د مايکل جکسن د ښخولو وروستي مراسم ترسره کېږي

34 | جولای 7th, 2009


ټاکل سوې ده چي د سې شنبې په ورځ د پاپ موسيقۍ د سندرغاړي مايکل جکسن د ښخولو مراسم ترسره سي.

امريکايي رسنۍ خبر ورکوي چي د ښاغلي جکسن وروستيو کي د ګډون په خاطر تر ١٦ لکه ډېرو کسانو ټکيټونه کړي دي.

پوليس وايي د مايکل جکسن مړى به په هالي ووډ کي خاورو ته وسپارل سي، خو دا يې نه دي ويلي چي نوموړى به په اسلامي او که عيسايي مراسمو ښخ کړل سي.

د پاپ موسيقۍ دغه سندرغاړى چي د جون پر ٢٦ – مه په لاس انجلس کي د زړه د ناڅاپي حملې له کبله مړ سو، د کورنۍ د ځينو غړيو ترمنځ يې پرښخېدو جنجال پېښ سوئ وو.

د مايکل جکسن خور ويل هغه مسلمان سوئ وو بايد په اسلامي طريقه خاورو ته وسپارل سي، خو د کورنۍ نورو غړو يې په عيسوي دود خاورو ته سپارلو باندي ټينګار کاوه.

Copyright Larawbar 2007-2024