کور / تازه خبرونه / د ښاروال مرستيال د سياسي توطيو له مخې نيول شوئ و

د ښاروال مرستيال د سياسي توطيو له مخې نيول شوئ و

كابل نوی ښـاروال وايي: د ترمينلونو جوړول، واړو او لويو سركونو او لارو لورو جوړول، د غير قانوني ودانيو د جوړولو مخنیوی، دې ښار ته دګازو د پيایپ لاين تېرول، د ټولو ودانيو له مخې د موانعو لرې كول او د ښار پاكول د ده په كاري لومړیتوبونو كې راځي.

انجينر محمد يونس نو انديش، چې اوس اوس يې د كابل ښاروال په توګه دنده پيل كړې وايي له اداري فساد سره به هم مبارزه وكړي.

“زما د کار یو لومړیتوب د فساد، رشوت او اختلاص د شرمونکې پدیدې پر ضد مبارزه ده. د رشوت او فساد پر ضد د مبارزې په لار کې هڅه کوم، چې د یو صادق او رښتيني ټیم په مرسته به د کابل ښاریانو په خدمت کې اوسم او کله چې زما دنده پای ته رسیږي، هیله من یم، چې خلک مې په نیک نامه یاد کړي.”

غونډی ته د ښاروالې مرستيال وهاب الدين سادات هم وینا وکړه او خپله ناقانونه نیونی ته یی اشاره وکړی او زیاته یی کړه چې ده كوم ناقانونه كار نه دی ترسره كړی اوهغه اتهامونه چی دده په ادرس لګول شوی وو بی بنسټه وبلل او ټول یی رد کرل. دا یی یوه توطیه وبلله چی نوموړی ته د ځینی کسانو له لوری جوړه شوی وه، ځکه نوموړی څه موده وړاندی یو شمیر کسان له ښاروالی څخه په دی خا‌طر له دندو ګوښه کړی و چی یاد شوی کسان په اداری فساد ککړ و.

غونډی ته د د كابل والي ذبيح الله مجددي هم وینا وکړه، نوموړی هم د کابل ښاروالی د مرستیال خبری تایيد کړی او د ښاغلی سادات نیونه یی یوه سیاسی توطیه وبلله او د غونډی برخوالو ته یی د ښاغلی سادات د کاری وړتیا، ایماندارې او صداقت په اړه مفصلی خبری وکړی همدارنګه نوموړي هم په خپل وار ژمنه وكړه، چې هڅه كوي د كابل ښاروالۍ سره په ګډه د كابل ښار اوسنۍ څيره بدله كړي. خو ده بيا له نوي ښاروال وغوښتل، چې په خپلو ژمنو عمل وكړي .

تبصره نسته

  1. مولوي ارسلان باید ته پوه شې چې دقارون شتمني دشیطان هوښیارتیااودګېدړچالاکي نورپه اولس کي چلښت نلري اونه پري تیروتلې شي. ډیر چالاکې هم خوند نه کوي او منافق همیشه سر ټیټه وې

  2. سوله ښه شی دی. رسول الله هم په حدیبیه کې ظاهراً ملاماتوونکي شرایط په ځان منلي وو، خو د زیاتو اصحابو د شهادت مخه یې نیولي وه، چې ددغه له حکمته ډکه عمل نه لږه موده وروسته مکه الله د مسلمانانو په لاس فتحه کړه. د طایف محاصره یې ډیره وځنډوله، خو چې پوه شو چې هم د زیاتو اصحابو کرامو او هم د مقابل لوريد ډیرو تلفاتو شته، نو بې له فتحې ترې ستون شو.
    پریږدﺉ ارسلا او مجاهد او دوی ته ورته خلک د سولې لپاره هڅې وکړي، که نتیجه یې ورکړه، تر دې به بل څه ښه وي، په قرآن کې سوله خیر بلل شوې ده.
    په ټولو ډکرونو کې باید فعال واوسﺉ
    مننه

