د ډنمارک د دفاع وزارت خبر ورکوي چي پرون جمعه په هلمند کي یو ډنمارکی عسکر هغه مهال ووژل سو او پنځه نور هم زخمیان سول چي زرهپوش یې پر ماین وختئ ، په دې سره د ډنمارکي پوځیانو تلفات ۲۹ ته ورسېدل .
د یو بل خبر له مخي چي د هسپانیې « ټی . ایس . نیوز » ورکړ ویل کیږي چي پرون یو هسپانوی پوځي په افغانستان کي د ترافیکی پیښي له امله ووژل سو .
دا د هسپانیې ۹۱م عسکر دئ چي په افغانستان کي له منځه ځي ( یعنی ۸۱ یې په غیر جنګي حادثو کي او متباقي یې په جنګ کي له منځه تللي دي ) .