video   " />   video   " />   video   " />   video   " /> شیرمحمد اخوند زاده د جنوب رایي وپلورلې       – لراوبر ویب پاڼه
کور / ترخې خبري / شیرمحمد اخوند زاده د جنوب رایي وپلورلې  video  video  

شیرمحمد اخوند زاده د جنوب رایي وپلورلې  video  video  

(( تیره ورځ د جون په اته ویشتمه په کابل کې شیر محمد اخوند زاده د هلمند، زابل، کندهار او اروزګان ولایتونو د ولس د رایې اچونې په خاطر کرزي ته ډاډ ورکړ، په دې لکینه کې د شیرمحمد اخوند زاده خبرې،اورﺉ، د هغه د اصلي څیرې په اړه معلومات لولی، هڅه شوې چې په تیرو بمباریو کې ځینو ته اشاره وشي، د هغه فلم په اړه معلومات دي چې په اروزګان کې ډک شوی، د مشرانو جرګې د ځینو غونډو معلومات پکې لولﺉ، چې مشري یی شیر محمد اخوند زاده کوله او بلا خره د هلمند، اروزګان، کندهار د بې ځایه شویو په اړه هم معلومات شته))

د کابل اریانا هوټل کې څه باندې دوه سوو کسانو چې د مشرانو، جرګې، ولسي جرګې، او یو شمېر کسانو د قومي مشرانو او سپین ږیرو په نوم یې له جنوبي سیمو څخه ځانونه معرفي یوه شانداره غونډه جوکړه کړې.

خو په دې کې هغه قومي سپین ږيري نه تر سترګو کیږي چې په دا تیرو څو کلونو کې یی څیرې له تلویزیونو په داسې حال کې ښکارېدې چې یا به یی سترګې له ژړا ډکې وې او یا به یی ویل چې د خدای په لحاظ موږ تباه شو، رحم وکړﺉ، دا بمبارۍ بندې کړﺉ.

غونډه روانه ده، له حکومتي چارواکو څوک نه ښکاري، خو ستیج ډېر ښه جوړ شوی، د غږ سیستم هم کټ مټ داسې جوړ شوی لکه کوم واده چې وي، او فکر کیږي اوس به دې د ( قرصک) موزیک او د ( همه قرصک بزنیم لب لب دریا برویم، سوی پنجشیر ….) سندرې پيل شي او د غوږونو پردې به په شکېدو شي.

خو ننۍ غونډه بر عکس دیوې نا معلومې ژمنې لپاره د زرګونو شهیدانو په وینو او قبرونو پښې اېښودل دي.

کاشکې د کابل په قمبر څلور لارې کې له هلمند څخه مهاجره شوې د سنګین ولسوالۍ د خاشو کلي اوسېدونکې مور چې خپل اولادونه یی په دوه دوه زره افغانۍ لیلام ته وړاندې کړي خبره وای چې راشه د یوه درې کلنې لور د لیلام پیسې دې ایمان پلوري ته ورکړه چې ستا د رښتنونولۍ لپاره چیغه وکړي او ووایي: (( هو دا د هلمند، اروزګان، کندهار مهاجر دي، دا د کابل بې وزلي نه دي چې د چل او غولولو لپاره یی له پلاستیکي بوجیو خیمې جوړې کړي دي)).

او یا هم د کډوالو په همدې ځای کې محمدګل خبر شوی وای چې راشه دا اوس چې ستا په سر سودا ګري کوي خپل درې واړه اولادونه مه لیلاموه دده په پښو کې یې ورواچوه او ورته ووایه چې اخوند زاده صاحب خیر دی د مخدره موادو له ګټلو پیسو، خو به دومره زکات هم ایستلی شې چې دا خپل واړه له لیلام پرې را وګرځوم، بل ځای خو دې نه شم لیدلای.

په دې شانداره غونډه کې ډېری داسې کسان ناست دي چې په دوه زره اتم کال د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ د وچ بغتو په سیمه کې په واده باندې بمباري یې ښه په یاد ده چې له نوي تر پنځه نوي پورې، ماشومان، ښځې او سپینږيري پکې شهیدان شول، د ټپیانو شمېر تر اویاوو پورې وو او له ورکو کسانو سره چې تر خاورو لاندې وو دوه نیم سوو ته رسیده.


دا تصویر د شاولي کوټ دی چې خلک پکې مړي له خاورو راباسي



دا هم د شاولي کوټ ټپیان ماشومان دي


په دې کې ډېر داسې کسان ناست دي چې د روان کال په په اپریل کې ناټو ځواکونو د کندهار په پنجوايي، زیړۍ او نورو ولسوالیو کې د پنځه سوه طالبانو د وژلو خبر ورکړ او خلکو ویل چې په بمباریو کې عام کسان وژل شوي، بیا د مشرانو جرګې یو هییت هم دې سیمې ته لاړ او په خپلو سترګو یی ولیدل چې ښځې، ماشومان او سپینږيري وژل ښوي او په ډلیزو قبرونو کې تر خاورو لاندې شول، چې همدا ناست غړي هم په هغه تلې ډلې کې وو.


