له امريکا څخه د افغانانو خپګان زياتېږي
په کندهار او هلمند کي د “خنجر” په نامه د امريکايي عسکرو روان عمليات د امريکايي مطبوعاتو توجه ورجلبه کړېده. د جنجر عملياتو هدف نيول، پاکول، او ساتل دي. دغه راز، بل هدف يې ددې سيمو له خلکو سره نژدې اړيکي درلودل او دا ځايونه تر هغه وخت پوري ساتل دي تر څو افغاني قوه ددې جوګه سي چي همدا سيمي په يوازي سر وساتي. البته، د دې عملياتو يو بل هدف د راتلونکو جمهوري رياست انتخاباتو لپاره څه زمينه برابرول هم دي. مګر سوال دا دى چي امريکايي او ناټو عسکرو په اتو کالو و نه توانېدل چي ثبات او امنيت تامين کړى، اوس به په دوو مياشتو کي څرنګه پدې توانېږي چي پدې منطقو کي امن او کراري راولي؟ د هېواد جنوبي سيمي د څو کلونو په اوږدو کي د پرله پسې ناکراريو مرکزونه سويدي. د بش په پېر کي همدې سيمو ته چندان توجه نوه سوې، او يوازي نظامي عمليات او مرګ وژبله ډېره وه، خو د ښاغلى اوباما حکومت ټينګار کوي چي پاليسي يې بدله کړېده، او غواړي د محلي خلکو په ګډون او همکارۍ د جنوب ناکراره سيمي ارامي کړي. پدې اونۍ کي فقط د دوو رپوټونو لنديز لولئ.
د نيويارک ټايمز اخبار د جولاى پر ٣ مه له لښکرګاه څخه پخپل رپوټ کي ليکي، د افغانستان په جنوبي سيمو کي عادي افغانان د امريکايانو پر خلاف عمومي پاڅون ته اړسوي دي. له امريکايانو او خارجيانو څخه د افغانانو همدا خپګان او کرکه د هغو امريکايي عسکرو لپاره حالات او شرايط لا ګرانوي چي دمګړى په سيمه کي د طالبانو د ايستلو په مقصد په عملياتو بوخت دي.
د هلمند ولايت ځيني محلي استازي او مشران وايي، په ځينو ولسواليو کي کليوالو او بزګرانو د بهرني قواوو پر ضد وسله د خپلو کورونو د ساتلو او يا هم په بمباريو کي د خپلو عزيزانو د وژلو په خاطر اخيستې ده. نور کليوالي خلک د لوږي، فقر، او يا لدې کبله له طالبانو سره يوځاى سوي دي چي په سيمه کي يې طالبان حاکم دي.
همدااوس، په هلمند کي ٤٠٠٠ امريکايي مرين عسکر په عملياتو لګيا دي. د دې عملياتو اساسي هدف سيمه له طالبانو څخه پاکول دي. بل هدف يې د جنرال مک کريسټل د امر سره سم د طالبانو وژل نه بلکي د خلکو ساتل دي.
اخبار ادامه ورکوي او ليکي په کندهار او هلمند کي پراخي سيمي د طالبانو تر ولکې لاندي دي. ځآيي خلک وايي د دغو سيمو بېرته نيول،پاکول، او ساتل ډېرو جنګونو ته اړتيا لري. د هلمند له ١٣ ولسواليو څخه په ٥ کي حکومت ګرد سره نسته. د ناوې په ولسوالۍ کي، حکومت مازي د ولسوالۍ ودانۍ ساتي، او مامورين کلابند او محاصره دي.
په ځينو سيمو کي، د طالبانو حضور او حاکميت دونه غښتلى او متمرکز دى چي کليوالو د هغوى حکومت او اداره منلې ده، او د امريکايانو نويو عملياتو ته د شک په سترګه ګوري. اکثره محلي خلک وايي د طالبانو سره خوشحاله دي، او بهرني عسکر نه غواړي.
