کور / طنز / هغه وخت به زه نه يم” نعوذ باالله منها!”

هغه وخت به زه نه يم” نعوذ باالله منها!”

٢١ مى ٢٠٠٩

طنز

انسان يو عجب مخلوق دى، ټول انسانان دا ارزو لرى چى عمر يى سلهاو کلنو ته ورسيږى اوپه نړۍ کى ټول تحولات، پيشرفت او ترقى پخپلو سترګو ووينى اود نړۍ ټول شته او دولت هم يواځى دده په نصيب وي ددى لپاره هميشه دا دعا کوى چى خدايه زه به ژوندى يم او دا او هغه به په خپلو سترګوووينم او يا په دنيا کى چه هر څه وي يواځى او يواځي زما او زما د کورنۍ په برخه وي اوکله کله دا هم وايى ” جان زنده جهان زنده”. خو ځينى يى د خپل ملت، قام، وطن او هيواد په غم غمژن وى چى د خپل هيواداو خلکو سرلوړى غواړى،هيله او ارزو لرى چى حکومت يى زورور وى، اقتصاد يى قوى وى،د نوى عصر مدرني وسلي، ټکنالوجى اوتخنيک هم يواځى ددوي د هيواد په لاس کى وي چى د نړۍ ټول هيوادونه په مستقيم او يا غير مستقيم ددوي مستعمره او غلامان وي. او دا تمه لرى چى دا هرڅه دوي پخپل ژوند کى پخپلو سترګو وګورى او د هغو څخه خوند او مزه واخلى. ددى هدفونو د لاسته راوړنى لپاره ډيرفکرونه او سوچونه وهى او د رنګ رنګ ستراتيژۍ او تاکتيکونو څخه کار اخلى، شپه او ورځ کار کوى او ددي موخى د لاسته راوړلو لپاره هر راز ستونزي او تکليفونه په ځان منى تر څو برياليتوب تر لاسه کړى.

وايى چه ددى ارزوګانو او غوښتنو د لاسته راوړلو په موخه دريو کسانو د خداى پاک نه د ملاقات او ليدلوغوښتنه وکړه. خداى پاک د دوي غوښتنه ومنله اودوي د خداى په حضور مشرف شول. په دى ډله کى يو تن امريکايى وو، بل يى جاپانى او دريم سړى د افغانستان څخه يو پښتون وو. وايى کله چى دوي د خداى پاک په حضور کى پيش شول، خداى پاک ته لمړى امريکايى ورمخکى شو:” خداى ورته وويل وايه څه غواړى.”

آمريکايى خپل سوال او زاري داسى مطرح او ويى ويل: ” اى د ځمکى، اسمانونو او ټولو کايناتو خدايه زما هيله او ارزو داده چى امريکا د ټولى نړۍ هيوادونه مستعمره کړي او په ټوله دنيا کى يواځى د امريکا حکومت او په اصطلاح پاچاهى وى چى په دى حالت کى بايد زه ژوندى ووم او دا ټول شيان زه پخپلو سترګو ووينم، اى خدايه دا به څو کاله وخت ونيسى؟”

الله تعاله په ځواب کى ورته وويل، دا به تقريبآ دوه سوه کاله وخت ونيسى. کله چى امريکايى دا خبره واوريده نوپه ژړا شو او ويى ويل چى دا ډيره اوږده موده ده او متآسفانه زه به ژوندى نه يم چى دا پخپلو سترګو وګورم، او په ژړا – ژړا د خداى د حضور څخه رخصت شو.

بيا د جاپانى وار راغئ. خداى پاک پوښتنه وکړه “ته څه غواړى”. جاپانى وويل: لويه خدايه زما هيله او ارزو داده چى په ټوله نړۍ کى جاپان بايد يواځنى هيواد وى چى ټولى مدنى او عصرى ټکنالوجۍ او تخنيک ته يواځى زما هيواد لاسرسى ولرى او غير له جاپانيانو څخه بل هيڅوک ددى کار جوګه نه وى او غواړم چى دا هرڅه پخپل ژوند کى پخپلو سترګو ووينم. خداى پاک ده ته هم تقريبآ هغه ځواب ورکړ لکه څنګه چى يى امريکايى ته ورکړى وو. جاپانى په ژړا شواو ويى ويل چى ما او ماته ورته انسان دومره عمر نشى درلودلى نو د ډيرو اسويلو او خفګان سره يى د جاپان په لوري مخه او روان شو.