دا تصویر په زېړۍ او پنجوايي کې ټپي شوی ماشوم دئ


همدا ډول د اته اتایم کال د ثور د میاشتې دا خبر به هم ډېرو اوریدلی وي چې : د پنجوايي ولسوالي د كلك او سلوغې سيمې اوسېدونكي وايي تېره شپه يې امريكايي پوځيانو پر كلي چاپه ووهله، د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ۱۴ بېګناه كسان ووژل او څو نور یې له ځان سره یوړل….

په دې غونډه کې خپله شیرمحمد اخونزاده چې د مشرانو جرګې غړی دی ناست دی، ده ته داخبر د مشرانو جرګې د تالار په لاره کې د دوه زره اتم کال د مارچ میاشت وه یو چا وکړه چې د هلمند د سنګین ولسوالۍ د مالمون چینې په سیمه کې برایي چې ځوانان په لوبو بوخت وو د امریکايی ځواکونو لخوا بمبار شول چې تر اوسه پورې د شپېتو تنو مړي له خاورو را ایستل شوي دي

د موسی کلا ولسوالۍ هغه پیښې خو یی داسې په یاد دي لکه نن چې دوه کاله مخکې دولت ناخبري ښوده او عامو خلکو ویل چې په موسی کلا ولسوالۍ کې د بهرنیانو په بماریو کې اتلس بیګنا وژل شوي او تر پنځه دېرشو پورې ټپیان دي.

داخبر هم نه دی هیر شوی چې په دهراوود ولسوالۍ کې د ناوې او زوم په ګډون لسګونه تنه هیوادوال د بمباریو له امله شهیدان شول.

دا خبر به ډېرو لوستونکو د دوه زه نهم کال د جون په اته ویشتمه لوستی وي چې: (په هلمند کې دائتلافي ځواکونو په بمبار کې له پنځوسو زيات ملکي کسان وژل شوي او گڼ شمېر نور ټپيان دي.))

او هغه د سلګونو کسانو شهادت خو به هم زما په څېر نورو اوریدلی او لوستی وي چې: (اول سپتمبر ۲۰۰۸ ميلادی

دهلمندولايت دسنگين ولسوالى ځايي اوسيدونكي وايي چې دبهرنيوځواكونوله لوري دهوايي بمبارله امله په سلگونه ولسي وگړي مړه اوټپيان شوي دي.)

هو د روان زیږدیږ کال په دوهمه میاشت کې د کندهار په پنجوايی ولسوالۍ کې د کاناډايي ځواکونو د بمبار له امله د شهیدانو شمېر تر لسګونو اوښت او خلکو د ماشومانو مړي د کندهار د ولایتي شورا مخې ته په د احتجاجي په ډول ایښي وو.

د کندهار د خلکو او فرهنګیانو هغه لیکونه خپله شیرمحمد اخوند زاده ته وسپارل شول چې ((له کندهار د مړیو سیمه جوړه شوې او په سلګونو بې ګنا کسان د طالبانو په نوم وژل شوي…)

ښاغلی شیرمحمد اخوندزاده ولې هغه وخت د هلمند، کندهار، اروزګان او زابل په استازیتوب غږ نه پورته کاوه.

او هو ښاغلي شیر محمد اخوندزاده د اروزګان د هغه اویا کلن سپينږيري پښتونولي او عزت هم په په څو افغانیو او یا په راتلونکې نا معلومه وعده وپلوره کوم چې د فرانسوۍ ژورنالیستې د کامرې مخې ته وایی(( نه بوهېږم اوس چاته پورته نشم کتلای، امریکایان راغلل، دیواله ته یی ودروم او جامې مې یی و ایستې، بد کار یی راسره وکړ، سپینه ږیره مې ده، د ګور تر غاړې ناست یم، اوس څه وکړم)) .

وېډيو :



 

د اروزګان د والی جان محمد خان هغه خبرې خو به یې هم اورېدلي وي چې د یوه افغاني طالب د نیول کیدو په وخت کې یی کړې دي: ( ښایسته ځوان دئ، کاشکې مو دلته راګرځولئ وائ او یو څو شپې مو پرې سبا کړي وائ)

د امریکایی جنرال هغه خبرې به یې هم لیدلي وي او یا به چا ورته ویلي وي چې خپل کسان هر یو بیل بیل په سینه په سوک وهي او ورته وایي: ( په کلي برید وکړﺉ، پرته له بد کاره څوک درنه ونه وځي…) په سینه یی له سوک سره هر یو وهي او ورته وایي پوه خو شوې!.

او د کندهار په استازیتوب هغه وخت ولې څه ونه ویل چې امریکایی سرتیرو خلک وژل او په اور کې یی مړي سوځول. دا مستند فلم یو استرالیائې ژورنالست ثبت کړی چې د ۲۰۰۵ کال د اوکتوبر په ۲۱ مه دبلجیم کانواس ټلویزوني شبکی خپور کړ.

هو ښاغلیه تا ولې د سنګین، ګرشک، پنجوائې ،ژیړی ،موسی کلاه ،کجکي ،شنکې، دائې چوپان ولسوالیو د شهېدانو وینې همدغې ورځې ته ساتلې وې.

