کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / طالبانو یو امریکایي عسکر نیولئ دئ

طالبانو یو امریکایي عسکر نیولئ دئ

منبع : سی بی ایس نیوز ( امریکا )
نېټه : ۲۰۰۹/۷/۲


د طالبانو یو قوماندان د « سی بی ایس نیوز » خبریال سمیع یوسفزي ته په پنجشنبه ویلي چی طالبانو یو امریکایی عسکر او درې افغانان په پکتیکا ولایت کی نیولي دي . د امریکا پوځی نطاق هم په کابل کی دا تصدیق کړه چی د دوی یو پوځی د جون د دیرشمی راهیسی ورک دئ .


جګړنی الیزابت متیاس په پنجشنبه سی بی ایس نیوز ته وویل چی « یو امریکایی عسکر په افغانستان کی د جون د دیرشمی راهیسی ورک دی او ګومان کیږی چی هغه به جنګیالیو نیولی وی . »


د طالبانو قوماندان د سټیلایټ تلیفون په ذریعه د سی بی ایس نماینده یوسفزي ته له همدې سیمی څخه وویل چی د دوی یوې ډلی دغه امریکایی عسکر او د هغه افغانی ملګري امریکایی اډې ته نږدې په یو کونج کی راګیر او پسی یرغمل کړل . ده وویل چی د نیول سوو کسانو برخلیک به د طالبانو مشران کوی خو ممکن هغوی د بندیانو سره تبادله سی .

دغه قوماندان سی بی ایس نیوز ته وویل چی « دا دوسیه به سراج الدین حقانی ( یعنی په افغانستان کی د طالبانو یو لوی قوماندان ) او د طالبانو لویی مشرتابه ته وسپارل سی .»


دا یرغمل نیونه د امریکایی پوځ د هغه لوی پوځی عملیات په جریان کی پیښیږی چی په هلمند ولایت کی راپیل سوی او ۴۰۰۰ امریکایی پوځیان برخه پکښی لری تر څو طالبان مات کړی .

پوځ د دغه نیول سوي عسکر د پیژندنی نور معلومات ور نکړل او دا هم نه وایی چی هغه چیری مستقر و . خو نړیوال امنیتی ویب سایټ وایی چی په پکتیکا کی د امریکا مخکښه عملیات کونکې اډه « ارګون ـ اي » نومیږی چی په دې وروستیو کی یې د پوځیانو تعداد خورا زیات سوی هم دی .


د طالبانو یو لوی قوماندان وروسته په عامه سره خپرونو ته د دې نیونی ادعا د یوې رسمی اعلامیې له لاری خپره کړه . د سی بی ایس نیوز نماینده خالد واصف راپور ورکوی چی قوماندان ملاسنګین ځدراڼ په افغانستان کی د حقانی د ډلی سره یو ځای سوی دی . ځدراڼ د پکتیکا ولایت د طالبانو متصدی دی .


راپور زیاتوی چی ځدراڼ تیره میاشت د پاکستان په قبایلی سیمو کی دوه ځله د امریکایی بې پیلوټه طیارو د حملې هدف ګرځېدلی و. د جون پر ۲۴ ځینی راپورونه ورکول سوي وو چی نوموړی په جنوبی وزیرستان کی د جنازې د مراسمو په ترڅ کی د نورو قوماندانانو په شمول د دې حملې له امله وژل سوی دی . خو ځدراڼ دا راپورونه رد کړي او وایی چی نه جنوبی وزیرستان ته د جنازی لپاره تللی او نه هم کوم زیان ورته رسېدلی بلکی روغ رمټ دی .

دا په افغانستان کی لومړنۍ پېښه ده چی طالبان امریکایی عسکر نیسی . پای

تبصره نسته

  1. په افغانستان کې جګړې اوس داسی قوت اخیستې چه امریکائي نورمال
    وګړي نور د جګړې څخه ستومانه شوي او نه غواړي چې نور ځان د امریکائي پانګوالو د
    پراختیاغوښتونکي سیاست قرباني کړي .
    اوس دا مهال د امریکا د دفاع وزارت د
    امریکاد ټولو مرستونو او کوڅو څخه لېونیان افغانستان ته د دموکراسې او د بشر د
    حقوقو د ساتنې په مؤخه د جګړې لپاره را لېږي دغه افراد اکثره مور او پلار نه لري او
    ټول په رواني لحاظ جوړ ندي . او کله چې دلته په جګړه کې مړه او یا لادرکه شي نو په
    امریکا کې هیڅ ډول ټولنیز غبرګون نه ښودل کېږي ځکه چې هغوې کورنې نلري او څوک به دا
    غبرګون وښې او حتی داسی تصور کېږي چې همدلته په افغانستان کې سوځول کېږي .
    د
    امریکائي عسکرو د لېونتوب تصدیق په بېنوا وېبپاڼه کې د اېتلافي ځواکونو مرکز هم په
    ۲/۷/۲۰۰۹ کړې .پدې خبر کې راغلي چې د اېتلافي ځواکونو یو پوځي چې عصبي ناورغي
    درلوده په خپل سر دپوستې وتې او لادرکه شوې دې . اوس به قضاوت پریږدو ښاغلي اوبا ما
    ته چې جګړه په لېونیانو ګټې ؟ په افغانستان کې د بېګناه ملکي وګړو وژنه تېروتنه ده
    او که د امریکائي لېوني پوځیانو موجودیت دې چې له ترس او هراسه ورته ونه ، غر ، کلې
    اوکور ټول ددوې په اصطلاح طالب ښکاري . د اېتلافي ځواکونو له اعلامیې داسې ښکاري چې
    د امریکا د پوځ اکثره هوائي او ځمکني پوځیان په عراق او افغانستان کې د لوړو
    جنرالانو په شمول عصبي او رواني مریضان دی نو ځکه دوې دلته او هلته د انسان زورولو
    په لوړه کچه جرمونو لاس پورې کړې .افغانستان اوس د امریکایانو په مرستون بدل شوې او
    څو کاله وروسته به د هغوې په ګورستان بدل شي .