په جنوبي سيمو کي د ٢٠٠٦ راهيسي د ناټو د عملياتو په وجه مرګ ژوبله او جنګونه زيات او په زرهاوو خلک بې کوره او بېځايه سويدي. په جنوب کي، د بشر د حقوقو د کميسيون مشر، عبدالقادر نورزى، وايي، “اوس ډېر خلک تر حکومت په طالبانو خوشحاله دي.”
د نادعلي د شورا مشر، حاجي عبدالاحد هلمندوال وايي،” طالبانو خلک برمته کړيدي. خو خلک ايتلافي قواوو ته د دښمن په سترګه ګوري، ځکه په تېرو اتو کلونو کي خلکو له هغوى څخه هيڅ خير او ګټه نده لېدلې.” په هلمند کي، طالبان دايمي آډې لري. عامه خلک د ايتلافي قواوو له بمباريو، تلاشيو، او بندي کولو څخه بېزاره سويدي.
د جمهورريس حامد کرزي د محلي چارو ناظم جيلاني پوپل وايي د پاکستان له لاري هلمند او روزګان ته طالبان تګ راتګ کوي. تېر کال د ګرمسير په ولسوالۍ کي امريکايانو عمليات پيل کړل، همدې عملياتو د طالبانو اکمالاتي لاري وتړلې، او طالبان له سختو ستونزو سره مخامخ سول.
اخبار ليکي د کندهار او هلمند په ځينو سيمو کي د بهرنيانو په مقابل کي د عامه خلکو خپګان او بېزاري له ورايه ښکاري. خلک نور پر امريکايانو باندي اعتماد نه کوي. د مارجې اوسېدونکي وايي بهرني عسکر د شپې په تېارو کي د خلکو کورونو ته ور اوړي، کله کله دننه په کورونو کي خلک وژني، او خلکو ته خپل سپي ورښکاري او په داړي يې.
د کلي بزګر سپين ګل وايي، ” خلک د شپې له تلاشيو څخه بېرېږي. کله چي هغوى د شپې چاپې شروع کي، خلک طالبانو ته ور اوړي او جنګ کوي.” يو بل لاروى وايي، ” طالبان څوک دي؟ همدا محلي خلک دي.” هغه وايي که چيري بهرنيان د هغه کوروته ور ننوځي، هغه به تر خپلي اخري سلګۍ پوري ورسره وجنګېږي.
محلي مشران وايي اکثره خلک پخپله خوښه او اختيار د طالبانو سره ندي يوځاى سوي، بلکي هغوى بله چاره نلري. د پنجوايي ولسوالۍ د شورا غړى وايي داسي غريب خلک پېژني چي د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره د سړک د غاړي ماينونه ږدي. هغه وايي ٨٠ فيصده خلک د وچ مجبوريت او لوږي له کبله د طالبانو سره يوځاى سويدي. هغه زياتوي که چيري خلکو ته بله چاره پيدا سي، يوازي ٢ فيصده به د طالبانو سره تر اخره ودرېږي.
نيويارک ټايمز ليکي د هلمند ښاري شورا يو استازي حاجي عبدالله جان وايي، “خلک د کرزي پر حکومت باندي دونه بې اعتباره دى چي که حتى بهرنيان طالبان مات هم کړي، بيا به هم خلک د حکومت سره چندان همکاري ونه کړي. حتى که چيري امنيت سل په سل کي ښه سي، بيا به هم خلک د کابل پر حکومت باندي باور ونه کړي، ځکه حکومت خپله يوه ژمنه هم نده ساتلې، او په پېخر دوراغ يې ويلي دي.”
بلخوا، د يو ايس نيوز مجله د جولاى پر ٢ مه پخپل ويب سايټ کي د افغانستان په باب ليکي افغانان يو متل لري چي وايي،(دوې هنډوانې په يوه لاس کي نه نيول کېږي.) جمهورريس اوباما افغانستان د خپل خارجي پاليسۍ يو مهم جز بللى دى. خو په عين زمان کي د افغانانو او امريکايانو وژل ډېرېږي، د کابل پر حکومت باندي د خلکو اعتماد او باور ورځ په روځ را کمېږي، او د حالاتو په ښه کولو او رامهارولو کي د امريکايانو د قابليت او مهارت په باب شک او ترديد لا زياتېږي.