هغه شهیدان به نه یادو چې د سورلۍ په موټرو یې ډزې کیږي او یا له هر ځانمرګي وروسته د بهرنیانو د توپکو خولې ور اوړي او په وینو کې لیت پیت کیږي.

هو تا د هلمند د پنځوسو کوچیانو د وژل کیدو خون چی په یوه شپه یخنۍ ووژل د هغه د قتل لاملین هم وبښل، هو ته د مختار کمپ، زېړۍ کمپ، د لښګرګاه د څیرمو کمپونو، کابل کې د سلګونو مهاجرو کورنیو په ستونزو سترګې پټوې.

په دوه ورځو کې د له هلمند څخه د دوه ویشت زره کورنیو د کډوالیدو ستونزې هیروې.


داد هلمند کډوال دي


یواځې د کندهار په بیلا بیلو سیمو کې پنځلس زره کورنۍ له هلمند، اروزګان، زابل او خپله کندهار څخه یوې او بلې سیمې ته کډوالې شوې او اوس په کډوالۍ کې ژوند کوي، ددې ټولو د رښتینولۍ لپاره ستا خوله څومره نغدو پیسو او که نا معلومې ژمنې چپ کړه.

ته کله ځان خبروې چې د دوه زره اتم زیږدیز کال د دسمبر په میاشت کې د یو، ان، ایچ، سي، ار له خوا شوې څیړنه ښيي چې اوس مهال په افغانستان کې دوه لکه او پنځه دېرش زره افغانان بې ځایه شوي چې ډېرې یی د هلمند، زابل، کندهار او روزګان ولایتونو هغه کډوال دي چې د جګړو له امله یی خپله شتمني، کورنونه او ان د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي.

ښاغلي اخوند زاده د غونډې ستیج ته غوښتل کیږي او دی وايي:

غږ





((د ولسمشر حامد کرزي د تیرو اوو کلونو بریاوو ته په کتو سره موږ د هلمند، روزګان، زابل، کندهار او د هیواد د نورو ولایتونو، وکیلان، سناتوران، قومي مشران او ټول ولس د افغانستان د ملي یوالي د سمبول، د هېواد د ملی ذعامت لپاره د وړ او با استعداده کس شاغلی ولسمشر حامد کرزي څخه ملاتړ او ننګه کوو))


هو ته به یې ولې ننګه نه کوې، ځکه په دوه زره پنځم کال چې کله ستا په دفتر کې لس ټنه مخدره توکي ګیر شول او د برتانیا لمړي وزیر ګوردن براون سره یی ستا په سر شخړه وکړه، ځکه چې تا خو خپل جیب له سوداګرۍ څخه ډکاوه، او د ولایتونو د کروندګرو لپاره د کال له یوه میلیارد څخه ډېر ډالر په کابل کې د جنرال خدایداد او ددې وزارت د نورو رییسانو جیبونو ته تللې او ځي.

تا ولې هغه وخت مقامت ونه کړل لکه د هرات کل مختاره واکمن اسماعیل خان چې کاوه، تا یواځې وویل چې: (زما ستونزه له انګلیس سره ده، زه د ورور حامد کرزي امر پر ځای کوم اطاعت یی کوم).

دا ځکه چې ته راتلې ستا ورور اميرمحمد آخوند عملا مرستیال و هغه په خپل ځای پاتې شو.

ورور ته دې مخ واړو، ( هر څه سم دي زه ټول کارونه له کابل څارم، زما تګ مشکل نه پېښوي، زموږ کار به روان وي)

هغه وخت په هلمند کې وې خلکو داسې فکر هم نه کاوه چې ته به د نورو ټوپکیانو او زورواکانو په څیر له ایراني او پاکستانۍ کړۍ نیولې د روسیې تر طوق پورې لاره ولرې ځکه اوس ((باشگاه نوسیندگان ازاد)) ليکي:

((رهبران ارشد مجاهدين افغانستان نيز در شوراي ملي افغانستان حضور پر رنگ دارند كه مي ‌توان به صبغت الله مجددي، مارشال محمد قاسم فهيم، سيد حامد گيلاني، محمد محقق، برهان‌الدين رباني، عبد الصبور فريد، شيرمحمد آخوند زاده، قربانعلي عرفاني، محمد يونس قانوني، رسول سياف و مصطفي كاظمي به عنوان چهره‌هاي شناخته شده مجاهدين نام برد))

هېڅوک نه وو خبر چې ته به د فهیم، رباني، محقق قانوني، سیاف او نورو په ډله کې یوځای یادېږې.

هو ته به یې ولې ننګه نه کوې چې په دوه زره اتم کال کې کرزي د اسدالله وفا له ګوښه کیدو وروسته ته بیا والي کولې، هغه هم دد همدې ورځې لپاره او د هغه د قاچقبر ورور احمد ولي کرزي سره ستا د خپلوۍ لپاره.

