کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: حکومت پلوى قبايلي مشر وژل سوئ دئ

پښتونخوا: حکومت پلوى قبايلي مشر وژل سوئ دئ

په خيبر ايجنسي کي يو ځايي قبايلي مشر ګلي شاه کوکيخېل له ورور او ډاريور سره يو ځاى وژل سوئ دئ.

پېښه نن د خيبر ايجنسي په جمرود پوري اړوند په ټيډي بازار کي هغه وخت رامنځته سوې چي نامعلومو وسله والو د  قبايلي مشر ګلي شاه کوکيخېل پر موټر باندي ډزي وکړي.

د بريد له امله درې سره کسان لومړى ټپيان سول چي وروسته يې په روغتون کي ساه ورکړه.

ګلي شاه کوکيخېل په سيمه کي حکومت پلوى قبايلي مشر په ګوته سوئ چي ښايي د وژلو لامل يې هم له حکومت څخه د هغه ملاتړ وي.

پر ګلي شاه باندي د بريد مسئوليت تر اوسه چا نه دئ اخيستئ او د چارواکو په وينا دا پر نوموړي په دې وروستيو ورځو کي دريېم وسله وال بريد وو چي ترسره سو.

له سيمي څخه ورکړل سوي خبرونه وايي چي تر پېښي وروسته د پېښور او تورخم ترمنځ لاره د ټرافيکو پر مخ تړل سوې ده.