ګلاب منګل د ولس پر باورونو سودا کوي

د لراوبر اداره | جولای 2nd, 2009


دا څوومه ورځ ده چې د هلمند په ولايتي شورا کې د حامد کرزي په ملاتړ غونډې جوړېږي، دولتي پوليس يې امن ټينګوي، پر دولتي سټېج، دولتي برېښنا، دولتي ودانۍ او دولتي امکاناتو کرزي ته کمپاين کېږي. حال دا چې په خپله کرزي ويلي دي چې هېڅوک له دولتي امکاناتو په کمپاين کې ګټه نه شي اخيستلاى.

کله د هلمند ځينې سپين ږيري ورته راځي او په مطبوعاتو کې داسې خبر خپرېږي چې د هلمند قومي مشرانو د کرزي ملاتړ وکړ، کله په همدې ولايتي شورا کې ځينې ښځې راغونډېږي او په مطبوعاتو کې بيا خبر راځي چې ګواکې ښځو د کرزي ملاتړ وکړ او ژمنه يې وکړه چې خپلې رايې به کرزي ته ورکوي، ځکه چې کرزي هلمند ته زيات کار کړى دى، له هلمنده يې دويم پاريس جوړ کړى او داسې امن يې ورته راوستلى چې هلمند ورڅخه په ټول عمر کې نه و برخمن. رښتيا هم د کرزي په دوره کې هلمند ګل او ګلزار شوى دى.

ټولو ته معلومه ده که بل کانديد په هلمند کې کمپاين کوي، ايا دغه ډول امکانات به ورته برابر شي او که…؟

ښاغلى ګلاب منګل چې د هلمند ولس فکر کاوه د هلمند د درد دوا ده، داسې يو سړى وخوت چې د اوسنۍ ادارې د نورو پلورل شويو څېرو غوندې د هلمند د ولس پر باورونو سوداوې کوي. هسې هم د دې هېواد پر سپېڅلي ناموس ډول- ډول معاملې او سوداوې روانې دي.

په دې وطن کې خو د ډالرو په بدل کې زياتو چارواکو ضميرونه، وجدانونه او ځانونه سودا کړل، زما د نن ورځې چارواکي هم دغه سوداوې په ډېره ارزانه کوي، دوى پر خپلو وظيفو د پاتې کېدو او بقا لپاره دا هرڅه کوي.

له دې چارواکو سره کله د دې ځپلي ولس غم دى، په هغه ورځ چې زما د ګريشک، موسى کلا، سنګين، باغران، ديشو، خانشين، نوزاد او نورو ولسواليو د اوسېدونکو غوښې په بمونو الوتکې، دغه والي او نورو جګپوړو چارواکو د خارجي بمباريو پرده کوله او پر خبره يې د چا خبره خاشه اچولې، کوښښ به يې کاوه خبره پټه وساتي. يوه ورځ يې له خارجي قواوو سره حساب و کتاب ونه کړ، چې د هلمند په سلګونو اوسېدونکي يې ولې په خپلو بمبارو کې ووژل.

په همدې هلمند کې چې به د طالبانو په ځانمرګو بريدونو کې بېګناه ولس قتل شو، د والي تر سترګو د ترحم يوه اوښکه هم ونه څڅېده، نن د مداري مشرانو د بيا واکمنېدو لپاره د ولس او وطن پر ناموس ليلام جوړوي.

زه په هلمند کې مېشتو خبريالانو ته حيران يم، دوى لکه چې خپل سپېڅلى مسلک هم ليلام کړى دى، په دې ولايت کې د خبريالانو هغه پخوانى خونده نه ده پاتې. والي صاحب په دغه ډول غونډو کې هر خبريال ته له ٣٠٠٠ څخه نيولې تر ٥٠٠٠ افغانيو پورې انعام د همدې لپاره ورکوي چې دوى خبرونه ښه غوړ خپاره کړي.

په پاى کې له فرصت څخه په استفادې له هغو ليکوالو او ويبپاڼو څخه هم مننه کوم، چې د خپل ملي او افغاني احساس له مخې دغه ډول حساسو ټکو ته پام کوي، په دې هيله چې دوى نور هم ګړندي شي.

Copyright Larawbar 2007-2024