کرزی ستا لپاره برېتانیا په دې تورنه کړه چې د طالبانو په بیا خوځښت کې مرسته کوي، کرزي وویل: (( زه غواړم شیر محمد اخوند زاده بیا د هلمند والي کړم، دده پر وخت کې امنیت ښه وو، دده له ګوښه کیدو سره سم امنیت مخ په خرابیدو روان شو، خو براوون زما ددې کار سره مخالف دی، دوی وایي چې شیر محمد اخوند زاده د مخدره موادو قاچاقبر دی، او د مخدره توکو پر ضد کمپاین کې نیمی لګښت موږ کوو))

هو ته خو به خود د کرزي تیر اوه کلونه ستایې، ځکه نه تاته پکې زیان ورسید او نه د د کورنۍ کوم غړی پکې شهید شوی دی، ته په داسې وخت کې والایت ته ورسیدې چې د امریکایی جنرالانو سره دې د مخدره توکو د قاچاق قرادونه لاسلیکول.

هو ته خو د نورو غوندې نه یې چې د زوی د واده پر ورځ دې په کور بمبار وشي، خود به تیر اوه کلونه ستایې، ته خو له هغه ډلې هم نه یی چې رایو یې د کرزي صندوقونه ډک کړل او بیرته د همدې کرزي په واکمنۍ کې په ډلیزه توګه یی مړي تر خاورو لاندې شول.

هو ته خو به یې خود ملي یوالي سمبول بولې، چې د تخار پښتانه دې بې عزته کیږي او په خپله خاوره کې د زورواکانو او متهصبینو لخوا بندیان او ان د رایو له اچونو هم منع کیږي.

ته به یی ددې لپاره د ملي یوالي سمبول بولې چې لطیف پدرام ستا مشران کنځي او بیا ولسمشرۍ ته هم کاندیږي او کرزی صاحب څه نه ورته وایي.

ته خو به یې خود د ملي یوالي سمبول بولې چې دوستم د خلکو په کورنو اوړي او په ماشومو نجونو جنسي تیری کوي او کرزی یې ددې لپاره نه محاکمه کوې چې ملي یوالي ته زیان ونه رسیږي.

هو ته به یې ددې لپاره د ملي یوالي سمبول بولې چې ستا د هلمند هغه پیغلې چې مخ یی لمر هم نه وو لیدلی اوس قرغې ته تلونکی لنډغر ورته د موټرو له ښکته شیشو لاسونه ور اچوي او هغه مظلومې پیغلې فکر کوي کوم نوټ به په لاس کې راکړي.

ته خو به یې خود د ملي یوالي سمبول بولې چې یواځې د پښتنو په سیمو کې جګړه ده، او دی ځکه غږ نشي کولای چی بیا به خلک د فاشیست ګومان پرې وکړي.

ته خو به یې ځکه د ملي یوالي سمبول بولې چې محقق ته یی وویل چې ستا ونډه دومره ده او هغه خپلو خلکو ته وویل چې زموږ د عمرونو عمرونو ارمان په پوره کیدو دی، خیر که دکوچیانو مځکه محقق ته سپارل کيږي، ځکه چې لږکي خپه نه شي او ملي یوالي ته زیان ونه رسیږي.

او بلاخره ته خو به یې ځکه د ملي یوالي سمبول بولې چې د هر چا په خوښ یې کار کاوه ان له ګاونډیو هیوادونو سره یی دا ومنله چې افغانستان یو فارسي ژبی هېواد دی او د یوه تلویزیون د جوړیدو په تکل کې شوې.

هو ته بې یې د هیواد د ملي ذعامت لپاره ځکه وړ کس بولې چې هغه وخت به درته راولي چې ستا هلمندۍ ښځې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره هر کار ته حاضرې وي.

او تا غوندې او تا ته ورته څو نور هلمندیان ژوندي وي او بس.

هو ته به خود د اروزګان، زابل، کندهار او هلمند د ټول اولس، وکیلانو او سناتورانو په استازیتوب ورته رایه ورکوې او ډاډ به ورکوې چې د کرزي په لمړي وخت کې پښتانه د ترورستانو په نوم یادیدل، او پښتانه وږي وو، تا دومره خدمت ورته وکړ چې هلمندیو ته د په کابل کې نمرې ورکړې، له دوی دې د ترورستانو نوم لرې کړ، له هلمندي ولسوالیو د ولایتونه جوړ کړل، هلمند د د هیواد تر ټولو نا امنو سیمو کې یاد نه کړ.

څومره ډېرې لیکنې وشوې هغه یوه دې هم ونه لوسته چې خلکو به لیکل، ننګرهار مخ په هلمند کېدو روان دی، وردګ مخ په هلمند کیدو روان دي، او داسې نور…

ته او خدای چې دا د اوریدل نه شرمېدې!

دا د هم لکه چې هیر دي چې د کرزي اوسني ملاتړي دوستم وویل چې د جنوب جګړه دې ماته راکړل شي چې په څو اونیو کې یې درته ختمه کړم او ټول هغه کسان چې حقونه یی خوړل کږي ووژنم او بیا څوک پیدا نه شي چې ووایي د کابل اداره ولې یواځې د شمال خواته کږه ده.