ښاغلي اوباما لګيا دي چي ٢١٠٠٠ نور امريکايي عسکر افغانستان ته واستوي. اوباما دغه راز غواړي چي زيات ملکي ماهران او متخصصن هغه هېواد ته ولېږي. که عراق د جورج بش جنګ وو، افغانستان په تمامه مانا په اوباما پوري اړه لري. اوس و به ګورو چي د اوباما اداره د افغانستان ډارونکى داخلي ډيناميزم څرنګه سمبالوي.
په هلمند کي، د “جنجر” په نامه عمليات پيل سويدي. د اوباما اداره غواړي چي د افغانستان جنوبي سيمي له ياغيانو څخه پاکي کړي. څلور زره امريکايي عسکر چي ټانکونه او هليکوپټر ورسره دي، د هلمند په دره کي په عملياتو بوخت دي. د افغانستان جنګ تر ډېره حده امريکايي سوى دى. ناټو هېوادونه د نورو عسکرو لېږلو ته زړه نه ښه کوي. اوباما غواړي چي په سيمه کي د القاعدې نوغى وباسي. اوس د اوباما اداره د ديموکراسۍ د خورولو خبري نه کوي. د اوباما اداره غواړي چي پوه سي چي څه شى کار ور کوى او څه شى کار نه ورکوي؟
يو شى چي هيڅ کار نه ورکوى هغه پاکستان دى. اکثره امريکايي قومندانان وايي په قبايلي سيمو کي د طالبانو او القاعدې اډې او د سېب ځايونه په افغانستان کي د سولي د راوستلو لپاره مهم خارجي تهديد دى. طالبان د اې ايس اې لخوا تمويل او روزل کېږي. پخوا، امريکايانو د افغان او پاکستان د پولو په اوږدو کي کوچنۍ امريکايي پوستې اچولې وې، مګر اوس امريکايان همدا پوستې خوشي کوي، او پر پراخو عملياتو باندي ټينګار کوي. امريکايان غواړي چي په کليو کي امنيت ټينګ کړي، او د خلکو سره نژدې اړيکي ولري.
په دواړو ملکونو کي، خلک پر خپلو حکومتونو باندي بې باوره سويدي. په افغانستان کي د کاميابۍ لپاره د ښه حکومت ټينګول يوه حياتي مسله ده. د عادي افغانانو لوى مشکل نن ورځ ځانمرګي حملې او د سړک د غاړي بمونه ندي، بلکي د هغوى لوى شکايت په حکومت کي بډي او اداري فساد دى. په کندهار کي د ارغند د موسسې مشره او مشهوره ليکواله او ژورنالسټه مېرمن سارا چېس وايي، “د حکومت سره په هره معامله کي بايد رشوت ور کړه سي. که چيري تاسو غواړئ خپل د برق مصرف تحويل کړئ، تاسو مجبوره ياست چي اتو دفترونو ته وځغلئ. او هرومرو به بډي ورکوئ.” د حکومت لدې سپک چال چلند سره سره د کندهار په ښار کي په هرو دوو يا دريو ورځو کي دوه يا درې ساعته برق راځي، باقي پاتي ورځي او شپې سوځنده ګرمي او ټپه تېاره وي. حال داکي چي د امريکا د اشغال څه د پاسه اووه کاله تېرېږي.
بلخوا، د وردګ په ولايت کي امريکايان کليوالو افغانانو ته پيسې او وسلې ورکوي چي خپلي سيمي پخپله وساتي. د دغو ټولو هلو ځلو سره سره بياهم د افغانستان لپاره منابع ډېري لږ دي. د امريکايي قواوو نوى قومندان، جنرال مک کريسټل، غواړي چي په ٦٠ ورځو کي هېواد مطالعه او وګوري. د پنتګان چارواکي وايي څرګنده خبره ده چي ډېر کارونه بايد وسي. ډېر زيات چلنجونه او ستونزي سته. خو ناکامي د منلو وړ نده.