حنيف اتمر: ناقانونه ملېشې له منځه وړم

34 | جولای 1st, 2009


 

د افغانستان د کورنيو چارو وزير محمدحنيف اتمر وايي ټينګ عزم يې کړى چي په دغه هيواد کي به ناقانونه ملېشې له منځه وړي.

محمدحنيف اتمر دغه څرګندوني پرون کندهار ته د سفر پر مهال په داسي حال کي وکړې چي د کندهار امنيه قومندان د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ له خوا دوې ورځي وړاندي ووژل سو.

محمدحنيف اتمر وويل دولت به ضرور د امنيه قومندان مطيع الله قاطع جنايي مدير عبدالخالق همدرد او اتو نورو پوليسو قاتلان محاکمه کوي.

د کندهار امنيه قومندان او جنايي مدير دوې ورځي وړاندي په مرافعه څارنوالي کي په يوه وسله واله نښته کي ووژل سول.

 

Copyright Larawbar 2007-2024