جرمني: د کنړ سیند مشاعرې خبرتيا

د لراوبر اداره | جولای 1st, 2009


په جرمنی کې د کونړ د ځوانانو دکلتوری ټولنی لخوا د روان 2009 زېږديز کال د اګست د میاشتی په لمړۍ نېټه د کنړ سیند د « مشاعری » د جوړیدو تابیا شویده .

د کونړ د ځوانانو کلتوری ټولنه پدې وسیله ښاغلو ادیبانو، د پښتو ادب مینه والو او پتمنو هیوادوالو ته خبر ورکوی چې پدغه اړوند خپل رغنده نظرونه او وړاندیزونه ځمونږ څخه ونه سپموی .

پاتی دی نه وی چې د کنړ سیند « مشاعری » بنسټ د کونړ د ځوانانود کلتوری ټولنی ( کولن ) په نوښت په 2008 ع کال کې ایښودل شوی وو چې دغه لړ هر کال په المان او کونړ کې د میشتو فرهنګیانو لخوا لمانځل کیږی .

په درناوي

Copyright Larawbar 2007-2024