کور / هراړخیز / د زړه پردې او رګونه

د زړه پردې او رګونه

د زړه د پردو او رګو سیستم

په زړه کښې د وینو بهیر په دوه ډوله دی :


یوه دوره ئي د زړه د ډکولودوره یا مرحله چې (Diastole) ورته واي، ده . بله مرحله یا دوره چې دزړه د تشېدو دو ره یا (Systole) ورته واي، ده . د وینو دبهېدو لپاره په زړه کي څلور پردې فعاله دي٬ چې په انځور کي سپین کرښي ښکاري پردې ښیي . چې د بدن ویني په زړه کښې ښه بهیر یاني جریان ولري . د دغه کار لپاره دغه پردې ځانونه تړي او خلاسوي .دغه پردې د والونو دنده لری . ترمخ تردې چې د زړه د ډکېدو او تشېدودوران ته راسو ، ګورو چې زړه پخپله څرنګه انځور لري : زړه څرنګه چې په شکل کي ښکاري یو بیضوي شکل لري٬ چې کښته خوا ئي د هګۍ دسر غوندي او پورته خوا ئي د هګۍ کونک غوندي ښکاري . ټوله رګونه د زړه په پورته خوا کې په زړه پوري تړلي دي . زړه څرنګه چې په انځور کې ښکاري دوې حجرې لري .


یوه ګيڼه حجره چې په انځور کي باریکه ښکاري، ده او بله شی حجره ده چې په انځور کي څه غټه ښکاري . دواړي حجرې په یوه کلکه غوښه سره جلا کېږي٬ چې دغه ته د زړه بېلونکی دېوال واي . د زړه دواړو حجروته په عین وخت کې وینه راځې یاني د زړه حجرې ډکېږي او په عین وخت کي وینه ځني ځي یاني زړه تشېږي .


د زړه پردې څرنګه چې پورته و ویل سوه څلور دي . دوې پردې اره ئي پردې دي٬ چې یوه ئي دزړه په کیڼه حجره کي ده او بله ئي د زړه په شی حجره کي ده . دغه دوې دزړه حجرې ځانونه خلاسوي زړه د وینو ډکه وي٬ چې دغه دوران ته (Diastole) واي .


د کیڼي خواد اره ئي پردې له لیاري دسېږي څخه سرې ویني چې اکسجن لري زړه ته راځي او دشی خوا حجرې ته له بدنه څخه شنې ډوله ویني چې اکسجن نه لري دزړه حجرې ته راځي . په دغه مهال کي د زړ ه دواړې حجرې د ساپو او ناساپ وینو ډکي وي . دویم :- دزړه د تشېدو دوره چې (Systole) ورته واي . په دغه مهال کي د زړه د دواړو حجرو څخه د جیبي پردو له لياري چې یوه جیبي پرده په کیڼه حجره کي اوبله جیبي پرده چې په شی جحره کي ده٬ زړه داسي تشه وي : په کیڼه حجره کي چې ساپه وینه ده دجیبي پردې له لیاري بدن ته ساپه وینه ورکوي او په شی حجره کي چې ناساپه وینه ده هغه د جیبي پردې له لیاري وسېږي ته د ساپېدو لپاره وینه استوي . په دغه ډول زړه د وینو څخه تشېږي .


دزړه دوینو د ډکېدو رګونه :


وکيڼي حجرې ته له کیڼي خوا د سېږي څخه دوه سره رګونه راغلي دي او شی حجرې ته دبدنه څخه دلاندي خوا او پورته خوا نه دوه پنډ رګونه له بدن څخه راغلي دي ٬ چې زړه ته دبدن ناساپه وینه ورکوي . پورته مو د دغو رګونو پردې په زړه کي وښودلې دغه رګونه پورته د زړه په انځور کي ښکاري .


د زړه د تشېدو رګونه :


د کیڼې حجرې په پورته خوا کي یوغټ رګ دی چې درې نور رګونه ځني د پورته خواته جلا سوي دي څرنګه چې په انځور کي ښکاري . دغه رګ و بدن ته د زړه څخه پاکه سره وینه رسوي . او د شی حجرې کیڼې خواته یو شین رګ ښکاري چې سېږي ته د زړه څخه ناساپه شنه وینه د ساپېدو لپاره ور استه وي٬ څرنګه چې دزړه په انځورکي ښکاري. دا وو دزړه دوینو دوران درګو او دهغه د پردو له لیاري .





ژباړه دیوې المانۍ روغتیا ئي مجلې څخه .