اوس زمونږ او ستاسو د غمځپلى، خړپړ، پښي ابلي، شليدلى پګړۍ په سر، خيرنى ريتاړي­ريتاړي جامي په غاړه، مخ يى داسى وچ او سخت لکه تبرګى، لاسونه او پښي چاودي، د هري خوا نا هيلى، خو د هيواد او پښتون ولس په غم غمژن او غم لړلى پښتون­ افغان وار راغى. خداى پاک ورته وويل په ځوانۍ کى زوړ ژنړکيه پښتونه ” ته دلته څه کوى او زما څخه څه غواړى”.

افغان پښتون وويل خدايه ! د کلنو کلنو سوچونواو فکرونو نه مى وروسته د ځان سره دا هوډ او تصميم ونيو چى ستا حضور ته راشم او يو عاجزانه او انسانى هيله او تزرع در څخه وکړم، چى اى د ټولو مخلوقاتو، ځمکو او اسمانونو پيداکوونکى او نيست کوونکيه! کله به هغه وخت زما په ژوند کى راشى چى د پښتون ولس څخه بى اتفاقى، ورور وژنه، تربګني، دشمني،يو بل ته کوهى کنستل، حسادت، بد بيني، شيطانت او…. له منځه ولاړ شى او پر ځاى يى ورورولى، اخوت، ځان تيريدنه، اتفاق، يووالى،ديو بل درناى او نور انسانى صفات برقرارشى، او زه دا ټول پخپل ژوند کى پخپلو سترګو وګورم، چى دا به څو کلونه وخت ونيسى چى ستا د لويى درګاه څخه به دا زما يواځينۍ هيله،سوال، ارمان او ارزو وى او بس.

خداى پاک ورته د يو ځنډ څخه وروسته وويل: “چى اى ساده پښتونه بنده،د دغه پورته شيانوڅخه چى تا ذکر او شکايت وکړدا به هله ورک او د منځه لاړ شي چى بيا به زه نه يم.” ” نعوذباالله منها”.

ګرانو لوستونکو: دا يو طنز دى او ما دا ددى لپاره دلته راوړ چى په دى حساس او کړکيچن وخت کى چى پښتانه ورسره لاس او ګريوان دي د تير تاريخ نه بايد درس واخلو او اوس يواځينۍ لار داده چى يو بل ته د ورورولۍ لاس وړاندى او د خپلمنځى دشمنيو نه تير او مشترک دشمن ته يو شو. پښتنو په تاريخ کى ډيرى قرباني ورکړيدي چى د هغو د ويلو نه به تير شم ځکه چى تاسو ته دا ديرش کلن ناورين اود پښتنو په وينو لړلى تاريخ ډير ښه معلوم دى، خو په خواشينۍ سره بايد وويل شى چى ګټه يى پښتون ولس ته نده رسيدلى اوميدان هغه چا وړى دى چى همهغود پښتنو پر ضد دسيسي کړي اود بد بختيو کندى ته يى دا بيچاره ولس ټيلوهلى او د قدرت او چوکۍ څخه يى بهر ساتلي دي. ټول پښتانه بايد په دى پوه شى چى پښتانه نه په نړۍ کى او نه هم ګاونډ کى “يعنى ګاونډى هيوادونه” ملګرى يا ملګري لري. ټولى نړۍ د پښتنو په ضد مشترک او بيشرمانه او نامقدس قيام پيل کړيدى چي په دى کى نه يواځى نړيوال قوتونه د پښتنو پر ضد په جګړه لګيا دي بلکه د افغانستان کورني پښتنى ضد قوتونه لکه  ربانى، پخوانۍ د نظار شورا چى اوس ورته د شمال نامقدسه ټلواله وايى چى د مسعود پنجشيرى د وطن پلورونکو او ملګرو لخوا رهبرى کيږى. رشيددوستم بيسواد اود پښتنو درجه يک قاتل، کريم خليلى، محمد محقق، محسنى چى د ايران جاسوسان، تنخواه خواران او نور ډير زيات داخلى دښمنان په دى جګړه کى مستقيمه برخه اخلى. ګاونډي هيوادونه که هغه پاکستان دى يا ايران د پښتنوضد قوتونو سره هر راز مرستي کوي له بله طرفه که تاجکستان دى او يا ازبکستان  چى په سر کى يى اوسنۍ روسيه ده ټول د پښتون ولس په ضد دي او ددى ولس په بربادۍ پسى يى رااخستى ده. بيا هم وايم چى د اوسنۍ او يوشتمى پيړۍ د شرايطو سره سم په سياست اود ډپلوماسۍپه ګاڼه ځانونه اراسته او عيار کړۍ، وخت تيريږي او تاريخ داسى دى لکه ايينه چى هر څوک پکى خپل مخ او جوسه ګورى نه د بل، او تاريخ داسى ثبتيږى چى محوه کول يى هيڅ امکان نلرى. په اوسمهال کى دا يواځينۍ لار ده او بس. الله تعاله دى مونږ تاسو ټولو ته د ورورولۍ اويووالى توفيق راکړي.

