کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ: د امریکا سفیر، دکابینې غړو او بهرنیو دیپلوماتانو ليدنه

ميدان وردګ: د امریکا سفیر، دکابینې غړو او بهرنیو دیپلوماتانو ليدنه

دمیدان وردګ ولایت ته دامنیتي وضعي دارزونې،دعامه ساتنې دپروګرام،اقتصادي وضعيت،دشفافوټولټاکنوپه اړه دامنیتي تدابیرو او د کار لاندې پروژو دڅارنې په موخه دامریکا دمتحده ایالاتو سفیرایکن بیري،دترکیې هېواد سفیر ،دښځوچارو وزیرې ډاکترحسن بانوغضنفر،دکورنیوچارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال منیرمنګل او یوشمیردولتي چارواکو او دسیاسي دیپلوماتانو سفروکړو.


دغه سفر هغه مهال کیږي چې تیرکال ددې ولایت امنیتي وضعه ډیره خرابه شوې وه خو دتیرو لسومیاشتو راپدېخوا په میدان وردګ ولایت کې امنیتي وضعه ترډیره بریده ښه شوې او دښه کېدو په حالت کې ده،دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي د امنیتي وضعي دښه کیدا شپږ بنسټیزلا املونه په ګوته کړل، په ټول ولایت کې د۱۸۰۰ تنوځوانانوپه کارګومارل چې تراوسه ۴۹۲ په دندو ګومارل شوې او نورترکار لاندې دي،په ولسوالیو کې دسیمه ییزو شوراګانې چې دافغانستان د ټولنیزې رسیدګۍ په نامه یادیږي جوړول ددغه پروګرام له لارې دټولنیزجوړښتونه تقویه،اصلاح او ریفورمول،دایساف ځواکونو ځای پرځای کول او د دوۍ له لارې دافغان ځواکونود ظرفیتونولوړول او حمایه کول، په دې ولایت کې دافغان او ایساف ځواکونوترمنځ په نظامي اوملکي کچه بشپړه همغږۍ رامنځته کول، له ولسونوسره داړیکوتقویه کول او په خپل وخت دخلکو ستونزو او شکایتونو ته رسیدل او ددې لارې یو قوي مدیریت رامنځته کول او د دیني علماؤ او روحانیونو سره دولایت په بیارغاونه،امنیت او ښې چارواکۍ کې راشریکول ددې لاامل شوې دي چې په ددې ولایت په امنیتي حالاتوکې مثبت بدلون راولي، وروسته راغلی پلاوی ددی ولایت جلریز ولسوالي ته سفروکړو چې یوکال دمخه دوسلوالومخالفینو ترې د اصلي سنګرپه توګه استفاده کوله، پلاوي په جلریز ولسوالي کې دمیشتوقومونو،علماؤ ګرامو،جهادي قوماندانانو،دښوونځیو استادانو،شاګردانو،دعامه ساتنې دځای پرځای شوو پولیسو، هټېوالواو دښځوچارو وزیرې د جلریز ولسوالۍ دښځینوو شورا غړوسره ولیدل چې دعامه ساتنې دپولیسودځای پرځای کولو ورسته اوس ۵۰۰۰ زره انجونې ښوونځیو ته دزده کړولپاره ځي او خلک په پوره ډا‌ډه زړه خپل ورځني کارو پرمخ بیایي.


په اخرکې دولایت والي او راغلي پلاوي دژورنالیستانو پوښتنو ته ځوابونه وویل او هم د ولایت والي لخوابرابرې شوې تحفې پلاوي ته ورکړی.