ورځپاڼو ته کتنه
ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د نیویارک ټایمز ورخپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي، چې د افغانستان خلک له امریکايي ځواکونو څخه بېزاره شویدي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي، چې طالبان د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې پراخ نفوس لري او اکثره خلکو د هغوې حاکمیت منلې دې.
ورځپاڼې د همدې مخ په غټ سرلیک کې بیا امریکايي ځواکونو ته په وینا کې د هلمند د یو کلي د قومي مشرانو په حواله لیکلي دي، که يې ستونزې اوارې نه کړي نو جګړې ته به لاس کړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د راروانو انتخاباتو په وړاندې شتو ګواښونو ته کتنه کړې او په انتخاباتو کې يې د بهرنیو لاس وهنه یو جدي ګواښ بللې دې.
هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې د انتخاباتو په درشل کې د امنیت ټینګول تر ټولو ستر لومړیتوب دې.
ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د انتخاباتو د امنیت په اړه د هغې غونډې خبر هم ورکړې دې، چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ جوړه شوې وه او ددې غونډې په حواله لیکل شویدي، چې کورني او نړیوال ځواکونه د انتخاباتو لپاره په ګډه امنیتي پروګرامونه پلې کوي.
ورځپاڼې په یو مطلب کې د کابل ښار د واټونو روان حالت هم څیړلې او پوښتلي دي، چې دا ویجاړ واټونه به کله جوړ شي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو په وړاندې روان پوځي عملیات څیړلي او پوښتلي دي، چې د پولې دواړو غاړو ته جنګ به د طالبانو په وړاندې د بري لاره هواره کړي.؟
دې ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې د راروانو انتخاباتو د ترسره کولو په اهمیت بحث کړې او په عینې حال کې لیکلي دي، چې ولس د شفافو انتخاباتو ملاتړ کوي.
په ورځپاڼه کې په کابل کې د ښوونځیو روان حالت ته هم کتنه شوی او لیکل شویدي، چې د کابل په ښوونځیو کې د بې بند وباریو په اړه انتقادونه مخ په زیاتیدو دي.
اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې روسیې ته د امریکا د ولسمشر بارک اوباما سفر ته په اشارې د سیمه ایزو اختلافاتو په حل کې د روسیې د ګډون په امکان تبصره کړې.
خو اصلاح بیا هم پخپله سرمقاله کې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د لویدیځ د رسنیو په ناسمو رپورټونو انتقاد کړې او لیکلي دي، چې دوی له غرضه ډک تبلیغات کوي.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د کورنیو چارو د وزارت د ویاند په حواله په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې د وسلوالو حملې زیاتې شویدي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې یو ځلې بیا د جمهوري ریاست په کاندیدانو انتقاد کړې، چې د انتخاباتي کمپاینونو په مهال ددې پر ځاې، چې خپل پروګرامونه تشریح کړي د انځورو تر حده محدود پاتې دي.
په ورځپاڼه کې مسکو ته د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د سفر په اړه هم یو مطلب خپور شوې او لیکل شویدي، چې افغانستان د روسیې او امریکا ترمنځ ګډه نقطه ده.