او یا د کابل اداره ولې یواځې له یوې ولسوالۍ ډکه ده.

او یا زموږ لویې لویې ولسوالۍ ولې په ولایت نه اوړي.

دا د ځکه هیر شول چې ته له ولایت ولوېدې غولي ته ونه لوېدې مشرانو جرګې ته راغلې او هلته دې هم داسې ګل وکرل چې یوه ورځ د هم د بې ګنا کسانو د وژنو په اړه څه ونه ویل.

کاشکې خو د نورو ځانغوښتونو غوندې وای چې په تلویزیون کې د خپل تصویر د ښکاره کیدو لپاره هم د خپلو خلکو دفاع کوي. اره موخه یې دا وي چې بیګا ته په تلویزیون کې راشي.

تا خو هغه هم ونه کړل.

اوس به ستا هغه غونډې هم د لوستونکو سره شریکې کړو چې تا په مشرانو جرګه کې کړي او تا یی مشري کوله.

 

او هغه هم ستا هغه غونډې چې له دې موضوع سره تړلي دي، هغه غونډې به دې نه یادوم چې ویلی غونډه وشوه او لازم تصامیم ونیول شول، د هغه راوړل شرم دی، او که لوستونکي ورسره مینه لري نو د مشرانو جرګې ویب پاڼې ته دې ورشي او ورځنې غونډې دې ټولې ولولي.

دا هغه غونډې دي چې ډېر پخوا شوې وې

((درکمیسیون امنیت داخلی واموردفاعی به ریاست شیرمحمد اخندزاده برلزوم هماهنگی بیشترمیان نیروهای داخلی وبین المللی تاکیدبه عمل آمد وقراربرآن شدکه جلسه مشترک اعضای کمیسیون با نماینده گان وزارت خانه های دفاع ،داخله وقوماندانی نیروهای ائتلاف وناتودایرگردد تاراه های بهتر به خاطرحل مشکلات امنیتی جستجوگردد))

یعنې له دې ښکاري چې امنیت ښه دی چې لا ښه شي، او د نړیوالو او کورنیو ځواکونو تر منځ همغږي شته چې لا ښه شي.

او بیا چې غونډه شوې، غونډه هم وګورﺉ

دشيرمحمد اخند زاده په مشرۍ دمشرانوجرګې دكورنېو،دفاعې او سيمه ييزوادارو دچارو كميسيون دملي دفاع وزارت د اپراسون درئيس ډګر جنرال شير محمد كريمې اودوزارت د يو شمير لوړپوړو چارواكو په ګډون ، دعملياتو پرمهال دكورنيواو بهرنيو ځواكونو ترمنځ په همغږۍ او كادري مسايلو غونډه وكړه.

 دملي دفاع وزارت دتاسيساتو رئيس ووي: دبهرنيو او كورنيو ځواكونو ترمنځ همغږې رامنځته شوي چې ترپخوا يې ښه والې موندلى دى.

نور یې نه وایو یواځې به دومره ووایو چې د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ بمباري یې ښه والی دی چې پکې یو سل او څلویښت ملکي وګړي وژل شوي وو، او د امریکایي پوځي مشرانو په وینا چې دا یی وړ چلند وو، د روان کال د جون په نولسمه، د امریکایی وسلوالو ځواکونو لوی درستیز امیرالبحر مایک مولن وویل چې امریکايي ځواکونو له وسلوالو طالبانو سره په جګړه کې لازم چلند کړی او د محاکمې خبر نه مطرح کیږي.

ښاغلیه ته چې ډېری وخت د ځمکنۍ بشپړتیا او دفاعي چارو د کمیسیون مشري کوې، کله د هم د هغه په لسګونو کیلومترو ځمکو په اړه یو ځل هم څه ونه ویل، درانه لوستونکي دې یې بیا پسې ګوري.

او هم دا خبر چې هم پخوا خپور شو هغه وخت لا د پولیسو په اصلاحات رامنځ ته شوي وو نو اوس خو به سل په سلو کې پوره شوي وای چې سل په سلوکې اصلاحات فکر کوم په نړۍ کې هیڅ ځای هم نه وي، افغانستان خو پر ځای پرېږده.

او بلاخره سناتور شیر محمد اخوند زاده د الحاج محمد رسول اخوند زاده زوی، په دیارلس سوه نهه څلوېښتم کال د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د نېچه په کلي کې زېږدلی، د لښکرګاه په لیسه کې یې تر دولسم پورې زده کړې کړي، او دده له خپلې خولې په دیني علومو کې هم څه ناڅه پوهیږي، او په نظامي علومو یی هم سر خلاصیږي، او څلور کاله د هلمند والي پاتې شوی او له دېارلس سوه څلور اتیایم کال را هیسې د حامد کرزي له لوري د سناتور په توګه انتصاب شوی.

خو د خپلو پورته خبرو بر عکس وایم چې کاشکې د څلورو لویو پښتنو ولایتنو په استازیتوب دې ښاغلی هم له کرزي سره په دې ژمنه کړې وي چې ولایتونه او وزارتونه ورته ومني، خو نه وزارتونه خو خلاص دي او ولایتونه ډېرېدل به هم په راتلونکې کې د امنیت په پلمه په پښتنو سیمو کې ډېر نه شي.

