار د ګرد مسلمان ولس پرخلاف خپل کړ او تر هغه لاندې يې، د پرنګي په ګټه، زموږ د ولسونو په وهلو، ځورولو او وژلو لاس پورې کړ.

 لارد وېول ليکي چې ـ په برتانيا کې د ١٩٤٥ انتخاباتو په پايله کې د محافظه کار ګوند له ماتې وروسته مې ـ له وينسټن چرچل سره وليدل. پداسې حال کې چې نور په هند کې د پاتې کېدو خوب يې ناسم ختلى و، [چرچل] راته د وروستۍ خبرې په توګه وويل چې: د “هند يوه ټوټه ځان ته وساته”.7

 هغه و چې جناح ـ د چرچل لپاره “د هند د يوې ټوټې د ساتلو” په موخه ـ د “کليو او کوڅو پر وينو لړلو” د خپل هوډ په عملي کولو لاس پورې کړ. د ١٩٤٦ کال د اګست پر ١٣ [روژه کې] مسلم ليګ ګوند د ” مخاخ اقدام” تر شعار لاندې يوه اعلاميه خپره کړه چې کاپي يې ـ د [کلکتې] د ګورنر د دوتر له لارې ـ لندن او ډهلي ته استول شوې وې. “.. پدې لاسوند کې له شکه پرته دا خبره جوته ده چې د کلکتې ګورنر ته د مسلم ليګ د ارادې خبر مخکې له مخه ورکړ شوى و. دا اعلاميه پداسې ژبه ليکل شوې وه چې له هغې نه اټکل نيمې پېړۍ وروسته د [بن لادن] د القاعده له اعلاميو سره يې سر خوړ. د مسلم ليګ د نوموړې اعلاميې په وروستي پراګراف کې ويل کېږي:

 “.. د رمضان په مياشت کې قُران [شريف] نازل شوى؛ د رمضان په مياشت کې خداى پاک د جهاد کول جايز وګڼل؛ د رمضان مياشت وه چې په ٦٣٤ کال د اسلام او بېدينانو تر منځ لومړۍ جګړه په بدر کې وشوه ـ چې په کې ٣١٣ مسلمانان د ٩٠٠ کفارو پر وړاندې کامياب شول؛ د رمضان په مياشت ٦٣٠ کال د پيغمبر (صلعم) پر مشرۍ، لس زره مسلمانانو مکه [معظمه] فتح کړه او په عربستان خاوره يې يې د خداى سلطنت او اسلامي کامنويلت جوړ کړ. مسلم ليګ نېکمرغه دى چې پدې سپېڅلې مياشت کې خپل اقدام پيل کوي.8

 د “کلکتې سترو وژنو” په پايله کې د ښار کوڅې د پينځه زره تنو وژل شويو او له شل زره څخه زياتو ټپيانو په وينو رنګ شوې وې. ډېره ناسمه به نه وي چې د ملتونو تر منځ د حق غوښتنې جګړه له هماغه نېټې ـ د برتانوي پرنګي پر لمسون او ګټه ـ په مذهبې جګړه واړول شوه؛ د اسلام د سپېڅلي دين د سولې او زغم پيغام ته بل رنګ ورکړ شو؛ او دا تر ننه پورې دوام لري.

 کله چې په ١٩٤٧ کې د محمد على جناح په قول، له پرديو خاورو څخه “غړي پر غړي پرې شوى او پويو خوړلى پاکستان” 9 د پنجاب “شل فاميلي” بيروکراسۍ او راجه-جرنيلانو ته ورکړ شو، له هغه سره سم يې هغوى د دې “غلا کړو” خاورو د څښتنانو په نابودولو وګومارل. نو له دې کبله د “پاکستان کا مطلب” د هند سمندر په سيمه کې د پرنګي د پوځي اډو ساتل وو. او د هغو د ساتلو لپاره يې د افغانانو، بلوڅو او سندهيانو د وژلو لپاره په بېباکۍ او بربنډې رياکاري د خداى له مقدسه نوم، لا الله الا لله، څخه ناروا ګټه پورته کوله.

 نن زموږ ولسونه، ان شاالله تعالى، پدې شيطنت پوهېدلي. ګرد افغان ملت، له امو، تر کندهار، تر اباسينه ـ د ستر ابدالي بابا د خاورې پاکلمنو او ننګيالو لوڼو زامنو ـ د خپلې ازادۍ لپاره ملا تړلې او د فخر افغان، باچاخان، په ژبه، د “ناکاره نړۍ” غوږونو ته وررسول غواړي چې: “.. په زرګونو پښتانه د پخوانيو [پرنګي] استبدادګرو پر لاس وژل شوي دي. او د برتانوي او پاکستاني پاليسيو په پايله کې، په لکونو پښتانه ـ چې په اسيا کې د يوه پياوړي ملت په توګه به يې د بشر خدمت کړى واى ـ وېشل شوي، ويجاړ شوي او په تدريجي توګه د نړۍ د نخچې له مخه د ورکولو له تکل سره مخ دي… ايا پښتنو کومه ګناه کړې ده چې د هغې له کبله دې د تاريخ له پاڼو ورک شي ـ له خپلو خاورو محروم؛ او د غلامولو په ترڅ کې د نابودۍ ګړنګ ته ورټېله شي.. له مغُلو تر انګرېزانو او بيا تر پاکستاني رژيم پورې، د پېړيو اوږدو تياره شپو په بهير کې زموږ بېګناه ولس تر استبداد لاندې دى… هغوى په نادره توګه په سوله کې ژوند ته پرېښودل شوي دي … په پېړيو- پېړيو يې سوله نه ده ليدلې؛ په پرله پسې توګه د بمونو، جګړو او ډلوژنو نښه شوي دي. نه ښوونځى لري او نه روغتون. لکه د غرلمنو سارايي ګلانو پر څېر، پخپله غوړېږي؛ [له يوې خولې خندا] وروسته مړاوي، او ((رژېدلې ګلپاڼې)) يې زېړېږي… نه پوهېږم چې دا ناکاره نړۍ ترې څه غواړي.”

