کور / نثر / د خپل ځان څخه پېل وکړه

د خپل ځان څخه پېل وکړه

د ويسټ مينيسټر اېبي په کريپټس کي (دويسټ مينيسټرد خانقاه په زېر زميني کي چي مړي ښخېږي) د انګليسي کليسا د يوه مسيحي ملاح د قبر پر ډبره لانديني کليمې ليکل سوي وې.


کله چي زه ځلمی او آذاد وم او زما خېالاتو هيڅ سرحد نه درلودی نو ما به د نړۍ د بدلولو خوبونه ليدل.
لږ عمر راباندي تېر سو، هوښېار سوم ، په ښه او بد پوه سوم، راته معلومه سوه چي دا دنيا نه بدليږي نو مي خپل نظر را لنډ کړاو پرېکړه مي وکړه چي فقط به خپل هيواد ته تغير ورکوم..
مګر هغه هم نه تسليمېدونکی معلومېدی.


کله چي زه خپل د ژوند وروستيو کلو ته ور داخل سوم په يوه مايوسه هڅه کي مي کوښښ وکړ چي هغه کسان چي ماته تر ټولو را نيژدې وه يعني خپله کورني را وراړوم مګر افسوس پر هغو زما يوې خبري هم اثر و نه کی.


او اوس چي مي ځکندن دی نو ناڅاپه مي دا خېال په زړه کي راغی او وپوهېدم چي، که له اوله سره ما فقط خپل په ځان کي بدلون راوړی وای نو دا به يو مثال وای زما فاميل ته اوددې مثال په ذريعه به مي خپل فاميل ته تغير ورکړی وای.
ددوی د پاروني او تشويق څخه به زه ددې وړ سوی وای چي وطن مي بهتره کړی وای او دا هم کېدای سوای چي دنيا ته مي تغير ورکړی وای.


سرچينه : Chicken Soup for The Soul