خو نه داسې نه ده که داسې وای محقق غوندې به یی خپل ولس ته دا ډاډ هم ورکړی وای چې ولسه د تاسو ارمانونه به پوره کیږي.

او اخر دا چې :

چا ګل نه وینې وڅښې، چا سپرلو ته وینې ورکړې
انسان څومره بدرنګه دئ، انسان څومره ښایسته دئ

تبصره نسته

  1. and a brother of a big smuggler and killer Mula Nasim Akhundzada. These creatures are not Afghans and Musulmans.
    He is a big former smuggler from Hilmand

  2. ګران اورښت صیب ! پر قلم دي برکت . لیکنه دي له سر نه تر اخیره پوره او رښتیني معلومات درلودل .
    د کرزي هغه مخ چي ۷ کاله مخکي موږ لیدلی وو هغه بل مخ وو . اصلي او باطني مخ يی دغه دۍ ! دا هغه خاین انسان دۍ چي د ټول ملت دښمنان يی خپل نږدې دوستان دي .
    یوه خبره ټول افغان ولس ته کوم او هغه دا ده چي د کرزي او جنایتکاري ډلي اخیري نفسونه دي .موږ د اروپا افغانانو په ګډه کار پیل کړۍ دۍ تر څو د انتخاباتو له تیریدو په دوهمه ورځ کرزې او بانډ یی د ملوسویچ په سرنوشت اخته کړو . دوۍ باید د افغانانو حساب ورکړي . انشاالله .

  3. یارانو دسبیوبه خله دریاب نه مورداریزی. زه هرورخ دافغانستان به باره کشی مقالی لولم. دا ستاسی رقم سبیان به کرزی صاحب بسی دیر غابی تاسی یی بیانور.

  4. وروره اورښت چې څه لیکلي ښه یې لیکلي.
    له تا به څوک څه ګیله وکړي، کاشکې د کرزي په راتلونکي حکومت کې کورنۍ تبا شي، لکه د هلمند، زابل، اروزګان، کندهار د ډېرو خلکو چې تبا شوې، بیا به یې زور ووینې او ته چې هر چاته ودرېږې دروازه درپسې بنده کړي.
    وسلام

  5. اورښت خانه مننه چې د دغو غلواوپلورل شوي توري كرغيړني ځيري دي رسواكړې ،
    كرزيان او پر راټول ټول تالي ځټي دامريكا ګوډاګيان نه شرم لري نه حيا، دوي يو ځل امريكايان راوستل بئانو بدهم پسې وايي
    دوي ته دملت او بئ ګنا خلګو وژل كومه بد كارنه ښكاري ځكه ددي لپاره يې راوستلي دي

    دوهم دوي ته ځه شې پرق وركوي په غلامي كې ورته هر ځه ورسيدل
    دريم ګرانه وحيد جانه داكرزي دي له امريكايې سرو مغزوسرو سره ستا مبآرك وي ، اوس بۀ موسات تيروي په يوه شپه درته هر ځونه ډالر ميلاويږي ته بۀ ولي كرزي نه ستايي ، ته بآيد د ملت دقاتل دهيواد دليلام كونكي ملاتړ شې ځكه هم نشې هم تما شې او هم تودي شپي درته رسيږي ، خداي دي درته هدايت وكړي
    اورښت صاحب ددغسي تورو كرغيړنو ځيرو رسواكولوته دوام وركړه ،

  6. ښاغلي كرزي ته نن هغه څوك كمپاين كوي چې تر ټولو لوى قاچاقبر او د زرګونو هلمنديانو او بېګناه انسانانو قاتل دى، وايي كله چې څوك ډوبېږي هرې خاشې او خزلې ته لاس اچوي.

  7. وشرميږئ چي دا ليكنه يي كړي او چاچي نظريه پر وركړي چي داښه ليكنه ده؟ پښتو خو مو خرڅه كړه او غواړي وطن هم خرڅ كړي په خپلو منځو كي خپلو پښتنو ته يو په بل پسي بد واياست ور سي د پنجيشري ملاتړ وكړئ!

  8. افرين عزت جانه ډيره ښه ليكنه دي ورته كړي چه عبرت يي سي اصلي خائنين دغه دي چه په بل پسي خبري كو كه دوي داسي نران دي دوي دي هم يو وطن دوست ته كمپاين وكړي او داسي خلګ د منافقينو په شان دي چي په داسي يو رواحاني سړي پسي خبري كو ي چه هغه يو صادق مسلمان او صادق مسلمان او خدمتګار دي

  9. گرانه اوستا اورښت جانه ته که دومره نر یی نو پخپله به دغه چوکی ته کاندید وی داپدی معنی ته دا لیکنه کوی ته دومره بی معرفته سری یی چی دخپل لیدر پسی داسی خبری کوی بیادهغه لیدر پسی چی ته یی دزوندون په خوند پوه کری ته یی ددنیاسره برابرکری * دی وی پر تا .