 يا ربه توفيق!

تبصره نسته

  1. pakistan punjabi aw isi hich kala na goarey chi afghanistan kie sola rashe.
    ows khow pryman dollar wrta larziey.kala chi amlyet wokrey pa humga woraz dollar workawey punjieyn to.

  2. Zarmal sahib,salam:Tasi la tarikhi malomato dasi brixy chi Karzay ham de Ali jena ghondy de Angrezano godagay dai au ghuady pa manteqa ki Paxtana la maenza usy au la dy lary zan de yau weshtemy pidy Shah shuja marifi kdy au ka bal zha. manana

  3. Great!
    But you have to remmeber that you have to point to every side and really no CIA role is pointed at all.

  4. Deer Salamoona lar aw bar Afghanano ta,
    Zama pa nazar da deera khwaga khabara da aw saheh malomat de za da toli khabari taied kawom
    Deera Manana
    Abad aw Khad osai

  5. Zarmalwal sahib salamona ao nyki hili.
    hila da cee de Pashto zhabi nwr likwalan hum
    . dasee gatawary likani loastonkw ta orandi kee Buryalai aossy

  6. Zarmalwal sahib salamona ao nyki hili.
    hila da cee de Pashto zhabi nwr likwalan hum
    . dasee gatawary likani loastonkw ta orandi kee Buryalai aossy

  7. salam?atalo .seraf.asliy.afghanano.ta?zoma.salam?
    zomoga sara ?da. pekar. ham?der.zeyat.day?
    che.ka.taliban ?kamyab?she
    pakistan.sara.ba.jang.kawe?ao.kana>
    ka.chery.de.pakistan?sara.jang.,kawy?no.moga
    pashton?kuom.ham.da talebano?khemayat?
    wako?
    ka de.pakistan.sara.jang.vanaky>
    no.
    mogha.ye khemajat.na kawou?

  8. salam?atalo .seraf.asliy.afghanano.ta?zoma.salam?
    zomoga sara ?da. pekar. ham?der.zeyat.day?
    che.ka.taliban ?kamyab?she
    pakistan.sara.ba.jang.kawe?ao.kana>
    ka.chery.de.pakistan?sara.jang.,kawy?no.moga
    pashton?kuom.ham.da talebano?khemayat?
    wako?
    ka de.pakistan.sara.jang.vanaky>
    no.
    mogha.ye khemajat.na kawou?

  9. sallam De stter Ahmad sha Baba bacho
    khuday ta waguray zan De taleem pa zeenat sambal krayche hapal maram ta orasoo
    Tash pa chaghoo sa na kegee
    eteefaq zan kee peeda kray
    noar halaq ma mlamatawee
    moz Hameesha noar mlamat aoo

  10. خوا مه بده ؤی داوار ټګ پر ټګمار واوښتی isiدانګریززوی دciaسره مخ سووزیرستان کی داډرامه ښه معلومیږی خوکاشکی مود کابل په ارګ کی یونرپښتون ناست وای چه دادپښتنو تلفات یی ځه کم کړی وای

  11. زرمل وال صاحبه دير په زره پوري معلومات مو وراندي كري صرف دومره وايم چي الله تعالي په خپلو كارونوو شه پوهيزي. وايي كنه چي مه كوه په چا چي و بشي په تا. خداي دي تولو افغانانو ته اتفاق او اتحاد ور نصيب كري او بدبختي د تري هميشه لري وي.

    اباد د وي افغانستان او زوندي د وي پشتانه

  12. خدایه ! دا پشتنو کې د یوالي حس ولی نشته؟هه.
    د یو پشتونیستان د جوړیدو حس په کې ولې نشته؟هه.
    او بل خدای ته وګورئ چی پښتانه د ملا ، طالب ، قومندان یا د یو او بل په نوم مه وژنئ سر به درته سرتور کړم . که دا وژنه همداسې خدای مه کړه دوام وکړي اخیر به څه پاتې شي.

  13. پاکستان خدای جوړ دې او خدای به يې ساتي، دا 27 رمضان ته جوړ وه او تر اوسه خدای په خپله قائم ساتلی دې. د پاکستان دښمنانو ډېر کوشش وکړو خو تر اوسه کامياب نه شول. ډېر ژر به په دې سيمه کښې اسلامي انقلاب راځي انشاالله او د ټولو دښمنانو خولې به بندې شي، بيا به دا اسلامي امارت هيڅ يو دښمن ونۀ بخښي، او تل د پاره به مخ په وړاندې ځي، انشاالله .