  3. ښاغلي سنګر!
    زما په فکر چی ډیر وخت دی د خپل بادار درسپارل شوی پلان نه دی پرڅای کړی د کوم پښتون مسلمان وينه دي نه دی توی کړي،
    او تاسو غوندی دبل په پیسو مستان خو همیشه د صلح او سوکالۍ راوستل په دی خوار اولس نه لوروئ
    تاخپره د ډالرو کړي، دا دریرش کاله تاسو لکه د سولر له لمره چارج اخیستو؟
    همدغه ډالر خو اوس هم تاسودواړو ته له یوی کڅوړي درکول کیږي خو صرف توپیر یی په دی کي دی چی تا سو ته د پلندر او دوی ته د اصلي بلار له خواتادیه کیږي، بيړه خو د هغو پاکو افغانانو غرقه دی چی هرڅه یی ستاسو په خلوله لا سه ورکړي او اوس یا ستاسو ترتوره او یا د هغوی تر ټانک لاندی سا غورزوي.
    اودا چی تا ورته د ملا خاکسار غوندی سرنوشت غوښتی وو نو د ا ملا خاکسار اخند خو ستاسو مور شپږ کاله په ویدو در…. کړه ، او تاسو ایله په اوم کال پری خبر شوئ.
    او تاغوندی سنګریان که داسي غښتلي وی نو دامارت د ۵۰۰۰۰ زروشهيدانو انتقام دی له شمالی ټلوالي واخلي چی د هيواد دښتی یی په تاسو ډکی کړی.
    تاسو دا خپل بادار دومره له واکه ایستلي یاست چی لکه د پګۍ آسان یوازی پښتانه وينی چی ویی وژنئ.
    خو دا هم له څانه سره ياد وساته چی په نن پسي سبا هم شته

  4. سنګری صاحب سلامونه
    سپین اوتورکرښي اوټکي هرڅه روښا نه سول( اودي)، خوشف شف لاشروع دی؟ نه پوهیږم چي داستاسو لیکنه ولي دومره کشیش لري چي جذب یی کړم. ستاسی دلیکني په تايد غواړم دومره ولیکم که افغانانوډیري تاریخی کارنامې اوجګړې کړي دي، خویوازي هغودوامداره او مثبته نتېجه ورکړې ده، چي یووالی یی پکښي ساتلئ وي.
    په هرصورت دافغانانو کامیابي په اشخاصو کي نه ده، بلکي په یووالي کي ده، یووالئ شخص غوره کوي اوهغه داسي چي په هغه کی د زعامت ظرفیت موجود وي، اوبیا له شخص څخه دچوپړغوښتنه کوي، یوشي چي بل ضروري دی چي اضافه کړم هغه داچي یوازي په منظم پلان اوستراتیژي په جوړولوڅه نه کیږي دهغه تطبیق اودتطبیق ساحي ترنظرلاندي راوستل هم ضروري دي.
    که خدای مه کړه پښتانه بیاهم وزارتونه، ولایتونه، اونوري چوکۍ په یوه اوبل نامه سره د ویشوغوښتونکي وي، نودابه وپښتنو ته زما په اند یوخورا نامناسب کاروي، خوکه هغه په ملي ګوندي سطحه وي، نود جمهوری نظام یوهڅه بلل کیږي، که څه هم په افغانستان کي ګوند دونه ښه نوم نلري.
    زما په اند اوس ددې وخت دی چي هیواد له یوناوړه حالت څخه وژغورو، موږته پنجابیان اومزدوران یی هم سوله اونیکمرغي نه راوړي، که وکړای سو ټول افغانان یوښه مشرغوره کړو، نوبه مو خپل برخلیک نه وي خراب کړی.