  10. سلامونه . ښاغلی (اورښت )یوه نړی مننه لوی چښتن (ج) دی تا غوندی ریشتیا ویونکی ژورنالستان تل بریالی ولری ،چی نور هم د یر غلګرو امریکایانو مرتد مریانو او ګوډاګيانو ناروا کړني ښکاره کړی .د رياست جمهوری په چوكۍ به همغه سړی كښينى چى خپل امریکایی بادار ته ډير وفادار وى او د افغانانو د وژلو او بى پته بي عزته كولو کی ښه پوهه ولري ، په اوسنى كانديدانو كى دا كار كرزى او مرستيالان ئى ښه ترسره كولاى سی . ((کرزی، صبغت الله مجددي، قسیم لعین فهيم، سيد حامد گيلاني، محمد محقق، برهان‌الدين رباني، عبد الصبور فريد، شيرمحمد آخوند زاده، قربانعلي عرفاني، محمد يونس قانوني، رسول سياف ))همدارنګه د پخوانی شوروی بچیان دا ټولو ته به خدای (ج) جزا ورکوی انشاالله . د خپلواکی په هیله

  11. ګرانه توريالي جانه: دا ستا ليكنه يواځي ستا غيري ادبي نظريه ده يواځي چټياټ دي ليكلي دي د ملي شخيتونو سپكاوي په داسي ادبي سايت كي ښه كار ندي ته خو شكر دي هښيار كندهاري يي د خپل نوم سره دي ليكلي دي كندهاري نو دا ستا او د پدرام څه فرق وسو
    كه تاسي ځان تر ټولو هښيار بولي تاسي به هم ځان كانديد كړي واي
    او بله دا چي ته اصل جهادي مشران همدغه دي او ته يي بچيان بولي كه يي په تاريخ نه پوهيږي د يو چا څخه پوښتنه وكړه
    غيب ويل په اسلام كي ډيره لويه ګناه ده

  12. درنو لوستونکو! ایا تاسي پدي پوهیږئ چي دغه شیر محمد اخندزاده، حامد کرزي او د هغوی پر وطن مینو ملګرو څونه قرباني دي وطن ته ورکړي ده؟ پورته یو لیکوال ښه لیکي وه چی ستا او د پدرام نو څه فرق وسو که چیري ته هغه خلکو ته په سپکه سترګه ګوري چی د وطن د دفاع په لاره کي یي کورني او وطن پریښی دي او جهاد یي کړۍ دی؟ ستاسي هغه وختونه هیر سول چي په زرګونو پښتانه وروڼه ددي سهیل لویدیځ حوزي څخه په کانتیرونو کي شهیدان سول؟ ایا هغه دیرش کلنه خپلمنځی جګړه مو هیره سول چی رقص مرده به کیدۍ، چي کابل ټوکر ټوکر سو او په میلیونونو خلک مهاجر سول؟ نو دا چی اوس دغه ټوله اور او اوبه یو ځای ناست دي او په زرګونو ځوانان د شمالي ټلوالي سره د جنګ پر ځای په پوهنتونو کی دي، دا چي نن یو اساسي قانون لري، دا چی نن ملی اردو او ملي پولیس لري، مخابراتي شبکي لرئ، او داسی نور خدمتونه چي وسول دا د هغو کوښښونو او قربانیو نتیجه ده چی دغه حامد کرزی، شیر محمد اخندزاده او نورو پر وطن مین ځوانان پر یوه موټر سایکل و ارزګان او هلمند ته راغلل او پاڅون یی وکئ او دا وطن یی د هغسی بهران او بدنامی څخه وژغوري چی ټوله نړی ورته د حیرت په سترګه کتل. پداسي حال کي چی زه دا خبري ټولي غندم چي بمبارونه وسول، بیګناه خلک شهیدان سول، خلک اوس په لیري مناطقو کي د تعلیم څخه بی برخي دي، راغلي نړیوالي مرستي په صحی توګه نسولی مصرف او داسی نور خوکه تاسي دغه د هغه حالت سره مقایسه کړۍ نو بیا به درته معلومه سي چي دوی څه کړيدي. یارانو زما خو پر دغه لیکوال شک دۍ چي دی نه پریږدي د افغانستان مطرح څیري را مخ ته سي او د هغوي په یو رنګ او بل رنګ بدنامولو کوښښ کوي لکه څرنګه چي بعضی ډالرخورو د غازي امان الله خان په وخت کي په غازي امان الله خان پسي تبلیغ کوي چي هغه کافر سویدي.
    په درنښت

  13. هغه خلګو چی زه توریالی کندهار مخاطب کړی یم ، http://www.alemarah1.org/tabsai-6-07-2009.html راسی دغه ولولی .

  14. سلامونه  لراوبر  وړونو  که تاسو د( ښاغلی  جهانی) دغه
    شعرلری ؟ او خپور یکړی؟ مننه  . 

