برلين : څلور جرمني عسکر په ميډالو ونازول سول
د جرمني صدراعظمي انجيلا ډوروتیا میرکل په برلین کښي دمراسمو په ترڅ کښي چي د جرمني ددفاع وزیر هم ګډون کړئ وو؛ و څلورو جرمني عسکرو ته د زړه ورتيا په خاطر ميډالونو ور په غاړه کړل .
په جرمني کښي د دوهم نړيوال جنګ (World War II)* راهيسي دا لومړۍ ځل دئ چي د عسکرو ترمنځ توپير په ميډال سره ستايل کيږي. نوموړي عسکر د افغانستان په شمال کښي د يوه ځانمرګي برید څخه وروسته د هغوی د کړو -وړو له امله ونازول سول .
په ۲۰۰۸ ميلادي کال کښي جرمني د يوې لس کلني دورې څخه وروسته فیصله وکړه چي زړه ور عسکر باید په ميډال سره تشويق کړل سي، او د دفاع وزارت په راپورونو کښي لیکل سوي چي د جرمني لخوا داسی یوه کړنه د نړۍ دصلحي د ساتلو لپاره يو پر ځای کار دئ .