تبصره نسته

  1. ګوره پاچا! د سلام وړ نه یی
    اول خو باید داسی درته ووایم چی نور هم زموږ افغانان ستا غوندی په بهرنیو هیوادونو کی ژوند کوي خو هغوی له خپله اسلامه دومره بي خبره نه دي، ته په پښتو الي باندی دومره بی ځایه کباب یی چی خپل ځان دی کفر ته رسولی دی، نو لومړی باید خپل اسلامی اصول په دقیقه توګه وګوری او بیا طنزونه لیکه، خو ستا له خبرو دا هم معلومه شوه چی په پښتو هم نه یی خبر ځکه چی پښتانه په دی اندازه کمعقلان او له دین نه ناخبر نه دی

  2. واه واه پاچاګیه!
    دپښتون په نامه دی دومره لوی حماقت کړی دا خو دی ځان په شرمونو وشرماوه

  3. ښاغلي ورور پاچا د ليکنې په اړه بايد ووايم چې طنز يو مهم ادبي ژانر دی او مطلب يې د خلکو په نادودو کړنو او منفي رواجونو ملنډې وهل او د هغوی منفي بڼه وړاندې کول دي.

    و تاسو چې څه ليکلي سراسر د اسلامي اصولو او ادبي اصولو خلاف دي، زما په فکر پښتانه دومره له دين ناخبره نه دي او بيا دا ډول طنز چې د خلکو د عقيدې سپکاوی پکې شوی يوازې په خپل ځان له ملڼډو وهلو پرته بل څه نه دي.

    خ تاسو په پای کې ليکلي چې له دې طنز څخه مو موخه خلکو يووالي ته رابلل دي نو ايا د خدای (ج) د نوم سپکاوی به د پښتنو د يووالي سبب شي او که د بدبختي او بې اتفاقۍ.

    خپل نوم خو دې پاچا ليکلی خو نه پوهېږم چې د چا غلام يې، ستا غوندې خره چې داسې لغتې وهي نو پښتنو ته به سخته ګټه ورسيږي.

  4. ګرانو ورونوتاسو ټولو ته سلامونه! زما نيوکي او انتقاد خوښيږى، خو په ځاى. زه په عقيده کلک مسلمان ، پښتون او په پير خانه کورنۍ کى پيدا شوىيم.دا مطلب مى ډير د زړه د سوخته ليکلى، داد هر چاپه فهم او ادراک پورى اړه لرى، چى څنګه يى تعبير کوى.کفر هغه ته وايى چى څوک د خداى سره شرک پيدا کړى. دا ښکاره ده چى پښتنو بي اتفاقۍ ته اتفاق کړى دى او ستر خوشحال خان خټک دپښتنو ددغو بى اتفاقيو نه هميشه سر ټکولى دى. پاچا خان ويلى وو چى پښتانه ولږى،تندي… ټينګ دي خو پيسو ته ځان نشى ټينګولى.په ليکنه کى د پښتنو د دين څخه بى خبرى نه بلکه د هغو خپلمنځي تربګنيو او دشمنيو ته اشاره شويده. سياف د پيسو او چوکۍ لپاره د ربانى او مسعودوف سره يوځاى شو.نور ډير مثالونه شته خو دلته ځاى کم دى چى وليکل شى.که د پښتنو بى اتفاقى نه وي نو دا اوسني غميزي به ولى رواني وي.تاسو کولى شۍ چى زما نوري د پښتو او درى ليکني وګورۍ.ډيره مننه­­­، پاچا

  5. والله لږ له اسلام څخه مخالفه خبره ده یاره دابه کیدای شی چه دداسی چا وینا وی چی له اسلام څخه ډیر ناخبره وی خو پاچا خانه وروره ته خو نه چی نه په پښتو پوهیږی پښتو اسلامی کتابونه مطالعه کړه چه دا درته معلومه شی چی نه امریکایی او نه جاپانی اونه پښتون دالله سره مخامخ کتلای شی
    که ته وایه چه طنز دی خطرناکه طنز دی یاره له الله جل جلاله څخه بخښنه وغواړه