     څپ څپاند هیلمند له خښمه بیا نڅيږي
    بيا په شنو کروندو سره سیلی ده
    ګډه 
    بيا غربي ليوه په وينو داړه سره ده 
    بيا افغان  د کافر
    زور ته نه ما تيږ ي
    بيا د اور اود ايمان مقابله
    ده        
    بیا د هسک پر تندی توری
    لړی ګرځی
     بيا د سری جګړی له زوره  ځمکه ريږدی 
    بیا د پت
    هیلمند په سرو لمبو ورګډ سو
    بيا به ډیری حماسی تا ريخ ته پريږدی
    بیا له شنه
    اسمانه سری سکروټی اوری
    بیا پولاد په ناترسی ریبی سرونه
    د باروتو ګرځ هم
    لور دلوره خپور دی
    لور په لور دي  د لوګیو دیوالونه
    د ودانو کلوټول
    ښایست ي لوټ کړ
    د شينکي هيلمند زرغونی غاړي وسوی
    په خټینو جوماتو لمبی را
    تاو سوی
    د چوغکو ځا لي ګرد سره لمبه سوی
    بیا غزاده بیا غزاده  بیا
    زلمیو سوګند وا خیست

  15. hello dear wish keep ur speak countinues against that kind of people but u know dear that u should write that kind of laters against every body and never say that ahmad and mahmood and if decline on SHEER MUHD ,why u r not writting something on RABANI,MASOOD,PAHIM,DOSTAM,ABDULLAH ABDULLAH,SAYAP,GULBADIN,MULAUMAR,and why u r not asking that whom has brouth that American troops and has made this fucking satuation in afghanistan,

  16. اسلام علیکم
    محترمو لیکوالانو دغه ویب پانه په توله دنیا کی خلگ گوری نویواجی چه دکندهار اوهلمند جخه دتبصری گوری زما په نظر شه کار ندی

  17. دیرو خوږو ورونو ! ما ټول پورټنی لیکونه او د هیواډوالو نظریی ولوستلی،
    زما خوایش د با ناموسه ،هیواد دوسته،رشټنی مسلمان،غیرټی افغان چی دخپل دمور شیدی یی رودلی وی او ځان ته د انسان خطاب کوی؟ دا ویل لرم، چی دخدای پر روی دیر احطیاط وکړئ په بي ناموسه ،بی غیرته،وطن فروشه،د شیعه زوی ،دا ذلیل او بی کفایته حامد کرزی څخه ځانونه لری وساتئ او خپل ګراڼ هیواد ته چی د مور او ناموس ارزشت لری ، نجات ورکړئ! که نه نو تباهی مو حتمی ده! څوک چی ګوداګئ وی هغه نور زما او ستا ندئ دا که هر څوک وی ، هغه به خامخا د پردو په ډهل نڅیږی! تر څو په هیواډ کی یو پردئ وی نه به زمونږ هیواډ زمونږ وی، او جوړ سوی فوانین خو لا څه کوې! دیرو درنو ورونو! زه په باله که دنږدی یا دا کرزئ پیژنم ، او یا په باله که اشرف غنی احمد زئ ! ولی دومره ویلای سم چی احمد زئ پر خپل خبرو ولار سړئ دئ! دیره پوهه لری ، باغیرته افغان دئ، دسیاسی کارونو وزن لری،داټول ده د خپل کاری دور کی په اثبات رسولې ده! لطف وکړئ و احمد زی ته د خپل د ناموس او دپټ د ساتلو پخاطر نظر وکړئ! په دالرو خپل پټ مه خرسوئ! که دی ورور هم ستا په ناموس ملندی وهی ، دناموس ساتنه د بی ناموسه ورور تر ساتنه الاهی فرض دئ! اې باټورو افغانانو ورونو او خویندو! ستاسو په شهامت تاریخ ویاړی، خپل تاریخ لکه کرزی غوندی بی پټه انسانانو باندی مه مرداروئ! دا که ستاسو ورور هم یی!لوی احمدشاه بابا او میرویس نيکه خو مونږته د ویاړ ډک افغانستان پریشود!

    اوس هغه غلیمان د کرزی ترشاه ولار دی!دا دکرزی نیکه نه وو چی دغازی امان اله خان پر ضد او دسقاو دزوی سره یوځای پر هیواد ولکه وکړه؟ دا دکرزی پلار نه وو چی په کوټه کی د امریکی دجاسوسی دستګاه سره په شریکه کار کاوه او بیا دنورو دخوا ووژل سو؟ او بیا دا کرزئ پخپله ندي چی د اوسنی دور د سقاویانو سره لسټونی بډ وهلی دی او هره ورځ په دلیز توګه یواځی او یواځی پشتانه نارینه شځی کوچنیان بوډاګان په دیر بی رحمه توګه په شهاډت رسیژي؟بی پټه کیژی ،کورونه یی وراڼیژی، په سپو څیړل کیزی، او نور داسی بی پټی ور رسوی چي انسان یی د ویلو شرمیژی او کرزی صایب دی چی لا ددی وضعی دوام غواړی! خبری بیخی دیری دی دومره دیری چی په سل هاوو کتابونه پر ولیکل سی د کرزی صایب دحکومت اوه کلن فجایعی نه یی عقل منی نه یی انسان اونه یی تاریخ!