کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې پدې موضوع بحث كړې، چې ولسمشر غواړي ولسي جرګې ته په نويو نومانده وزيرانو كې يوولس رد شوي وزيران بيا ورپيژني.

ورځپاڼې پدې اړه د ځينو پوښتنو په پورته كولو سره ولسي جرګې ته پخپله سپارښتنه كې ليكلي كه دغو وزيرانو ته د باور راى وركړي نو دا كار به د ولسي جرګې ملي او ټولنيز مسؤليت په بشپړه توګه تر پوښتنې لاندې راولي.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په پاكستان كې د بې پيلوټه الوتكو روان عمليات څيړلي، چې په ترڅ كې يى د طالبانو مشران په نښه كيږي او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې دا حملې به دوام وكړي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانګړي استازي په حواله ليكلي، چې د پاكستان په موجوديت كې د افغانستان روان جنګ د ويټنام له جنګ نه هم ستونزمن دې.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د سولې او ملي پخلاينې د هڅو لپاره د يو ځانګړي ميكانيزم د جوړولو غوښتنه كړې، چې د ورځپاڼې په وينا قومي مشرانو او ديني عالمانو ته پكې خاصه ونډه وركړاى شوې وي.

ورځپاڼې په دوام كې له نړيوالې ټولنې هم غوښتي، چې د افغان دولت له دغه نوښت نه بشپړ ملاتړ وكړي.

په ورځپاڼه كې د ولسمشر كرزي په مشرۍ د امنيتي غونډې د جوړيدو خبر هم وركړل شوې او ليكل شوي، چې پدې غونډه كې د بحث اساسي تمركز د امنيتي چارو په افغاني كولو او د امنيت د ټينګولو په لارو چارو وو.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو څيړنيز مطلب كې په ولسي جرګه كې د اوولسو نومانده وزيرانو له ريديدو وروسته د هيواد په سياسي چاپيريال د هغې اغيزې څيړلي او ليكلي، چې دې كار د كرزي متحدين له سياسي بن بست سره مخامخ كړي.

ورځپاڼې په دوام كې ددغه شمير وزيرانو د رديدو لاملونو ته په اشارې ليكلي، چې ولسمشر د خپلو متحدينو د ساتلو لپاره دا ځلې هڅه كوي، چې له ولسي جرګې نه نومانده وزيرانو ته د باور رايه ترلاسه كړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغان دولت په هغو هڅو بحث كړې، چې د ملګرو ملتونو له تور لسټ نه د ملا عمر او يو شمير نورو كسانو د نومونو د لرې كولو لپاره روانې دي او ليكلي، چې له دې سره به په افغانستان كې د قانون او عدالت كيسه هم مفته شي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې له الجزيرې ټلويزيون سره د ولسمشر كرزي د مركې ځينې برخې راخستي او ليكلي، چې افغانستان د ديموكراسۍ په يوى ښې بيلګې بدل شوې او هر هغه څه، چې يوه ديموكراسۍ يى غواړي سرته يى رسولي، افغانستان اساسي قانون لري او هغې ته درناوى كيږي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د لويديځ روانه تګلاره څيړلې او په هغې كې شتو نيمګړتياو ته په اشارې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حواله يى ليكلي، چې لويديځ بايد په افغانستان كې خپله تګلاره بدله كړي.

په ورځپاڼه كې د طالبانو خپل منځۍ ستونزې هم څيړل شوي او د ملي امنيت د شورا په حواله ليكل شوي، چې ملا عمر خپله واحده قومنده له لاسه وركړې او طالبان اوس د كويټې، ميرانشاء او پيښور د شوراګانو لخوا په دريو قومندو اداره كيږي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د روانو پيښو په اړه د لويديځو رسنيو په روان دريځ بحث كړې او پدې اړه د ولسمشر كرزي وروستيو څرګندونو ته په اشارې هغه يى زيان اړوونكې بللې.

خو اصلاح بيا په افغانستان كې د ترورزم او نشه يي توكو ترمنځ په اړيكې تبصره كړې او ليكلي، چې د دواړو پر ضد په مبارزه كې د جدي چلند اړتيا ليدلې كيږي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دا خبردارې راخستې كه ولويديځ په افغانستان كې خپله ستراتيژۍ بدله نكړي نو له ماتې سره به مخ شي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې هم د كا ايده پدې خبرداري بحث كړې او ليكلي، چې ايده د امنيت شورا ته پخپل رپورټ كې دا سپارښتنه هم كړې، چې په افغانستان كې له اساسي قانون سره سم له وسلوالو مخالفينو او طالبانو سره د ملي پخلاينې بهير بايد په جدي توګه پيل شي.

په ورځپاڼه كې د افغانستان كې په شمال كې د غير قانوني وسلوالو ډلو د فعاليت په اړه هم يو مطلب خپور شوې او انديښنه څرګنده شوې كه ددغو وسلوالو ډلو د فعاليت مخه و نه نيولې شي، نو ممكن د نا امنۍ لمن پراخه شي.