  5. علي کوهاټ وروره !
    خدای دې ما ستا له ګوتو قربان کړي.
    ځواب دې ډېر مقنع وو، دومره یې وخندولم چې توبه
    خو بیرته یې وه هم ژړولم، ځکه ستا په ځواب کې داسې څه هم نغښتي وو چې پښتانه ژړوي، ځکه چې دوه غوایه چې ښکر پر ښکر ښي زیان یې د کاڼو او بوټو وي.
    جګړه نورو روانه کړې، طالبان ، ملي اردو او لاس تړلی افغان ولس پکې لولپه شو
    مننه

  6. ښاغلیه سنګریه
    په پښتو کې یو متل دی وایی فلانی داسې دی لکه چرګه په خپلو چرګوړو دپاسه …..کوی، تاسو بې غیرته سنګریانو خو هم تل په خپل قوم او ولس پسې رااخستې ده، او هغه نوروته بیا بلاوهلي یاست، زه درته قسم درکوم ته اوستا خدای چې په دې ۸ کالونو کې مو څومره حملې په پښتنو مشرانو کړې دی او څو مو په شمالی لنډغرو، ستمیانو، ګلم جمانو او چنګیزی هزاره ګانو باندې کړې دی، ګوره یو څوک چې له خپل سره تیرشی هغه هر څوک وژلی شی، داستاسې له خوا غولول شوی ځان مرګی ولې یوه ورځ هم ددوستم په کور نه ورخوشی کوی، ولې یې یوه ورځ دفهیم په کور نه ور ایله کوی، ولې مو یوه ورځ دطلوع په تلویزیون حمله ونه کړه ، ولې مو یووار په محقق باندې ځان مرګی ونه کړ،ددې برعکس تاسو یا حکیم تڼیوال وژنۍ، یا په عبدالکریم خرم باندې ځان مرګی برید کوی، یا په اطلاعاتو او کلتوروزارت باندې حمله کوی ، یا دپوهنې په وزارت باندې حمله کوی،اما مالک، دوستم، فهیم، ربانی، قانوی ، محقق، خلیلی…. ته رډ رډ ګوری، دهغوی سره جهاد لکه چې ندی فرض، ګوره دسترګوتوره اوس خلک هوښیاردی، په هرڅه پوهیږی ، پریږدی نور دا خبرې ، نور نو دا بدبخته ولس کوم ځای ته رسوی، څه مو ترې جوړ کړل ، نور څه پکې پاتې دی، خدای دې ټولو ته هدایت وکړی.
    مننه

  7. سهاك اوعلي نه پوهيږم تاسي دنړۍ په كوم ګوټ كي دهيواداوولس څخه ليري اوله حاله يې ناخبره پراته ياست چي ,دسنګري صيب په زړه پوري اوواقعبنانه ليكني موحواس دومره درګډوډكړل چي,دازادۍ غوښتونكورښتنومبارزينوپرضدمودژبي اوقلم عفت ترپښولاندي كړ.هيله منديم چي نورپه دووګوتودلمردپټولوناكامه هڅي پرېږدئ !ځكه چي ګران هيوادافغانستان دامهال ترمستقيم صليبي غوبل لاندي دى ,هره شپه اوشېبه دملكي هيوادوالوكورونه ورانوي ,ښځي اوماشوان قتلوي اوآن په سپيويې داړي پداسي حال كي چي دكابل دتخت وتاج دعوه داران يې په رډوسترګوننداره كوي دولس ددغوغاصبووژنكوپرضددهيڅ ويلواوكولوجرأت نسي كولاى اوبله لاداچي همدغودكابل دادارې پښتنوواكمنوهغه كسان په غيږكي ونيول چي طالبانوله ملكه شړلي وو,خودوى اوصليبي بادارانويې يوواربياپرپښتنووتپل .نوبنالومړى ددغوايمان اووطن پلورونكوپښتنوچاره پكارده چي هيواداوولس يې له شرڅخه خلاص سي اوبيادنوروهغو

  8. ..Sangary sahib kho pregda chi de pakhtoon noom prey porey dey kho pakhto pa ke neshta. Ka taliban deer naran die au ghairat lari no war de shi dostom au ya mohaqiq de wowazni. na doey khodai sharmawaley kho yawaze pakhtano pase rakhistey. De doy ghairat yawazey doomra dey chi wale wale njooney pa dorro wowahi.

  9. Da kodiey da para da jang bass krey khbro ta kenay.da jang da isi aw punjabiey gato lafara dey